جمعه, مارچ 29, 2024
Homeکالمونهجهانيد سولي وروستی هلي ځلي | عبدالباري جهاني

د سولي وروستی هلي ځلي | عبدالباري جهاني

په افغانستان کي د زیات و کم څلوېښتو کالو راهیسي جنګ روان دی. د دې څلوېښت کلنو تحمیلي جنګونو په جریان کي، داسي تاوان نسته چي د افغانستان اولسونو ته رسېدلی نه وی. وروستي جنګونه، چي پر افغانستان باندي د متحده ایالاتو او د هغوی د لوېدیځو او ختیځو متحدینو په یرغل پیل سوي دي، له تقریبا پنځلسو کالو راهیسي روان دي؛ او اوس یې د یوه بشپړ ملي بحران بڼه غوره کړې ده. دا جنګونه په لومړي سر کي د کندهار په حوزه او ورپسې په ټولوپښتني سیمو کي پیل سول او اوس یې له بدخشان څخه تر بادغیس او نیمروز پوري ټول هیواد اخیستی دی. د جمهورریس اشرف غني د یوې وروستی وینا په اساس، په وروستیو څلورو کالو کي یوازي پنځه څلوېښت زره پوځیان وژل سوي دي. د ټپیانو او معیبوبینو شمېر خدای ته معلوم دی. ملکي تلفات تر دې هم زیات دي او طالبانو ته به هم حتما په دغه اندازه او یا په دغه حدودو کي تلفات رسېدلي وي. له ټولو قراینو څخه ښکاري چي جنګونه به په روان کال کي، د پسرلي له موسم څخه، نور زور هم واخلي او د راتلونکو کلونو درک معلوم نه دی.

د جنګونو له امله د رسېدلو زیانونو او کړاوونو په باره کي به ځکه څه نه وایو چي هر څه وایو تکرار دي او چي هر څه ووایو لا به هم کم وي. په عمومي صورت ویلای سو چي سوله د ټولو مظلومو اولسونو، چي د هیواد په سلو کي څه باندي پنځه نیوي جوړوي، ګډه او د هري ورځي غوښتنه ده. امریکایانو او د افغانستان دولت، په لومړي سر کي، طالبانو ته د اشرارو د یوې وړې ډلي په سترګه کتل او داسي تبلیغ یې کاوه چي دا د پاکستان د پوځی استخباراتو د ادرې آي ایس آی په لاس جوړه سوې ډله به نن وي که سبا وي په بشپړه توګه له منځه ځي او په هیواد کي به دایمي کراري راسي. منورینو هم ویل چي که امریکا پر پاکستان باندي فشار واچوي دا ډله د مقاومت توان نه لري. سترو حکومتي مقاماتو به ویل چي امریکا باید د پاکستان په خاوره کي دننه د طالبانو د روزني مرکزونه بمباري کړي او په هغه خاوره کي یې له منځه یوسي. البته دا ټوله کارونه د نه کولو وه ځکه نو یو کار هم ونه سو او جنګ همداسي دوام وکړ.

په وروستیو میاشتو کي، له خلکو سره هغه وخت د یوې دایمي سولي د ټینګېدلو هیلي پیدا سوې چي د امریکا جمهورریس ډانلډ ټرمپ له افغانستان څخه د پوځونو د ایستلو ږغ وکړ او له طالبانو سره یې د سولي د خبرو لپاره خپل خاص استازی ډاکټر زلمی خلیل زاد افغانستان او سیمي ته واستاوه. خلیل زاد په سیمه کي ډېر سفرونه وکړل، له طالبانو سره یې په دوحه کي وکتل او ټاکل سوې ده چي د فبروري پر پنځه ویشتمه بیا هم ورسره وګوري. خو، پرټویټر باندي، د هغه له هغه وروستي خپاره کړي پیغام څخه داسي ښکاري چي امریکایان، لا هم، په نیژدې راتلونکې کي، له افغانستان څخه د وتلو خیال نه لري او په دې توګه به ګواکي د جنګ اصلي عامل، چي د خارجي پوځونو حضور دی، تر نامعلومي مودې پوري پاته وي.

د سولي د ټینګېدلو لپاره نوري ډېري هلي ځلي سوي دي خو نتیجه یې نه ده ورکړې. تر څو چي په وروسته کي ماسکو دې میدان ته ځکه ودانګل چي له اتلسمي پېړۍ راهیسي په دې سیمه کي پوځي او سیاسي حاکمیت، نفوذ او ګټي لري. هغه که د افغانستان په چارو کي، لږترلږه تر امریکا او لوېدیځي نړۍ، چي له ډېري لیري فاصلې څخه یې دلته مداخله کړې ده، ځان مستحق بولي او د سولي په کارونوکي یې ځکه د مداخلې کولو جرأت وکړ چي امریکا په دې جنګ کي عملا ناکامه ده.

روسیې، څه باندي یوه میاشت مخکي، د طالبانو لپاره، په ماسکو کي یوه نسبتا وړه غونډه او دا ځل یوه ډېره پراخه غونډه، چي د شیرمحمدعباس ستانکزي په مشری د طالبانو ډېر پراخ هیات برخه پکښي درلوده او د هیواد د پخواني جمهورریس حامدکرزي په شمول د افغانستان ډېر زیات سیاسي مشران او جنګ سالارانپکښی شامل دي ، را وبلله. په دې غونډو کي، د هر چا د انتظار په خلاف، ډېري سپیني، جدي او معقولي خبري وسوې. او سړي ته یې د سولي د راتلونکي په باره کي امیدونه پیدا کول. ما هیڅ فکر نه کاوه چي قانوني، طالب او عطا نور دي یو وخت خبرو ته سره کښېني او د یوه بل خبري دي په دومره سړه سینه واوري. زه له خپلو هغو منورینو او د نظر خاوندانو څخه چي د جنګ له زلزلو، بمونو، ځان مرګو حملو او ډزو څخه په زرهاوو میله لیري، د غرب په آرام سیوري کي، پراته دي، د یوه وطندار په حیث، هیله کوم چي دې وروستیو خبرو او انکشافاتو ته یو څه په مثبت نظر وګوري او پر نیګ شګون یې ونیسي.

د ډاکټر اشرف غني حکومت ځکه په غوسه دی چي نه ډاکټر خلیل زاد چنداني ری پکښي وواهه او نه د ماسکو په خبرو کي چا د برخي اخیستلو ست قدر ورته وکړ. طبیعي خبره ده چي د هغه طرفدارو منورینو، شاعرانو، ژورنالیسټانو او مطبوعاتو په یوه خوله او یوه آواز د ماسکو خبري وغندلې.

زه له خپلو منورینو او پوهانو څخه هیله کوم چي ډېر ژر منفي دریځ مه غوره کوی. خیر دی د یوه لنډ وخت لپاره، پر خپلو ځانونو او مغزونو زور راولی؛ ګیلاس نیم ډک وګوری او پر نیم تش باندي سترګي پټي کړی. زه یقین لرم چي اکثر منورین به زما په څېر بې معلوماتو وي او د کافي معلوماتو د نه لرلو په صورت کي قضاوتونه که غلط نه وي نو نیمګړي خو حتما وي.

داسي به یې فرض کړو چي دا خبري له سره سوي نه وای. طالبانو، یونس قانوني او عطانور له سره سره کتلي نه وای. نو څه پېښېده؟ جواب هیڅ دی. منطق حکم کوي چي نتیجه د عمل محصول وي. که عمل نه وي، طبیعي خبره ده، چي نتیجه یا صفر او یا ښايي، د نورو اجتماعي عواملوپه اساس، منفي وي. موږ په داسي حال کي چي د پردې تر شا د معاملو او سازشونو څخه تقریبا هیڅ اطلاع نه لرو نولي داسي بېصبره سو. او که راته په غوسه کېږی نه نو زه به یو سوال لا بل وکړم او هغه دا چي تاسي په ریشتیا هم فکر کوی چي زموږ لیکني او منفي عکس العملونه د چا د پالیسی پر ټاکلو کومه اغېزه لري؟ هغوی که زموږ په لیکنو او نظریاتو کي ری وهلای نو حتما به یې زموږ نظر غوښتی وای او یا به یې په یوه غونډه کي د برخي اخیستلو بلنه راکړې وای. خدای دي وکړي چي ماته په غوسه نه سی؛ وایم داسي نه وي چي څوک مو په کلي کي نه پرېږدي او موږ وایو چي آس مو د ملک په کور ک�� وتړی.

زما له خپلو ټولو منورو وطندارانو څخه هیله دا ده چي لږ صبر وکړی. هر انکشاف ته له یوې مثبتي زاویې وګوری. ګوندي وي چي دا وروستی خبري د دایمي سولي په لاره کي، چي د ټول مظلوم افغانستان د کلونو ارزو ده، یو ښه پیل وي.

که څوک داسي فکر کوي چي له دې غونډو څخه دي روسیه، پاکستان، ایران، سعودي عربستان، ترکیه او… د خپلو ګټو لپاره استفاده نه کوي نو دا خیال به له سره باسو. موږ مظلوم او محاصره سوی هیواد  یو او د سولي د ټینګېدلو په بدل کي به دې ټولو ظالمانو ته، لږترلږه تر یوه وخته پوري، خپلي ونډي ورکوو. موږ به تر هغه وخته پوري چي پخپله پرپښو درېږو د دې ټولو ظالمانو ګټي په نظر کي نیسو. موږ د یوموټي، خپلواک او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د جوړېدلو لپاره ډېر ویرژلي پړاوونه په مخ کي لرو. د سولي دې وروستیو خبرو ته، د سولي د ټینګېدلو د اوږدې پروسې په لاره کي د یوه لومړي نیمګړي ګام په سترګه وګوری. زه یقین لرم چي د ډاکټر اشرلف غني حکومت به، ډېر ژر یا لږ وروسته، د سولي په خبرو کي ځانګړی مقام ولري. موږ منورین که د سولي په ټینګېدلو کي مرسته نه سو کولای نو په تخریب کي یې باید برخه وانه خلو.

و ماعلینا الی البلاغ.

4 COMMENTS

  1. ښاغلی محبوب او ګران مشر جهانی صاحب
    السلام علیکم

    عزتمنده تاسو ښاغلی پدغه لیکنه کی د افغانی سولی، ادب او حوصیلی په هکله ډیر خواږه او د اصولو او منطق په بنآ بشپړ معلومات ذکر کړی وه، الله ج دي تاسو ته د وطن په دغه ملی او اهمو مسایلو کی د لیکنو لا ډیر زیات توفیق درکړی.
    په احترام

  2. jahaney sahib salamoalikum[if you think karzai and his team want peace in afghanistan? no.//MOSCOW CAN NOT HELP WITH PEACE.
    MOTHERANDER CAN NOT BE BETTER FROM REAL MOTHER.
    because karzai want power by russia in afghanistan..not by election.
    he want to make one other aaino mina.
    karzai and his team is professional of corruption&drug mafia.
    you do not belive TALIBS ARE pakistani isi soldiers.
    karzai want to afghanistan become play yard between usa &russia,
    karzai have connection with iran.
    thousands of talib prisoners get release from jail by karzai.
    karzai&talibs are two face of one coin.
    ASHRAF GHANI BRING MORE REFORM TO COUNTRY.
    HE CAN BRING POSITIV ECONOMICAL CHANGE IN COUNTRY.
    IF TALIBS WANT PEACE CAN SPEAK WITH AFGHAN GOVERNMENT.
    SOON WILL COME MORE CASUALTY TO THE AREA.THANK YOU

  3. سلام
    افغا نان دیر زیات منفی گرا خلگ دی بل خبرہ دادہ کہ چارک پوھہ ولری نو د من دعوہ کوی او کہ خلاف د مسلک دیر مھم مقام ورکر شی نہ وایی چی دا زما کار نہ دی د نوم او شھرت لپارہ یی منی ما نا داچی نہ وایی چی زہ اھلیت نہ لرم
    تاسی وگوری چی افغانان خومرہ پہ سیالی کی ورک دی ماسکو تہ د یو کشمش او خلویشت قلندرہ لشکر تہ گوری او کہ کرزی بلنہ ورکری وی دا دکرزی دبن معاھدہ نہ وہ بلکی روسان ھم غواری چی د سولی پہ برخہ کی مرستہ وکری
    چخانسوری ورتہ د علمی کن فرانس نوم ورکر چی علمی نہ وہ بلکی د جور جاری ھلی خلی مقدماتی برخی دی
    اصلی خبری تہ راشم ستا خبرہ سمہ دہ پوھہ ،درایت، متانت صبر او حوصلہ د لیدرشف لہ دیرو مھمو تکو خخہ گنل کیزی سرہ لہ دی چی مونز دیر ستر تاریخ ، آئین او عقیدہ او مقاومت لرو ۔ اوس دا وخت رارسیدلی چی نری سرہ پہ ڑبہ باید پوہ شو او دھیواد ملی زعامت تہ د مسولیت،رسالت پہ سترگہ وگورو
    سولہ او تفاھم دھیواد بقا او ٹبات لپارہ حیاتی اھمیت لری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب