شنبه, اپریل 27, 2024
Homeکالمونهقانعزه مو ولې وښکنځلم؟ / عصمت قانع

زه مو ولې وښکنځلم؟ / عصمت قانع

زه په وړکتوب کې یتیم شوم، جوالیتوب مې هم کړی دی، په ستلونو کې مې نانوایانو او د ښار سماوارچیانو ته له ژورو څاګانو اوبه را اېستلې دي او د ورځې مې شل افغانۍ روزانه کړې ده. په اصلاح سقاوي مې هم کړې ده.

لوڅې پښې ګرځېدلی یم. وږې خېټه او بې دوا رنځ مې هم تجربه کړې دی. لوږې، بې چارګۍ، بېوزلۍ، نیستۍ او دربدرۍ د خپل هېواد پر لمن د بسیا انسان له درد او غم سره خورا ښه اشنا کړی یم.

همدغه د ولس غم مې وو چې لاسو او پښو ته یې زولنې را واچولې، د خلک دیموکراتیک ګوند په اقتدار کې مې د غزني په زندان کې د پښو نوکان و اېستل شول.

د مجاهدینو په صفونو کې مې د افغانستان پرضد د پردۍ جګړې قومانده ولیده. د طالبانو په حاکمیت کې مې د خرییلې ږیرې په جرم د کیبلونو ګوزارونو ته د پښتیو پنجرې سپر کړې.

د رباني نظام راته د افغانستان د بقا پرضد د مافیا توطیه ښکاره شوه، کنه رباني خو سپین چکونه راکول، دده د نظام په لومړي سر کې په مخالف سنګر کې ودرېدلم، علت یې یوازې دا وو چې د افغانستان لپاره مې د خطر او ګواښ احساس ترې کاوه.

افغانستان راته ګران وو، افغانستان مې د ایمان برخه وه، افغانستان مې د ناموس ستر وو، افغانستان مې د اجدادو هدیره وه، افغانستان مې د بچو د نیکمرغۍ نسخه وه، افغانستان مې یوازینۍ هستي وه، چې زه او زما فکر په کې زېږېدلی او روزل شوی وو او افغانستان مې هر څه دی.

کله چې به مې سوچ کاوه چې د محشر ورځ به کومه ورځ وي، یو ځل به ورېږدېدم او له ځان سره به مې وویل: د افغانستان نشتوالی به د اسرافیل شپېلۍ وي، چې افغانستان نه وي جهان نشته. دا خاورینه کره نشته او هماغه ورځ د محشر ورځ ده، هماغه ورځ قیامت دی، هماغه ورځ هر څه ختم دي. اوس هم د افغانستان سر ته خطر د قیامت او محشر علامه او نښانه بولم.

د جمهوري ریاست په دریم ځل انتخاباتو کې له یوه کاندید سره هم نه وم، که څه هم خلکو ګونګي سردار ته منسوب کړم، خو هېڅکله مې په میډیا کې د ګونګي سردار ډمامه ونه غږوله.

د حامد کرزي ځینې ملي دریځونو قناعت راکړی وو، خو د حکومت او حاکمیت برخه یې ونه ګرزېدلم. د جناب ډاکتر محمد اشرف غني په بري یو کال وړاندې خبر وم، ځکه له نړیوالو پوځیانو څخه افغاني ظرفیتونو ته د انتقال ماموریت څه وړوکی ماموریت نه وو، څوک چې لږ سیاسي شعور ولري پوهېږي چې ددې ډول ماموریت عاقبت څنګه نتیجه لري؟

خو ما خپل ملاحظات بربنډ کړل، منافقت مې ونه کړ او د منافقت چل مې نه وو ایزده، ما ویل چې د ډاکتر محمد اشرف غني په وجود کې به یوه داسې لوبه جوړه شي چې د افغانستان وحدت ته به خطره وي.

په هماغه وخت کې مې ورته ولیکل چې دسیسه درک کړي، د افغانستان د کمزورتیا لپاره د یوه خنثی حکومت د جوړېدلو نسخه تر کار لاندې ده.

زه په غني کې دا ځواک نه وینم چې د ملي بقا په سنګر کې داسې ملهم شي، چې ګنې د جواسیسو جراثیم د زخم له ژورو ریښو څخه منع کړي.

غني پاک انسان دی، اکاډمیک کادر دی، هېڅوک هم پر هغه باندې د جفا او خطا تور نه شي لګولای، خو غني عالم دی او په اکاډمیک ډګر کې یې ژوند تېر شوی دی، ځواني یې هم علمي هڅو او منډو خوړلې ده او د بوډاتوب کوچ یې هم اکاډمیک تحقیق ورڅخه ټول کړی دی.

سیاست د جمناستیک لوبه ده چې په آن واحد کې په سلهاوو مانورونه غواړي، غني د سیاست په کږو کوڅو کې جمناستیکي لوبه نه شي کولای.

راځئ له سره داسې انتظام جوړ کړو، چې ټول واحد افغان ملت غه بهرنۍ دسیسې ته متوجه کړو، چې وکولای شي تر څو د واحد افغان ملت لپاره د واحد حکومتي زعامت او قیادت خالیګاه ژر تر ژره ډکه شي.

ځینې خلکو زما همدغه ملاحظات د ډالرو مزدورۍ وبلله، سپکې سپورې یې راته وویلې، وه یې ښکنځلم، ویې رټلم، بد یې راته وویل، رد یې کړم، چا ویل چې نور دې لیکنې نه لولم، چا ویل پر ماین وختلې ولاړې غرق شوې.

چا راته ویل چې د پښتون دښمنو حلقو د لاس ګوډاګی شوی یې، خو ما به د خوشحال په وینا کې د خپل زړه څړیکو ته دم او دارو غوښتل او یا به مې په پښتو لنډیو کې د زخمونو زنګونه تازه کول:

که هر څو یې سمومه نه سمېږي

پښتانه دي د کږو کاڼو دېوال

ما چې د شپې په خاموشۍ کې د تور دیب کومه ډارونکې څېره لیدلې وه، هغه بربنډه شوه، هغه اوس تاسې ټول وینئ.

د افغانستان اساسي قانون چې له یوې اوږدې بې ثباتۍ وروسته ددې هېواد د بقا لپاره یوازینۍ د اعتماد وړ نسخه وه، عملاً له داسې ګواښ سره مخامخ دی چې ټوله څېره یې د فراکسیون بازۍ په نوکارو باندې زخمي کېږي. هېواد عملاً د یوه دوه سره حکومت لخوا تر تهدید لاندې دی.

نن مې په مطبوعاتو کې د جناب جمهور رئیس او ډاکتر عبدالله عکسونه ولیدل چې د ناټو له عمومي منشي سره یې اخستي وو. داسې ښکارېدل لکه یوې خوا ته چې د فلسطین محمود عباس ولاړ وي او بلې خوا ته د اسرائیلو بنیامین.

داسې لکه یوې خوا ته چې د عراق صدراعظم ولاړ وي او بلې خوا ته د ترکیې جمهور رئیس، داسې مې انګېرل چې یوې خوا ته نریندرا مودي ولاړ دی او بلې خوا ته نوزا شریف.

یو هېواد، یو قانون، یو حکومت او دوه سره نماینده ګي، دا څه معنی؟

زه په دغه تصویر کې فاجعه وینم، زه په دغه تصویر کې د افغانستان جنازه وینم، زه په دغه تصویر کې د سپکاوي منظره وینم، افغانستان ته په کې بې حرمتي وینم.

وروڼو! زه نه وایم چې زه د یو پښتون په توګه پر تاجګ برتري غواړم. موږ یو ملت یو، موږ یو ملت وو او موږ به یو ملت واؤسو. د تاجک شرف، د ازبک عزت، د پښتون هویت، د هزاره حیثیت، متحد افغانستان دی.

که اوس هم جمهور رئیس خپل هغه واکونه چې اساسي قانون ورکړي دي په خپل لاس کې واخلي او د خپل هغه تحلیف پر اساس چې د اساسي قانون د ساتنې لپاره یې د لوی خدای (ج) په نامه کړی دی، وفادار پاتې شي، زه یې چپړاسي یم!

په یوه فرمان مقرر شوي دې، په بل فرمان د افغانستان د بې عزتۍ له کاروباره وګرزول شي، دا یې دنده ده.

زما اختلاف د افغانستان له مخالفینو سره دی او وه به اؤسي، نو درنو لوستونکو له ما سره اختلاف وکړئ، خو ما مه ښکنځئ، زه ګیله من یم چې ولې مو وښکنځلم؟!!!!

17 COMMENTS

  1. قانع صیب ریښتیا چې اصیل افغان یې او د ریښتوني افغان زوی یې ستا هغې مینې ته چې ته یې دې خاورې اوملت سره لرې هزار ځله سلام او که ما ستا په وړاندې کومه بي ادبي کړي وي هغه هم زما ددې ملت سره مینه وبوله او هم یې درڅخه بښنه
    خدای دې وکړي چې په دې خاوره کې ستا په شان ریښتني بچیان ډیر شي

  2. قانع صیب سلامونه
    د هیواد روان حالات هر افغان نن ګیلمن کړي دی تاسې په ښکنځلو مه مایوسه کیږي دا د افغانانو دود دي ، زه به یوه کیسه درته وکړم څو کاله وړاندي کندهار ته وړلاړم له یو دوکاندار نه مې غوښتل څه واخلم ومې کتل خو خوښ مې نه شول بیر ته چې راوتلم نو دوکاندار وویل ماغودیه چی نه یی اخلی ولی مې ناق په زحمت کوي ما ورته وویل ولی د ښکنځا وکړه هغه وویل ما خو ښکنځل نه دی کړي هغه وویل ماغود زموږ اطلاح ده نو هدف مې دا دی چې ښکنځل د افغانانو عادت یا اطلاح شوي ده بس همغه پاس شعر دی د هر څه دوا کړه
    که هر څو یې سمومه نه سمېږي

    پښتانه دي د کږو کاڼو دېوال
    ښه وخت

  3. قانع صاحب
    ته ښکنځلووړ نه یی هرچاچی تاته داسی څه ویلی دهغوی ظریفیت ډیرکم دی اوباید ګیله ورڅخه ونه کړو
    تا هروخت دافغانستان په درژړی دی اواوس هم ترډیروخوښمن یی
    روښتیا هم دولس مشر په همدی کړنوبه دافغانستان هویت ته سخته صدمه ورسیږی اوس یی لاسر دی
    چی ښاغلی نه سره جوړیږی اودکابینی څخه یی دکوړی اچار جوړکړه
    افغانان باید راویښ شی اوداساسی قانون ترپوښښ لاندی دی اولس مشر ته واک ورکړل شی کنه
    دهیواد راتلونکی موپه ډیروتاریکیو کی لویدلی اومونږ ټول به یی قربانی کیږو
    په درنښت

  4. قانع صیب !
    ستا له نظر او درازی اندیشے سرہ متفق یم او لاس په سلام .
    په لحاظ د خدای داسی بی شرمانه حرکت چی په دی مشرتوب کشی دی د نړ‎ۍ په بل کوم ھیواد کشی چا لیدلی او یابه یو مثال پیش کړ‎ی
    خیر دا ملت کوم آبرو او وقار لری ؟
    د اجرائ چارو رئس دی کوم سربراہ ندی او نه د وزیر خارجه مقام لری .
    اول په دی سفر کشی ورسرہ ملگری ولی دی .
    د یوہ مډال په ورکړ‎ہ د امریکا د سفیر په سینه داسی غوټی ور وھی لکه وچموری اولاد چی له موره شیدی غواړ‎ی

  5. قانع صاحب تاسو په هم هغه وخت کی په رښتیا هم په یوه لیکنه کی د ګونګی طرفداری کړی وه اوس به هم په همدغه تاند ویب پاڼه کی موجوده وی موږ هم هغه وخت کی پر تاسو نیوکه کړی وه خو د کنځلو خوله د خدای پاک څخه نه عواړو او نه دا جرت ځانته ورکو چی چا ته کنځل وکړو.
    را به شو ډاکټر صاحب اشرف غنی ته موږ د تر اوسه هم د ډاکټر صاحب اشرف غنی تر شا ولاړ یو خو دا پدی معنی نده چی هغه که هر څه کوی موږ با یی شاته ولاړ اوسو خدای ج شته چی غبرګو تصویرونو پر موږ هم بده اغیزه کړی وی. راځی چی لږ صبر وکړو دا حکومت د جوړ شی . اشرف غنی لکه تاسو چی اشاره کړی ده پاک انسان وو او دی انشالله چی پاک به پاتی شی، اشرف غنی نه د چوکۍ شوکی دی او نه د شتمنۍ یوازینی هدف یی په افغانستان کی افغانانو ته خدمت کول دی، نو پدی خاطر باید لیوانو او پړانګانو ته یی تنها پری نه ږدو تر یو ځایه به ورسره مزل وکړو ډیر امکان شته چی خبره جوړه شی. او که بیا هم همدا ډوول وو او همدا لرګۍ نو نه به ورته ګډیږو په ګډه به اواز پورته کوو تر څو یی بیرته ځمکی ته لکه چی پخپله یی ویلی وو راکوز کړو.

  6. دښکنځلو به وې، ځکه یې ښکنځلی یې. تاهم په خپله لیکنه په ناحقه نورو ته ښکنځلې کړې وې چې وخت ناسمې وخېژولې.

  7. قانع صاحب سلامونه او احترامونه مو ومنی
    وایی چی کاروان تیریږی او سپی به غاپی
    د خلکو خولی هم څوک نشی بندولی اوس خو انارشی ده او هرڅوک هرڅه وغواړی وایی او لیکی یی. کله چی زمونږ په هیواد کی دموکراسی ټینګه شی او هر څه د قوانینو په چوکاټ کی تنظیم شی نو بیا به څوک بی مسوولیته خبری نه کوی او که څوک کوم غیرقانونی عمل وکړی نو بیا به جریمه هم ورکوی.
    هیله ده خپل افغانی او اسلامی رسالت پرځای کړی او د افغان ځوانانو په روزلو او د دوی د اذهانو په روښانولوکی خپل نه ستړی کیدونکی کارته دوام ورکړی. الله ج د اوږد عمر او پراخه حوصله او زغم در کړی.

  8. محترم عصمت قانع صاحب!
    ستاليکنی دهر چا خوشيږی داولی چه ټولی ليکنې دی شايسته کلی والی بڼه لری مګر کله چه سياست ته راشی لګ څه تو هين اميزه خبری په ليکنه کی کوی .
    زه به درته يوه لنده واقعی قصه ولیکم?
    قصه:
    مجاور احمد زيار ديوه قتل په ارتباط ګرفتار او نظامی استخباراتو ته ئ راوست.
    دنظامی استخباداتو درياست معاون ډګروال ګل عثمان خوستی وو هغه ورسره نهايت انسانی بر خورد وکړ دکومی مرجع سره په تماس کی شو هدايت ور کړل شو چه فعلاء ئ دپلچرخی جنائ محبس ته وليګی.
    نو ګل عثمان خان ورته وويل چه زه نور صلاحيت نه لرم شخصي خدمت رآته ووايه ده وويل چه زه پيسی نه لرم ګل عثمان خان جيت ته لاس کړه او دخپل جيب څخه ئ ( ۵۰۰) افغانی ورکړی او روی ماچی ورسره وکړه دپلچرخی محبس ته ئ وليزه.
    کله وروسته دشپږم دجدی دپلچرخی دمحبس څخه راووت نو يوه لويه قصه ئ (دپرچميانو په دستور چه خپله هم پرچمی ګرځيدلی ووعنوان ئ وو دسترګو ليدلی حال) دوطن دمطبوعاتو له لاری چاپ کټ,مټ ئ ستا غوندی جريان ليکلی وو،.
    نو هيله مند يم چه ليکنه واقعی بڼه ولری علاوه ددی څخه چه ليکنه خوږه وی ليکوال ته هم دقدر په سترګه ليدل کيږی.نو ضرور نه ده چه دکوڅو په خبرو يو وطن فرسته او علمی تو لنه په بی ځايه خبرو تهديد کړي.

  9. قانع صاحب! سلام. که چا تاسو ته بد او رد ویلي وی نو ګیله د حق دی او باید د تاسو نه بخښنه وغواړی. خو تاسو هم باید خپلي غلطی ته ځیر شی هغه دا چه تاسو د اشرف غنی په شخصي حریم برید کړی وه (هغه د ناروغ او د کار وړ نه وه ګنلی او د هغه واک ته رسیدل دی د افغانستان په تاوان ګنلي وه بدون له دی چه د چه د خپلی ادعا لپاره دقیق استدلال وکوی) او تاته په کار وه چه خپله خبره دی بیرته اخستی وایئ. تاسو ښه لیکوال او ملی شخصیت یاستي خو کله هم داسی فکر ونه کوی چه تاسو د هر چا په هکله څه ولیکې خلک به یئ د کاڼی کرښه ګني. اوس هم ناوخت نه دی چه تاسو خپله خبره بیرته واخلي. تاسو هغه پښتون مه کیږی چه په خپله خبره که غلطه هم وی تر اخره ودریږی. هر څه مکمل تور یا سپین نه وی, ښه ته ښه او بد ته باید بد ووایو او د هری دعوي لپاره باید استدلال وړاندی شی.تاسو داسی لوی شخصیت مه کیږی چه د بل چا نیوکي ته په ځواب ویلو شرمیږي او در ته بی ضروریته ښکاري.

  10. قانع صاحب سلام
    ته يو غښتلی افغان اوپښتون یی
    هیڅوک دښکنځلو حق نلری .ته دخپل نظر ورکولو .حق لری

  11. قانع صاحب په زړه کی پرټولو ګران یې.ته هم په سیاست کې ګوتې وهی چې کله ناکله عکسلعمل لری, او ستا دلیکلو ډول هم ډیر سپین سترګۍ دۍ او هرڅه بربنډ, روک او ساده لیکې.چې اوښان ساتې دروازی به دې لوړی جوړوې. عمر دی ډیر او پر ماټو دی برکت سه,

  12. قانع کاکا ته د ښکنځلو لايق نه يې، او هر چا چي تاته ښکنځل کړې هغه دي بيرته له تا بخښنه و غواړي، ته يو وطندوسته انسان يې تا د وطندوستۍ په لاره کې ډېر تکليفونه ګاللي دي او لا هم لګيا يې ګالي يې

  13. قانع صاحب سلامونه نیکي هیلي ورسره د اخترمبارکي درته وایم
    له څلورو لسيزو د تعلیم له خواږه نعمت بې برخي شوي یو
    چا توپک په لاس اخیستی
    څوک چې ټوپک نلري شخصیت وژنو ته یې مخه کړي ده
    دا یواځي ته نه یې چې څوک دي وښکنځي د موږ ټول مشران په وارو وارو ښکنځل شوي
    خدای شاهد ده چي ما د ډیرو خلکو نیوکي لوستی خو داسي څه می نه دي تر سترګو شوي چې ښکنځل یې وګڼم ځکه فیسبوک پراخه نړۍ ده او زما ملګري د ۱۵۰۰ په خوا او شا کي دي
    د دوو رقیبو هیوادو تر منځ لوبه وه
    له هغو هیوادونو سره دوستي او دښمني په خپل ځای
    خو خدای شته چې د دوو مخورو افغانانو دغه شرط ودردولم ځکه په ګټلو او بایللو یې ګټه نه وه موږ ته یې یواځي زیان د څراغ په شان روشانه وو ځکه یا مو د جلال اباد د فتحي بریت له لاسه ورکول او یا هم د نبي کریم ص ږیره دواړه افغانان
    تاسې چې د افغانستان د بقاء لپار کوم دروند بار ته اوږه ورکړي .
    همدا ستونځې به ګالۍ هسي هم موږ په خپلو مشرانو پسي هغه وخت ارمان کړی چې کله زموږ په منځ کې نه وي او علت یې څلور لسیزي جګړه ده
    تاسې که څومره مخالیفین لرۍ تر هغو زیات مینوال هم لرۍ د مایوسي هیڅ خبره نشته
    ستاسو د خوشحالي او کامیابي په هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب