تیر ۱۸ کاله افغانستان د امریکا د جنګ په لومه کې دی. د ټروریزم خلاف د امریکا جګړه یوه داسې جکړه ده چې نه تعریف لري، نه یې محدودیتونه په ګوته شوي او نه یې پټې موخې چا ته معلومې دي. ډیره لویه موده امریکا په نړی کې دا جګړه وکړه د عراق جګړه په دې لړ کې یو شمېر ډیرو انتقاداتو سره مخ شوه او بالاخر امریکایان دې ته اړ شول چې عراق پریږدي. تر دې د مه د عراق په اړه هم داسې انګیرنه ده چې امریکایانو ترې دونې څه بود نکړل چې د جګړې د مصارفو په تناسب برابر وي. ټرمپ، د انتخاباتي وعدو پر اساس، د دې وضعیت بدلون ته ملا تړلې او غواړي چې د جکړو څخه د امریکا لاس را لنډ کړي ځکه امریکایانو ته د اقتصاد په میدان کې چین او د بریکس ځینې هیوادونه یو غټ چیلینج دی او که امریکایان په دې نه ختمیدونکو جګړو بوخت وي مشکله ده چې په نړی کې خپله اقتصادي لوړتیا وساتي.
افغانستان هم ددی پلان یوه برخه ده چې د متحده ایالاتو جمهور ريیس د سوریې څخه د پوځ ویستلو وروسته اعلان کړ. ده وویل چې دوی غواړي د افغانستان جکړه هم پای ته ورسوي. همدا راز د ټرمپ د اوسنۍ وینا چې د امریکا کانګریس ته یې وکړه هم دا خبره څرګنده وکړه چې که افغانستان کې د سولې خبرې کامیابې شي نو د افغانستان څخه به خپل پوځ بیرته راولو. زما په اند د امریکا د خبرو د اجنډې څخه یوه نکته دا هم ده چې امریکا غواړي چې طالبان پر دې راضي کړي چې دوی ته محفوظه او با عزته لار وکړي چې خپل پوځیان وباسي تر څو نړیوال غرور ته یې هم کومه صدمه ونه رسیږي.
افغانستان کې د سولې خبرې له څو لوریو پیل دي. یو لوری د ولسمشر ډاکټر غني په مشری حکومتي ډله ده چې د سولې په باب خپل پلان او میکانیزم لري. بل طرف امریکایان دي چې د زلمي خلیلزاد په مشری د سولې پروسه مخ ته وړي او بله ډله طالبان دي چې اوسنی دولت مشروع نه ګڼي او غواړي سوله د دوی د جوړ شوي میکانیزم له لیارې وشي. په افغانستان کې شته سیاسي ګوندونه، اشخاص او پخواني چارواکي هم سولې لپاره خپل خپل میکانیزم او موقف لري. اوس مهال مشکل دلته دی چې دا ټول طرفونه غواړي چې سوله راشي خو په عین حال کې پکې د دوی ګټې هم تضمین شي او له دوی هیڅوک دا نه غواړي چې د سولې له امله سیاسي قرباني شي. ددی لپاره دا اړینه ده چې د سولې په باب یوه ملي اجماع رامنځ ته شي تر څو د ټولو طرفونو تر منځ قدر مشترک معلوم شي او بیا د هماغه قدر مشترک لپاره د یو میز شاته د خبرو لپاره را ټول شي. هغه موضوعات چې ضمني دی، کیدلای شي د ډیر وخت وروسته د ډیرو جلسو او ناستو په نتیجه کې لاسته راشي. اوس که راشو وګورو په حقیقی ډول دا اجماع شتون نه لري. دا د حکومت اولنی کار وو چې باید د ملي اجماع لپاره یې د خپلو سیاسي رقیبانو او یارانو ټولې اندیښنې لرې کړې وای او د قدر مشترک د پیدا کولو لپاره یې ددې اجماع په جوړښت فکر کړی وی.
څو ورځې مخکې د روسيې په پلازمینه مسکو کې د سولې په باب یوه غونډه دایره شوه چې ویل کیږي د رویسې مشیتو افغانانو د اتحادیې لخوا جوړه شوې وه. دې غونډې ته د حکومت په شمول طالبان، دافغانستان د سیاسی ډلو مشران، پخواني حکومتي چارواکي او ځیني سیاسي فعالان غوښتل سوي وو. په دې ډله کې د حکومتي چارواکو څخه پرته ډیرو سیاسي څیرو ګډون وکړ. په عین حال کې دا غونډه ولسمشر د حکومت د تضعیف لپاره هڅې وبللې او ویې ویل چې دا غونډه کوم اجرایي صلاحیت نلري، له دی امله دا غوڼده به د سولې په اړه کوم رول ونلري. له روانو جریاناتو داسې ښکاري چې سوله هم د سیاسي رقابتونو ښکار شي او په نتیجه کې افغان ولس هیڅ لاسته رانه وړي.
د روسيې د غونډې په اړه له ډيرو تشویشونو سره سره یو څو نکتې داسې شته چې باید له پامه ونه غورځول شي:
اوله دا چې دا جوته ده چې د افغان حکومت، سیاسي طرفونو او طالبانو تر منځ قدر مشترک نشته، چې د سولې د پروسې لپاره ډیر اړین دی، او د روسيې غوندې په دې لړ کې دا لاسته راوړنه درلوده چې د حکومتي چارواکو نه غیر د ډیرو سیاسي طرفونو او طالبانو تر منځ د افکارو او خیالاتو تبادله وشوه او په اخر کې د اعلامیې په خپرولو دوی دا ثابته کړه چې ددوی تر منځ په ځینو مشترکو خبرو او غوښتنو هم آهنګي شته.
دوهم دا چې د طالبانو راتګ په اړه د ټولنې ځینې برخې ډیر تشویش لري او یو له هغوی د ښځو برخه ده. د ښځو د حقوقو فعالانو او ښځینه کارمندانو سره دا تشویش دی چې که طالبان کابل ته راشي بیا به لکه د پخوا په څېر ددوی دایره ور تنګه کړي. د روسیې په غونده کې ددې مشکلاتو په اړه د ښځو په نمایندګۍ فوزیه کوفي شرکت کاوه. هغې له جلسې ورسته امریکا غږ ته وویل چې طالبانو وعده کړې چې د ښځو دایره به نه محدودوي او آن تر دې چې ښخې کولی شي وزارتونه او ریاستونه لاسته راوړي، طالبان به په دی اړه ستونزه ونلري. دا مثبت پیام هم د روسیې د غونډې له لیارې ممکن شو.
دریم ��ا چې ځینې پخوانیو طالبانو، د طالبانو د وخت حکومت چارواکو او طالب پلوه سیاسي څیرو چې په کابل کې میشت دی، هم په دې ناسته کې ګډون درلود. دې کې هیڅ شک نشته چې دا کسان ټول پر طالبانو او د هغوی پر موقف تر اوسه تاثیر لري او کولی شي چې دوی طالبان ځینو داسې خبرو ته راضي کړي چې شاید ممکنه نه وي بل څوک دا کار وکړای شي.
څلورم دا چې په دې غونډه کې د حامد کرزي د حکومت چارواکو او د جمعیت اسلامي مشرانو ګډون درلود. دوی هغه څوک دي چې د خپل قدرت پر مهال یې طالبانو ته تر ټولو زیات زیان رسولی. د روسیې په غونډه کې د دوی څرګندونې ډیرې مثبتې وې او دوی طالبانو ته یو رنګ اطمینان ورکړ چې دوی اوس په هغه مواقفو نه دي ولاړ او غواړي چې د سولې لپاره په خپلو تېر وتنو اعتراف وکړي.
دا د روسيې د غوندې مثبتې نکتې وې او په دې کې شک نشته چې د حکومت ضدو سیاسیونو تر شا دې کوم سیاسي شوق وجود نلري خو د حکومت وقت مسؤلیت دا دی چې ددې په ځای د سولې به اړه منفي ګرايي وکړي باید داسې غوندې او ناستې د ملت او خلکو په ګټه پر یو فرصت تبدیلې کړي.