Homeروغتیاپه افغانستان کې پر ایچ آی وي د اخته کسانو شمېر ۱۰٪...

په افغانستان کې پر ایچ آی وي د اخته کسانو شمېر ۱۰٪ زیات شوی

تاند- د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په هیواد کې په ایچ آی وي باندی د اخته کسانو شمېر په سلو کې ۱۰ زیات شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، تراوسه دغه وزارت په ایچ آی وي یا د ایډز په ویروسو د اخته کسانو ۱۶۹۴ قضیې ثبت کړي خو حقیقي شمېر تر دې ډېر دی.

د عامې روغتیا وزارت وايي، ممکن په ټول افغانستان کې به ۴۵۰۰ تنه د ایډز يه ویروسو اخته وي.

د ایډز ویروس په وروسته پاتې هیوادونو کې زیات خپرېږي ځکه چې د اقتصادي ستونزو له کبله له یو وار استعمالېدونکو ستنو او پیچکاریو کار نه اخیستل کېږي، د وینو بانکونه یې هم پوره خوندي نه وي او ناروغ په اسانه نه تشخیص کېږي.

ایډز د جنسي رابطې او د وینې له لارې له یوه انسانه بل ته سرایت کوي.

ایچ آی وي د مخدرو موادو د استعمالوونکو په منځ کې خورا عام دی ځکه چې نشه یان له ورته ستنو څخه کار اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...