پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+اروپا د ګاز کمښت د کړکېچ د حل په درشل کې| عزت...

اروپا د ګاز کمښت د کړکېچ د حل په درشل کې| عزت الله پېژاند، د پوهنتون استاد

اروپا د ګاز کمښت د کړکېچ د حل په درشل کې
هوښيار او پوه ملتونه څنګه ځان د نورو له احتياجه خلاصوي؟

د ۲۰۲۲ زېږديز کال په پيل کې پر اوکراین د روسيې له پوځي يرغل وروسته په اروپا کې له روسيې څخه د راواريدېدونکي ګاز بيه پاموړ لوړه شوه. د بيو دغه لوړتيا تر ډېره د ګازوه په بازار کې د وېرې يا پنيک له امله وه. اروپا چې له يوې خوا د ياد بريد له امله پر روسيې غوسه وه او له بله پلوه د ګازو د اخيستو په برخه کې ورته اړه وه، او د امريکا د يو ملګري په توګه يې بايد د ياد هيواد له تاريخي دښمن (روسيې) سره خپلې سوداګريزې اړيکې پرې کړي او په دې توګه يې د يادهيواد اقتصاد ته درنه لغته ورکړې وای، د پاڼ او پړانګ ترمنځ ګيره ليده کېده.

د دې ترڅنګ امريکا له فرصت څخه په ګټه اخيستنې هڅه کوله او کوي چې اروپا خپل د ګازو د بازار په توګه وکاروي، له دې سره له يوې خوا خپل دغه ستراتيژيک ملګري ته ځان نږدې او خواخوږی وښيي، او له بله پلوه دغه ملګری په راتلونکي کې د ځان محتاجه کړي. خو تر څه غور وروسته اروپا خپلې درې عمده ستراتيژيکې پرېکړې داسي اعلان کړې:
۱. غواړي په خپل قلمرو کې د ګازو بديل پيدا کړي،
۲. اروپايي ملت به تر ممکن بريده د ګازو په کارونه کې کمښت راولي,
۳. روسي ګاز به په روسي روبل نه، بلکې د پخوا په څېر په خپله کرنسۍ (يورو) پېري.‌

تر دغو دوو پرېکړو وروسته که څه هم په لومړي سر کې د اروپا په بازار کې د ګازو بيه پاموړ لوړه شوه، خو د ياد توکي کمښت ډېر محسوس نشو. له بله پلوه لکه څرنګه چې تصور کېدی د ژمي له پيل سره چې همدا اوس دوام لري، او هره کورنۍ د خپلو کورونو د تودولو لپاره ګاز ته اړتيا لري، بيې ډېرې لوړې نشوې او ښکاري چې د پسرلي په رارسېدو سره به د بيو ګراف بيرته عادي او ثابت حالت راوګرځي.

خو له دې سره سره به د ګازو د بديل د موندنې چارې روانې وي او په ياده برخه کې له هر پرمختګ سره به اروپا ورو ورو ځان د روسيې او امريکا له احتياجه خلاصوي. په دغه برخه کې تر ټولو دوه مهم غوراوي او بديلونه له لمريزې انرژۍ او د تودونکو پمپونو څخه کار اخیستنه ده، چې نسبتأ ارزانه او اسانه اټکل شوي، خو دا يوازيني غوراوي نه دي.

په هر حال، ددغې لنډې ليکنې هدف دا و چې پوه شو څنګه ملتونه ځان د نورو له احتياجه خلاصولای شي. افغانستان هم يو له هغو هيوادونو دی چې د خپلو زېرمو لرلو سره سره د انرژۍ په برخه کې تر اتيا سلنې پر نورو هيوادونو متکي دی. که په ياد هيواد کې يوه قانونمنده او منل شوې اداره واک تر لاسه کړي، دا خوب تر ډېره په حقيقت بدلېدای شي.

په همدې هيله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب