تاند:( جمعه، د جدي نهمه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوڅ د طالبانو له حاکمې ادارې غوښتي، چې د دیپلوماتانو امنيت یې تضمین کړي، څو بیرته کابل ته خپل دیپلوماتان واستوي.
نوموړې په تازه څرګندونو کې ويلي، چې د دې موضوع تر څنګ به د ډیورڼد فرضي کرښې په اوږدو کې د ناندريو د مخنيوي او ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه طالب چارواکو سره خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله په وروستيو خبرو کې پر افغانستان د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته د پاکستان د تحريک طالبان ډلې د فعالیتونو د زیاتیدو خبر ورکړی او د طالبانو اداره ېې په دې برخه کې ګرمه ګڼلې ده.
پاکستان بيا -بیا ادعا کوي، چې ټي ټي پي ډله د افغانستان له خاورې د دوی خلاف بریدونه سمبالوي، خو د افغانستان د حاکمو طالبانو تر څنګ ټي ټي پي ډلې دا ادعاوې رد کړي دي.
څو اونۍ مخکې په کابل کې د پاکستان پر سفارت د یوه مرموز برید پر مهال، چې مسوولیت یې داعش ډلې پر غاړه واخيست، د پاکستان د سفارت يو امنيتي کارکوونکی برسېرن ټپي او ورسره پاکستاني ډيپلوماتان د امنيتي ننګونو په پلمه له افغانستان څخه ووتل.
افغان شنونکي باور لري، چې پاکستان د طالبانو له ادارې سره هم پېچلې لوبې کوي، له يوې خوا یې افراطي پریکړو او خپل ملت او نړۍ سره دښمنۍ ته هڅوي او له بل لوري یې نقدوي او منزوي کوي، څو افغانستان سره د نړۍ د اړيکو مرکز دوی وي.
پنجابیان لکه چې د خپل ملا له ناز او دیپلوماسي نه پښېمانه شول ؟