دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهافراسياب خټک: ط-انو پر افغان ښځو تر اسراییلو ډېر ظلم روان کړی

افراسياب خټک: ط-انو پر افغان ښځو تر اسراییلو ډېر ظلم روان کړی

تاند:( جمعه، د جدي نهمه) ‏د پښتونخوا مشهور ملتپال سياستوال افراسياب خټک وايي چې بهرنيانو د طالب ټوپکمارانو په وسیله د افغانستان اشغال کړی او دا اشغال د اسراییلو له لوري د فلسطین تر اشغال هم ډېر خطرناک دي.

نوموړی زیاتوي:« دغه اجیران د افغان کیدلو تر پردې لاندې داسې ظلمونه کوي، چې حتا اسراییل یې نه شی کولی لکه چې په ښځو د ژوند او په جینکو د تحصیل دروازې تړل.»

د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو سخت او ورځ تر بلې زیاتیدونکي بندیزونه په پراخه کچه نورو مخالفتونو سره هم مخ شوي دي.

له دې کبله سره طالبان ادعا کوي، چې د ښځو حقونو ته ژمن دي او « د اسلامي شريعت په چوکاټ» کې به ېې حقونه ورکړي.

طالبانو په وروستیو کې د خپلې تېرې دورې په شان افراطي اقداماتو ته مخه کړې ده. که څه هم ځینې ګومان کوي چې طالبان په دې توګه غواړي چې نړیوال تر فشار لاندې راولي چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني خو ډیر نور فکر کوي چې دا ډول اقدامات به طالبان لا ډېر منزوي او افغانستان به د نړیوالو له بشري مرستو بې برخې کړي.

1 COMMENT

  1. او مردار خوره دپانجاپ پوخ دپشتونخوا په سلګونه پیغلی ځوانان او سپینګیری ورک او نادرکه کړل پرهغویی تجاوز وکړ او خاوره یی تری قبضه کړه ته بی وقوف دافغانستان په باره کی دحقوقو ناری وهی لاړ شه او بی وقوفه دپښتونخوا دنادرکه ښځو پوښتنه دپنجاپی څخه وکړه مردارخوره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب