دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeمقالېدرید مورنۍ ژبې له پاره هڅې او د پښتو پر ځای اردو نصاب

د مورنۍ ژبې له پاره هڅې او د پښتو پر ځای اردو نصاب

آصف بهاند  

په داسې حال کې چې څو ورځې وروسته (د فبرورۍ یوویشتمه) د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ده او افغانان په ځینو هیوادنو کې د دې ورځې د لمانځلو له پاره تیاری نیسي، له هغې ډلې نه په ډنمارک کې پتیل شوې ده چې یاده ورځ د روانې فبرورۍ په شپاړسمه نېټه د یو علمي سیمینار په ترڅ کې ولمانځي او دا نړیوالو ته وښيي چې په مورنۍ ژبه باندې تعلیم د هر کوچني حق دی او دا بیا، بیا وویل شي چې مورنۍ ژبه باندې زدکړې څومره اړینې او علمي دي.

دا په نړیواله کچه یو منل شوی حقیقت دی چې په مورنۍ ژبه باندې زدکړې د هر ماشوم حق دی، خو د نړۍ په هر گـوټ کې دا حق له افغان ماشومانو نه اخیستل شوی دی. د همدې له پاره موږ هر کال مورنۍ ژبه لمانځو او د مورنۍ ژبې د ورځې لمانځنه یوه تفریح او وخت تېرونه نه ده. دلته یا د نړۍ په هره بله برخه کې چې د مورنۍ ژبې ورځ لمانځل کیږي، اصلي موخه یې د خپلې مورنۍ ژبې د بقا او غنا له پاره مبارزه او هلې ځلې دي.

د ملګرو ملتونو، د یونسکو ادارې له خوا، د مورنۍ ژبې لمانځنه، د نورو موخو تر څنګ، یوه اساسي موخه یې دا ده، چې د نړۍ چارواکي او فرهنګیان، په دې خبر کړي چې:

«هر ماشوم، باید په خپله مورنۍ ژبې زده کړې وکړي»

خو له بده شامته چې د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په اتمه نېټه، په بي بي سي پښتو کې داسې یو خبر خپور شو چې د همدې روان کال په اوږدو کې به، په پاکستان کې د افغان ښونځیو نصاب بدل کړای شي. د پښتو او دري پر ځای به ټول مضامین په اردو او انگلیسي ژبه باندې وي.

د خبر په یوه برخه کې راغلي دي:

«پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې اړوند ټولو افغان ښوونځیو کې روان کال د نصاب بدلولو پرېکړه شوې ده.

افغان زدکوونکي چې تر دا مهال یې ډېری کتابونه پښتو دي او دري مضمون هم لري په ځای به یې په اردو او انګریزي ژبه کتابونه لولي.»

تر اوسه پورې د دې پریکړې مرجع نه ده مالومه. د اوس له پاره خبره د پاکستاني ادارو، د كډوالو د خوندیتوب ادارو د ښوونځیو ادارو او ملگرو ملتونو د مسؤلو ادارو تر منځ داسې سره ورکه ده چې مسولیت یې هیڅچا نه دی منلی.

یوازې په پاکستان کې د کډوالو خوندیتوب اداره خپل نظر څرگند کړی دی، هغه هم په دې ډول:

«… پاکستان کې د کډوالو خوندیتوب اداره وايي، د نصاب بدلولو پرېکړه یې د نړیوالې ښوونیزې پالیسۍ له امله ده چې د کډوالو خوښه هم پکې شامله ده.

اسلام اباد کې د دې ادارې یوه ویاند بي بي سي ته وویل، چې کوم هېواد کې کډوال له دوو تر دریو لسیزو وخت تېر کړي، نو د پالیسۍ له مخې د همغه هېواد نصاب پلی کېږي.»

خو د کډوالو مشران او د زده کونکو کورنۍ وايي چې موږ خبر نه یو او دا پریکړه ځکه نه منو چې زموږ له پاره په مورنۍ ژبه باندې تعلیم له هره اړخه مهم دی، هم له علمي پلوه او هم زموږ د مورنۍ ژبې د خوندیتابه په خاطر، ځکه پښتو مورنۍ ژبه زموږ هویت دی او موږ دا پریکړه نه منو او که چېرې تطبیق هم شي، موږ خپل اولادونه افغان شخصي ښوونځیو ته لېـږو، نه داسې ښوونځیو ته چې هلته تعلیمي نصاب په بله ژبه وي.

د کډوالو یو مشر اول ګل وایي:

«… د مورنۍ ژبې پرېښول د خپل کلتور او تمدن پرېښولو په مانا دي… پښتو مې د پلار نیکه ژبه ده، څوک چې د پلار نیکه ژبه پرېـږدي دا له خپل قام سره زیاتی کوي…»

که دا پریکړه د مهاجرینو له پاره د ملگرو ملتونو د ادارې (UNHCR) په چوکاټ کې شوې وي؛ نو په حقیقت کې دا اداره د ملگرو ملتونو د بلې ادارې (یونیسکو) د هغې پریکړې په مقایل کې درېدل دی چې د فبرورۍ ٢١ مه نېټه د يونېسکو له خوا د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په توگه پېژندلې ده او اوس هم د اورځ په نړیواله کچه لمانځل کېږى. او که د کومې پاکستانې ادارې د کوم پروگرام او فشار له مخې دا کار کېدونکی وي؛ بیا خبره بل ډول ده.

په هر صورت چې وي، که دا پریکړه تطبیق شي، له یوې خوا به  دا د ملگرو ملتونو د ادارو ترمنځ یو د بل په مقابل کې درېدل وي او له بلې خوا به له ټولو هغو ماشومانو سره ستره جفا وي چې په خپله مورنۍ ژبه باندې له زدکړو بې برخې کېـږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب