له شاه حسین بایقرا (۱۵۰۶ ز کال) وروسته د افغانستان په ګاونډ کې د نوو حکومتونو راټوکېدل زموږ د هېواد لپاره یو بل لوی ګواښ وه، چې د هرات د تیموریانو واکمنۍ یې ړنګه کړه.
شیباني خان سمرقند وینو له اموروده راپورېووت بلخ یې لاندې کړ او تر هرات پورې سیمې یې وګواښلې ،د ده ځواکونو د هرات شتمنو خلکو ته ګواښ وکړ، که چېرې د تاسو هر تن سل زره مثقاله سره زررانه وړل وبه وژل شئ.
«شیباني خان د مروې، مرغاب، اندخوې، بادغیس، هرات، د خراسان ښارونه لکه نیشاپور، مشهد، استر اباد او نورو سیمو کې ټولو ژنې وکړې او شته یې تری لوټ کړل اودا (وګورئ افغانان له پارس نه تر هندوستانه ۳۴۳- a history of india: p.295)د دې لپاره چې صفوي شاه اسماعیل، د ازبکانو مشر شیبانی خان ته خپل زور ښودلی وي، نو د هغه پر ضد یې بریدونه پيل کړل.
لومړی یې د شیبانی نامتو جنرال «جان وفا میرزايی» وواژه او بیا یې شیباني خان له ۲۵ زرو پوځيانو سره یو ځاې له مینځه یووړ.
لکه په تېروڅپرکو کې چې وویل شول ،کله چې د شاه اسماعیل ځواکونو د شیباني خان ککرۍ د ده په مخ کې کېښوده، نو شاه اسماعیل ورته ووېل تنه یې چېرته دی؟ هغه هم راوړئ.
د شیبانی تنه چې افغانانو خاورو ته سپارلی وه د شاه اسماعیل قزلباشو پوځونو له هدیرې راووېسته او د خپل مشر دربار ته یې راوړه.
صفوي شاه اسماعیل خپلو ځواکونو ته امر وکړ، چې د ازبکو د مشر له تن نه یوه یوه مړئ غوښه وخوري، هغه وه چې یوه شېبه کې د سترګو په رپ یوازې د هغه هډوکي پاتې شول او بس.
بیا شاه اسماعیل امر وکړ، چې د شیباني ککرۍ نه یو جام جوړ کړئ او بیا ورته د سرو زرو پوښ ورکړئ، چې د هغه په سر کې شراب وڅښم.
صفوي شاه اسماعیل، چې «شېعه مذهب» یې د دولت درسمې مذهب په توګه ومانه، نو د نورو مذهبونو د ځپلو په نیت د هرات جامع جومات ته ننوتل، د جومات خطیب ته یې ووېل، چې ابو بکر صدیق او حضرت عمر ته کنځلی وکړي. ولې کله چې هغه انکار وکړ، صفوي ځواکونو هغه له ممبره راوغورځوه، ږیره یې ور وشکوله او بیا یې وواژه.
د صفوي شاه اسماعیل سترګې چې مذهبي تعصب پټې کړې وې په ډېرې بېباکۍ د ده د دربار ملا «په ډاګه ووېل د یوه سوني وژنه دومره ثواب لري، لکه څوک چې پنځه کافران له مینځه یوسي، له سوني سره د شېعه مسلمان نکاح ناروا ده، که چېرې یوه سوني میرمن امیدواره وي، خېټه یې ورڅېرې کړئ او نر ماشوم یې په نیزه ووهئ.» (ډاکتر شفا پس از هزار و چهار صد—۷۳۶)
له صفوي شاه اسماعیل نه وروسته صفوي شا طهماسب واک ته ورسېد، دی لا چې کله د هرات والي وه، نه یوازی افغانان د دوئ د ظلمونو او وژنو له ګواښ سره مخ وه(۱۵۲۴-۱۵۷۶) ،بلکې د وچکالۍ او قحطي له امله افغانان له داسې ستونزو او کړاوونو سره مخ شول، چې ان خلکو د سپیانو او پشیانو غوښی وخوړلې.
له یوې خوا هراتیانو او په ټوله کې افغانانو د شاه طهماسب د ظلمونو له کبله قرباني ورکوله او له بلې خوا د ده د عیاشي او لګښتونو، له کبله هم چې له افغانانو یې ملا ماتوونکی مالېیه راټولوله افغانان یې له سترګواښ سره مخ کړي وو.
«د ساري په توګه شهزاده همایون د بابر زوې چې له افغان سوري شیر شاه نه (۱۵۴۰ ز) ماته وخوړه، د طهماسب دربار ته پناه راوړه، نو بیا د هرات والي امیر خان دېرش اسونه چې د سرو زرو زینو نه یې درلودل د ده د هرکلي لپاره تیار کړي ول، نو بیا یې څلور سوه توپونه، سل اوښان، د صفوي شاه اسماعیل توره او کمربند، خېمې، غالۍ، وريښمېنې جامې، په لسګونو نور توکي چې د لکونو روپيو ارزښت یې درلود او دا ټول څه د هرات د خلکو شتمني وه له زرګونو جنګیالیو سره د بابر زوې همایون ته په واک کې ورکړل چې له افغان مشر سوری شېر شاه سره مقابله وکړی.» (افغانان له پارس نه تر هندوستانه ۳۵۱ مخ)
د طهماسب په زمانه کې هم چې کوم پاڅونونه وشول ، ده هم په ډېرې بېرحمۍ سوني پاڅون وال وځپل او کوم جنګي اسیران چې نیول شوي ول ټول یې له تېغه تېر کړل ، یوازې هغه کسان ژوندې پاتې شول، چې هغوئ له وېری شېعه مذهب منلی وه، د صفویانو پر وړاندې د پاڅون والو پزې او غوږونه پرې کیدل او بیا به یې پرې خوړل، شونډې به یې ورګنډلي او بیا به یې وژل.
(هماغه اثر ۳۵۳ مخ) «درروزګار شاه اسماعیل و طهماسپ» نومې کتاب کې په ډاګه شوې، چې د یو تن ژبه یې له شونډو سره وګنډله او بیا یې خم کې واچوه او له یوه لوړ ځایه راوغورځاوه.» (ایران در روزګار اسماعیل و طهماسب ۳۷۲ مخ)
په صفوي دربار کې یو شمېر سړي خواره هم روزل شوي ول، نو کله به چې «خپل دښمنان ونیول، نوموړي به یې له پوسته کړل، په سیخ کې به یې وپېیل او په مزه مزه به یې خوړل.» (افغانان له پارس …۳۵۴مخ)
له طهماسب وروسته صفوي شاه عباس به چې شراب وڅښل نو بیا به یې پاڅون وال له زندانه راووېستل، چې تر ډېره بریده سونیان او افغانان ول غوږونه او پوزې به یې ورپرې کړل، دیګ ته به یې واچول، بیا به یې تناره ته ورټېل وهل.
ده به د نېشې په مهال هغه ښکلې او ښایسته نجونې، چې د پارس له بیلابیلو ښارونو دربار ته راوستی وې، نو بیا به یې په محفل کې بیباکي او مستي ورسره کولې.
په دې اړه ډېرو څېړونکو لکه کروسنسکي، ډاکتر شفا (د پارس تاریخ کی)، تاریخ صفویه، سایکس sykes، جی، پي، تیت او په لسګونو څېړونکو، د صفویانو له ناوړه کړو وړو پلو پور ته کړیدي.
د ساري په توګه د صفویانو د ظلم او عیاشي په اړه په ځانګړي توګه، د صفوي شاه حسین د واکمنۍ په مهال، له ښکلو او ښایسته نجونو شاهي ماڼۍ، سلطنتی حرمسرای او بیلابیل قصرونه ډک ول.
سربیره له دې چې له ښکلو نجونو سره یې عیاشي او بېباکي کوله، خپلو میرمنو سره یې ناوړه چلن هم کاوه او ان داسې تاوتریخوالي ډکی پېښی هم په شاهي ماڼېیو او حرمسراې کې ترسره کېدې، چې ښځو او نجونو ته د ځغم وړ نه وې.
د همدا ډول ناوړه پېښو په ترڅ کې، مخکې له دې چې صفوي طهماسب د خپلې میرمنې پر وړاندې په کوم تاوتریخوالي لا سپورې کړي، د همغی ښځې له خوا ووژل شو.
صفوي شاه حسین خپلو ماڼېیو کې چې په زرګونو ښکلی او پېمخې نجونې ساتلی، نو د هغوئ د خدمت او چوپړ لپاره یې شپېته زره خسي شوي غلامان ګومارلي وو.
له ېوې خوا د سلطنتي کورنۍ عیاشي او بېباکي وه او له بلې خوا د دوئ بوګنوونکي ظلمونه وه چې د خپلې ټولواکمنۍ په بیلابیلو سیمو کې چې بې شمیره غمیزو ته لاره اواره کړې وه ترسره کېدل، چې موږ د صفوي واکمنو هغه بېلګه یادولی شو، چې د «شېعه مذهب د خپرولو لپاره یې ۲۵۰ زرو په شاوخوا کې د سوني مذهب او د نورو ادیانو پلویان ووژل.»
(سعیدي سیدجاني ای کوته نشینان ۱۸۷ مخ د تهران خطی نسخی.)
کروسنسکي په ځغرده وایي، چې د صفوي شاه حسین په ځانګړي حرم کې دېرش (۳۰) ځانګو ګانې ځنګېدي، خو که یو شمېر اولادوه په وړکتوب کې مړه شوې نه وی، شمېر به یې لا تر دې هم ډېر وای.(کروسنسکي ۷۶ مخ)
ـ د افغانانو په بیلابیلو سیمو کې له هرات نه راواخله تر سیستان او هماغسي تر کندهار پورې ځاې ځاې د صفویانو پر وړاندې پاڅونونه کېدل، چې موږ په دغه لړ کې شاه محمد کلاتي یادولی شو، چې له زابل نه تر غزني پورې د توخو، ناصرو، هوتکو او د نورو ټبرونو پر ملاتړ پاڅون وکړ. سلطان ملخی، سلطان حاجي عادل، بایي خان، شاه عالم خان، دولت خان او نور سیمه ییزه واکمن یادولی شو، چې د صفویانو او نورو حکمرانانو د مذهبي فاشیزم پر وړاندې پاڅونونه وکړل. صفوي شاه حسین د دغو پاڅونونو د ځپلو لپاره ګرګین کندهار ته واستوه. ده کوښښ وکړ چې د غلجیو او ابدالیانو تر مینځ بې باوري رامینځته کړي، خو میرویس خان نه یوازې د ده موخو تر اغیز لاندي رانغی، بلکې کندهار یې د ګرګین له شره وژغوره.
هغه مهال چې صفوي شاه اسماعیل په ۱۵۰۲ کال په پارس هېواد کې د يوه ټینګ مذهبي حکومت بنسټ کېښود، نو بیا یې د خلکو په مینځ کې مذهب بنسټپالنه دی کچې ته ورسوله، چې له یوې خوا یې خپلې سیاسي غوښتنې په ولس ومنلې او له بلې خوا یې مذهبي تر بګنۍ دومره وپاللې، چې نور مذاهب یې پرې وګواښل.
صفوی شاه اسماعیل قومی او مذهبي ترګبنۍ ته دومره پراختیا او پرمختیا وروبښله، چې ان شېعه مذهب یې ددولت رسمي مذهب کړ او د نورو مذهبو پلویان او پیروان یې دومره وځپل، چې یا یې د هېواد پرېښودلو ته اړ کړل او یا یې شېعه مذهب پری وتپه.
دغه توند لاري مذهبی فاشیزم دومره وده وکړه، چې سیاسي او مذهبي استبداد، په لوړه کچه ټولوژني ته لاره اواره کړه.
د ایران یوه نامتو لیکوال ډاکټر شفا هم د دي خبرې پخلی کړیدی او کاږلي یې دي، چې شېعه مذهب د یوه دولتي مذهب په توګه، د مسلمانانو درې خلیفه ګان (ابوبکر صدیق، حضرت عمر او حضرت عثمان) به یې کنځل او دغه تعصب دومره پراخ شو چې صفویانو له عثماني ترکې، د مینځنۍ اسیا خان مېشتو سیمو او افغانستان سره خپلې هر اړخیزې اړیکې تر ینګلې کړې.
« د شاه اسماعیل په دربار کې یوه ملا په څرګندو ټکوخپل کتاب کې وکاږل، د یوه سنی وژل دومره ثواب لري، لکه د پنځو پوځي کاپرانو وژل، له سوني سره نکاح ناروا ده، وینه تویونه مباح ده، مال یې حلال او واجب دی، د امیندواري سونی میرمنې خېته وڅېرۍ او بیا نارینه اولاد په چړو ووژنئ، د سونیانو پلورنه او پېرودنه روا ده، ځکه چې له اسلامي ازادی بهر دي …»[1]
په ټولو اسلامي مذهبونو کې،چې کوم اختلاف د صفوي شاه اسماعیل د واک په پېر کې رامینځته شو د اسلام په تاریخ کې ساری نه لري د پارس په هېواد کې، چې د اسلامي معرفت په نوم کوم بنسټونه رامینځته شوي ول، له مینځه لاړل.
د دغه مذهبی او سیاسي فاشیزم د تاوتریخوالي له کبله ګورګاني یوشمېر کورنۍ افغانستان، هندوستان، مینځنۍ اسیا، ترکې او یو شمېر نورو هېواونو ته کډه شوې.
د صفوي اسماعیلي فرقي، چې کله سوني «خانقاوې» ړنګې کړې نو پر ځای د صفوي سوفیزم بنسټ کېښود، خپل مخالفین یې د تاوتریخوالی له امله دومره وځپل، چې یا خو یې په دې نړۍ کې په ژوندینې دوزخ وروښود ، وې وژل، وی سوځول او یا یې ژوندی د اوسپنې په د پنجرو کې وساتل، ترهغې چې ساه به یې ورکړه.
صفوي شاه اسماعیل په ۱۵۰۲ ز کال د خپل صفوي سلطنت لړۍ د شل زرو په شاوخوا کې د سوفي مسلمانانو په وژنه پیل کړه او حال دا چې «سوني سوفیزم» سوله ییزه بڼه درلوده.
هغه وخت چې اسماعیلي بنسټ پالي مشهد ته روان شول، قزلباشانو په «طبسین» کې د اته (۸) زره سونیانو پر ستوني چاړه راکاږله او له تېغه یې تېر کړل.
دوئ مشهد سپېڅلی ګاڼه او هغه هم دومره ، چې یو وخت شاه عباس پخپله له اصفهان نه تر مشهده پورې دثواب په خاطردا لویه لاره پلې ووهله او زیارت ته یې ځان ورسوه.
صفوي شاه اسماعیل د خپل ځواک او واک د پراختیا او پرمختیا لپاره په شعه مذهب کې داسې ملایان وروزل، چې د شېعه مذهب فاشیزم ته یې لاره پرانسته.
«که څه هم سوني سوفیزم د لومړي ځل لپاره په ۱۲ مه پېړۍ کې د «فراختایي» نا مسلمانانو پر وړاندې، د مسلمانانو د یووالي په نوم د سو فیزم خوځښت د ځوانانو د مذهبي احساساتو د پارولو لپاره مینځته راغی، چې په ختیځ کې د فراختایانو او په لویدیځ کې د عیسویانو پر وړاندې ودرېږي».[2]
د سوني سوفیزم او د شاه اسماعیل شېعه سوفیزم توپیر په دې کې وو، چې صفوي شاه اسماعیل ته دا موهمه نه وه، چې څوک کاپر دی او څوک مسلمان ، ده ته هغه څوک مسلمان وه، چې د شېعه مذهب لمانځنه یې کوله.
کله چې شاه اسماعیل صفوي د پارس هېواد سیاسي، مذهبي او پوځي ستنی پیاوړي کړی نو بیا یې په ۱۵۱۰ ز کال افغانستان ته پام واړوه.
د هرات خلکو لا دمخه د شاه اسماعیل صفوی دپيراووخت د ظلم کیسې اورېدلې وې، چې د مذهبي فاشیزم او سیاسي تربګنئ پر بنسټ ولاړ دی. ده یوازې په تبریز کې شل زره په شاوخوا کی خلک له تېغه تېر کړل ، ان دا چې د سونیانو هدیرې یې لوڅې کړې او د مړو هډوکي یې وسوځول.
«شاه اسماعیل قزلباش دا ټول خلک یا په تبرونو نیمایې غوڅ کړل، د ځنو یې نسونه وروڅېرل، په همدې تبریز کې له هدیرو نه د مړو هډوکي راووېستل او د پرې شوو سرونو سره یو ځاې وسیځل…»[3]
صفوي جنګیالي له همدا ډول مذهبي تعصب او د سیاسي فاشیزم د تربګنۍ پر بنسټ افغانستان ته راننوتل او شاه اسماعیل خپله پوځي اډه په هرات کې پیاوړي کړه او ورپسې بادغیس،فاریاب، میمنه، جوزجان، اندخوې، غرجستان، بلخ او نورې لوې وړې سیمې ولکه کړي او د «بیرم بیګ» تر څارنی لاندې راوستې او بیا یې د بدخشان د والي سلطان «اویس» واک تصدیق کړ.
پادشاه اسماعیل کوښښ کاوه چې په لومړي سر کې ازبک ځواکونه په شا وتمبوي او دا ځکه چې ده ته نږدې ګواښ هم دشیبانیانو وه، نو په همدې بنسټ یې له میرزا بابر سره پوځي مرسته وکړه چې د ماورالنهر ازبکان وځپي.
لومړي سر کې میرزا بابر ماورالنهر تر خپل واک او ځواک لاندې راووست، ولې تر ډېره یې خپل واک ونه شو ژغورلی.
سامانیانو خپل تیت و پرک جنګیالي راټول کړل او په ۱۵۱۲ ز کال یې بابر ته ماته ورکړه.
لرغوني افغانستا خلک چې له مخې سونیان ول او د صفویانو له مذهبي تاوتریخوالي نه دومره په تنګ راغلي وو، چې ازبک خانان او شیبانی واکمنان یې له دي نه غوره ګڼل.
ده هرات نه تر مروې او همغسې تر بلخ پورې هغه کیسه خوله په خوله شوېده، چې د صفوي شاه اسماعیل جنګیالیو چې کله په مرو کې د محمد شیباني نوموړي وخوړ نو د خلکو کرکه یې راوپاروله.
له محمود ساغر، چې د دې پېښې په ناسته کې حاضر وو، وایي د مړو د خوړلو په موخه د شېعه صوفیانو شمېر دومره ډېر شو، چې یو شمېر کسانو یو د بل پر وړاندې چړې ووېستلی.»[4]
هر څه ازبک مشرانو ته څرګند وو، نو ځکه يې د خلکو په ملاتړ او جاني بیګ په مشرۍ بلخ ونیو او بیا تیمور سلطان مخ په هرات او سلطان عبید الله مشهد ته ورننووت.
لکه څرنګه چې جاني بیک صفوي حکمران کمال الدین محمود وواژه دارنګه تیمور سلطان هم دوه تنه صفوي سوفیان، د حافظ زین الدین د کسات او غچ اخستو په پلمه په دار وځړول.
ولې د دوئ واک لنډ مهاله وو، ډېر زر صفوي ځواکونو مشهد او هرات لاندې کړل، عبید الله او تیمور سلطان بیرته ماورالنهر ته ستانه شول.
صفوي جنګیالیو د تېر په څېر د درې سوه (۳۰۰) تنو په شاوخوا کې، چې د پاڅون کوونکو مشران غوري شهاب الدین، قاسم کرخي او نور هم وو په دار وځړول او بیا به په کوڅو کې قزلباشان په داسې حال کې چې تبرونه په لاس او کڅوړې به یې په اوږو وي ګرځېدل او په لوړ اوازو به یې د اسلام درې تنه خلیفه ګان کنځل او خلک به یې ګواښل، چې د دوئ کنځلې بدرګه کړي.
صفویانو د افغانستان په خلکو او د ایران په سونیانو دومره ظلمونه کړیدي، چي له چنګیز او تیمور نه وروسته ددوئ تاوتریخوالی مذهبي ترهګرۍ، کرکې او د سیاسي فاشیزم ساری لږ لیدلی کېږي.
خو له بده مرغه ډېر لږ تاریخپوهان پېژنو، چې د دوئ د ناوړه کړو وړو پخلی یې کړیدی ،ولې د صفوي پېر تاریخپوهانو،د دوئ په ټولنیزو ناخوالو سترګی پټی کړي او پردی پرې اچولي دي.
د حبیب السیر او احسن التاریخ له قوله، قزلباشانو یوازی په طبس کې اوه (۷۰۰۰) زره سونیان ووژل.
د احمد کسروي د څرګندونو پر بنسټ: «په صفوي تاریخونو کې تل تر ډېره بریده د شاه اسماعیل صفوي په ناسمو کړو وړو، په ځورونو او خونړېیو وژنو پرده غوړولې ده، نه یوازې تاریخپوهانو، بلکې د صفوي پېر «فقي» پوهانو هم پرې سترګې پټې کړي دي.»[5]
له مشهد، تبریز او هرات نه وروسته، چې دغه مهال شاه اسماعیل صفوي هم په مشهد کې صفویانو د ازبکانو د ماتې په موخه د افغانستان نورو سیمو، اندخوې، فاریاب او د افغانستان یو شمېر نورو شمالي سیمو ته مخه کړه.
ددوئ د خونړنیو یرغلونو په ترڅ کې، چې د افغانستان په شمال کې به کوم تن چې د رپوټ له مخی د دوئ پرې شک کېده د کورنۍ غړي بی تر ګواښ لاندې ونیول چې هغه تن ورپه ګوته کړي.
که د کورنۍ غړو ته به معلوم نه وه چې پلار او یاد کورنۍ بل خواخوږي یې چېرته دی؟ نو بیا به یې د بدن غړي ترې پریکول، سترګې به یې ترې وېستلی او کورنیو ښځو او میرمنو ته به یې داسې سزاوې ورکولې، چې د بشریت په تاریخ لږ ساری لري.
د صفویانو وحشت دې کچې ته رسیدلی وه، که کوم شېعه عالم به ووېل، چې د سونیانو دغه ډول ټولوژنه په اسلام کې ځاي نه لري نو هم وژل کېده.
د ساري په توګه کله چې په ۱۵۱۰ ز کال کې صفوي شاه اسماعیل هرات لاندې کړ، نو د شافعی مذهب یو ستر عالم، چې فرید الدین تفتازاني نومېده او خلکو به شیخ الاسلام ګاڼه د شاه اسماعیل له خوا په یوه ګڼ شمېره سیمه کې په دار وځړول شو او بیا یې د هغه مړی وسوځوه.
«شاه اسماعیل په جګړو کې د شیعه مذهب د خپرولو په موخه دوه سوه پنځوس (۲۵۰) زره سوني او د نورو مذهبونو پلوی مسلمانان ووژل شول.»[6] .
د هرات خلک نه یوازې د شاه اسماعیل صفوي د جنګیالیو د ګواښ قرباني وو، بلکې د ماورالنهر ازبکانو، شیبانیانو او د تیموري ګورګانیانو له خوا هم وځپل شول اود هغوئ له لاسه یې هم ښه ورځ نه درلوده.
د افغانستان وګړي د تاریخ په دغه پیر کې د صفویانو، شیبانیانو او بابریانو د ځواکونو له خوا ګواښل کېدل. د همدغو غمیزو په لړ کې یوه بله خواشینوونکې پېښه د هرات له زندان نه د کندهار د پخوانی والي شجاع بیګ ذوالنون تېښته وه.
صفوي شاه اسماعیل بیا خپل خونړی پوځ هرات ته واستوو او امر یې وکړ، چې چا هم د شجاع بیګ په خوشې کولو کې مرسته کړي وي، باید ووژل شي.
په همدې پلمه (۱۵۱۲ ز کال) قزلباشانو هم ښار چور کړ او هم یې د هرات خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه واړول او بیا یې سپارښتنه وکړه، چې کندهار ته مخه کړي او شجاع بیګ، چې هر چېرته وي باید له مینځه لاړ شي.
بل لور ته د هېواد په مرکز او شمال کې د غرجستان او چخچران خلکو د میرزا محمد زمان او امیراردو شا د صفوي دولت پر ضد پاڅون وکړ.
سره د دې چې صفوي شاه اسمعیل یو شمېر ځواکونه کندهار ته لېږلي وو او یو څه لښکر یې له ځان سره خپلې پلازمېنې تبریز ته ولېږدوو، خو بیا هم د ۱۵۱۴ ز کال پاڅون له ماتې سره مخ شو.
سلطان شاه اسماعیل له هغې وېرې، چې په ۱۵۱۳ کال یې په اذربایجان کې د سلطان سلیم عثماني له لاسه ماته وخوړه او له خپل پلاز تبریز نه وتښتېد، نو ځکه یې خپل زوی طهماسب د مشهد، نیشاپور، هرات او په ټوله کې د افغانستان د شمال لویدیځې سیمو والي وټاکه او یادې سیمې د خراسان په نوم ونومولې (۱۵۱۵ ز کال) او خپل ولیعهد یې هلته واستوه.