Homeخبرونهپاکستان د ۱۲۰۰ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړ

پاکستان د ۱۲۰۰ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړ

تاند:( شنبه، د جدي لسمه) پاکستاني چارواکو په کراچۍ ښار کې د ۱۲۰۰ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی.

‏‏‏د پاکستاني چارواکو د ادعا له مخې، دغه کډوال په ناقانونه توګه د پاکستان خاورې ته راغلي وو.

دوی په دې اړه له ډیرو جزییاتو پرته اسوشیتد پريس خبري اژانس ته ویلي، چې یاد شوي افغان کډوال به د بند مودې له پای ته رسولو یا د مدافع وکيلانو له لوري یې د لازمو اسنادو له وړاندې کولو سره افغانستان ته ستانه کړل شي.

په پاکستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې نيول شوي کډوال خوشې کړي.

سرچینه زیاتوي، چې پاکستاني چارواکو د دغو کډوالو د خوشې کولو ژمنه نه ده عملي کړې.

له دې سره، د ټولنیزو رسنیو فعالانو د پاکستان په کراچۍ ښار کې د بندي افغان ماشومانو او مېرمنو پر خپرو شويو عکسونو خواشيني ښودلې او طالبانو ته په خطاب کې ېې ویلي، چې د افراطي ګامونو له کبله د افغانانو د ذلیله کیدو مسوول دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...