دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون لاسلیکیږي

ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون لاسلیکیږي

تاند:( جمعه، د جدي نهمه) د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د دوی د اوبو او انرژۍ وزير مولوي عبداللطیف منصور د یوه پلاوي په مشرۍ د مزارشريف د حیرتان بندر له لارې د وارداتي برېښنا د تړون په موخه ازبکستان ته تللی.

طالبانو نه دي ويلي، چې دغه پلاوی یې کوم نوی تړون لاسلیکوي که مخکینی تړون تمديدوي.

د طالبانو اعلامیه د مولوي منصور له قوله لیکي: (موږ نن د وارداتي برېښنا د تړون په خاطر ازبکستان ته سفر کوو او له نېکه مرغه موږ توانېدلي یو، چې د تېر حکومت ۳۵ میلیونه ډالره قرضونه هم ورکړو.)

هغه زیاته کړې، چې د واکمنۍ د یو نیم کال په موده کې د برېښنا لګښتونه هم ورکړل شوي او خلک دې د برېښنا د نشتوالي په اړه هېڅ اندېښنه نه کوي.

د ملا منصور په وینا،د دوی او ازبکستان ترمنځ د برېښنا قرارداد لاسلیک شوی، خو هغه نه دغه قرارداد په اړه نور څه نه دي ويلي.

 مولوي منصور د هېواد په لويديځ کې د بادي برېښنا د شبکې د جوړولو خبر ورکړ او ويې ويل، چې په پام کې ده په هرات او فراه کې د ١٦٠٠ میګا واټه ظرفیت په لرلو سره د بادي برېښنا يوه شبکه جوړه شي، چې پرمټ به یې د خلکو اړتیاوې تر یوه حده پوره کړي.

هغه زياتوي، چې هېواد ته به لازیاته برېښنا وارده کړي او له خلکو یې هم وغوښتل، چې په دې برخه کې پاملرنه او احتیاط وکړي.

ملا منصور په تازه څرګندونو کې ژمنه وکړه، چې په ټول هېواد کې به د برېښنا د بېلونو د ورکړې لګښت یو شان کړي، ترڅو د ټولو ولایتونو خلک وکولای شي، د برېښنا بېلونه په یو شان دولتي حساب ته ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب