جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد کندهار چارواکي: د« ولي کامل بت شکن» ملا عمر جامع جومات...

د کندهار چارواکي: د« ولي کامل بت شکن» ملا عمر جامع جومات مو پرانیست

تاند:( جمعه، د جدي نهمه) ‏‏د کندهار لپاره د طالبانو ځايي چارواکو ويلي، چې نن یې د دې ولايت په کچه تر ټولو لوی مسجد« جامع عمر» چې د طالبانو د تحریک د موسس ملا محمد عمر مجاهد په نوم نومول شوی، پرانيستی دی.

د کندهار لپاره د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر ويلي، چې پر دغه جومات له کلونو راهیسې کار روان و.

سرچینه زیاتوي، چې دغه جامع جومات اوس د لمانځه لپاره چمتو شوی او پاتې چارې به ېې هم ژر بشپړې شي.

د طالبانو په اړونده اعلامیه کې د ملا عمر نوم سره د « ولي کامل بت شکن» لقب هم ياد شوی.

ملاعمر د خپلې واکمنۍ په وروستيو کې د باميان ولايت د بودا د لرغونو مجسمو د الوزولو امر وکړ، چې په بوتان ویجاړ او د فرهنګي فعالانو په باور د افغانستان فرهنګي عظمت ته ېې درنه صدمه ورسوله.

طالبانو نه دي ويلي، چې ياد شوی لقب ېې رسمآ د خپل تحريک موسس ته ورکړی کنه؟

دوی د نوموړي په نوم د جوړ کړي جومات جزییات نه دي په ډاګه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...