شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد پاکستان لخوا د استاد یاسر د نیولو ۱۴ کاله پوره شول

د پاکستان لخوا د استاد یاسر د نیولو ۱۴ کاله پوره شول

تاند:( جمعه، د جدي نهمه) ‏د طالبانو د يوه مشهور مشر او مطبوعاتي څېرې استاد یاسر زوی عمار ياسر وايي، چې د پاکستان له لوري یې د پلار د بندي کيدو ۱۴ کاله نن پوره شول.

نوموړي د تېرې مياشتې د هغه پيل کړي انلاين کمپاین د پایلو په اړه څه نه دي ويلي، چې د پلار د خوشې کیدو لپاره ېې په ټولنیزو رسنیو کې پیل کړی او د طالبانو له مشرانو څخه ېې په دې اړه د هڅو غوښتنه کړې وه.

 عمار ياسر، چې د طالبانو د قطر دفتر غړی دی، تېره میاشت ویلي وو، چې د دوبۍ استخباراتو یې د پلار د ژوند او پاکستان کې د بندي توب معلومات ورکړي.

د هغه په وينا،‌ دغه معلومات يې د طالبانو د حاکمې ادارې چارواکو سره شريک کړي او اوس د ټولنيزو رسنيو له لارې هم ترې غواړي، چې د پلار د موندنې او خلاصون لپاره یې اقدام وکړي.

استاد یاسر، چې په امريکا او کابل پوهنتون کې ېې د داود خان د واکمنۍ پر مهال زده کړې کړې وې د پخواني شوروي د یرغل پر مهال د جمعيت اسلامي تنظيم مخکښ غړی او د عبدالرب رسول سياف په مشرۍ د اسلامي اتحاد تنظیم مرستیال و.

هغه د صبغت الله مجددي په مشرۍ د جهادي تنظیمونو د حکومت د فواید عامې وزیر هم پاتې شوی و، خو د تنظيمي جګړو له پیلیدو سره ېې بې طرفي غوره او د تنظیمونو په منتقد بدل شوی و.

نوموړي د طالبانو د تېر رژيم ملاتړ کاوه او له سقوط وروسته ېې د فرهنګي کمیسیون مشري کوله.

ياسر يو ځل په ۲۰۰۵ کې پاکستاني ځواکونو له پېښور څخه ونیوه او امریکایانو ته وسپاره، خو په ۲۰۰۷ کې یوه ايټالوي بندي سره تبادله او په ۲۰۰۸ کې بیا پاکستاني ځواکونو له پېښوره ونیوه.

ویل کیږي، چې طالبان او د نوموړي کورنۍ له ۲۰۱۰ راهيسې له هغه سره اړيکې نه لري او ورته ويل شوي وو، چې یاسر د پاکستان په یوه زندان کې وژل شوی.

استاد یاسر، چې د طالبانو يو ډېر موثر تبلیغاتي مبلغ بلل کېده، د افغانستان په اړه ېې د پاکستان سیاستونه په توندو ټکیو نقدول او له سختو مخالفانو ېې بلل کېده.

د یاسر د ژوند په اړه تازه خبرونو ته د طالبانو چارواکو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو یوه منتقد جلال امرخیل د استاد یاسر زوی ته د تیرې میاشتې د پيل کړي کمپاین په اړه پر ټویټر پاڼې لیکلي وو:«هغه امارت، چې د نړۍ شپږ پنځوس ملکونه یې مات کړي دي.پاکستان ته داسې دي، لکه بې ادبي دې معاف وي…استاد یاسر ورنه په ټویټري هشټګونو غواړي.»

طالب چارواکو او وياندويانو د استاد یاسر په اړه تر اوسه هیڅ نه دي ویلي.

2 COMMENTS

  1. دا هڅی به هلته موثری وی چي مجاهدینو یی وزیر درلودی، اوس هم د مجاهدینو په موثر فشار کیدی شی توجه ورواوړی خو زیاد مسئولیت د امارت د هغو کسانو دی چي د پاکستان له موثرو ادارو
    سره نژدی اړیکی لری،که وغواړی۰

  2. دا خو به هغه وردګ یاسر نه و، چې د پاکستان او ضیاالباطل صفتونه به یې کول او د افغانستان د خلکو او دولتونو پرضد به یې پراخ تبلیغات کول. په یوه ویدیو کې لیدل کېدل چې پاکستاني پولیسو یو سپین ږیری له پښو نیولی او په سرک یې هرې خواته کشوي . د پردیو جاسوسان آخر په خپل دام کې نښلي او د سپیو په شان بې سواله او بې ځوابه وژل کیږی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب