شنبه, مې 4, 2024
Homeروغتیاد فشار ناروغي| ډاکتر صافی

د فشار ناروغي| ډاکتر صافی

د وينې لوړ فشار

 High Blood Pressure or Arterial Hypertension  دوينې لوړ فشار، هغه ناروغي ده چې په سلګونو ميليونونړېوال پرې اخته دي٠ که په دې مرض اخته وګړي، تداوۍ يا درملنې ته اړ شي، معمولا، د ژوند تر پايه بايد خپله دوايي، هرو ورځ په منظم ډول وخوري.

 د ويني لوړ فشار،يا بهتره ونومول شي د شريانونو لوړ فشار، د زړه، دماغ، بډوډي ،سترګو، پښو او د بدن ټولو غړو ته ضرر اوصدمه رسولی شي٠

 د فشار ناروغي، د شکرې د ناروغۍ، سګرټ څکولو، د ويني د غوړ د زياتولي او ورته نورو حالاتو پشان، د زړه يا قلب د سکتې او بيکفايتې، دغه راز د دماغ يا ماغزو دسکتئ چې نتيجه ئي فلج دی، د بډوډو د بيکفايتۍ، د ړنديدو يا دسترګو د ليد د کمزورتيا،د پښو ددرد او حتی قطع کولو،دجنسي فعاليت دضعف او ورته ناروغيو په رامنځ ته کېدو کې ستر نقش يا رول لوبوي٠ پدې ناروغئ اخته وګړي، معمولا کوم خاص شکايت نلري،او نتيجتا،دې ناروغئ نه بې خبره وي٠په همدې وجه، نوموړي ناروغان،داسې فکر کوي چې دوي درملنې ته اړ تيا هم نلري٠نتيجه داشي چې ناروغ خپله دوائي پخپل سر قطع او دخپلې روغتيا سره لوبې کوي٠ دويني فشار څنګه اندازه کېږي؟ د وینی فشار د سیمابو دعمودي ستنې، په ملي متر mmHg سره اندازه کیږي.

کله چې فشار کتل کیږي، دوې شمیری ثبت شي. د بیلګې په توګه، ١٠٠/١٨٠ داسی لوستل کیږي :١٨٠ پر ١٠٠ دلته ١٨٠ شمیری ته سیستولیک يا Systolic فشار ویل کیږي. معني:دا هغه فشار دی چې شریانونو ته، زړه وينه پمپ کوي. دويمه ثبت کړی شوې شمیری ته دیاستولیک يا Diastolic فشار ویل کیږي.

دا هغه فشار دی چې په شریانونو کې د زړه د استراحت په وخت کې منځته راځي٠دزړه د استراحت نه مطلب دا چې دزړه جوفونه،دبدن نه دوريدونو له لارې وينه تر لاسه کوي٠

د وینی نارمل يا لوړ فشار؟ دفشار د درجې زياتوالی دمختلفو نورو نارغيو دې شتون يا نه شتون په وجه تعبير او تفصير کيدی شي٠ که يو شخص بله هيڅ ډول ناروعې ونلري خو دنوموړي شخص دوینی فشار په پر له پسی توګه هر ځل تر٩٠/١٤٠ زیات ثبت شي، نو ویل کیږي چې د وینی فشارئي لوړ دی. دې وينې دفشار ډولونه یواځی سیستولیک فشار لوړ شي مثلا ٨٠/١٨٠ یوازی دیاستولیک فشار لوړ شي، مثلا ١١٠/١٣٥ یا داچې دواړه يعنې سیستولیک او دیاستولیکل فشارلوړ وي مثلا ١١٥/١٩٠روستيو څېړنو جوته کړی ده چې دځوانانو لپاره دواړه، سيستوليک او دياستوليک مهم دي،خو تر ٥٠ کلنئ روسته سيستوليک فشار عمدتا د توجه وړ او مهم ګڼل کيږي٠

د پاملرنې وړ دی چې نارمل فشار د مختلفو نارغيو په وجه په بل ډول تفسير او تعبير کيږي٠مثلا د شکرې په ناروغئ اخته وګړي ته لازمه ده چې دويني فشار یې ٧٠/١٢٥ اوتر هغه نږد ي کته وساتل شي٠ د فشار اله د فشار د ازموينې سيمابي اله تر ټولو ښه ده٠ برقي الات ژر خرابېږي، خواستعمال یې اسانه اوبسيط دی٠ چاغ او دې غټ بازو لرونکي ناروغان،غټ بازوبند ته اړتيالري٠ ښې ياچپ بازو؟ که فشار لوړ وي، فشار بايد په دواړه بازوګانو کې وکتل شي٠

هريو چې تر بله لوړ وي،په راتلونکې کې کتل کيږي٠ اسباب ددې ناروغۍ سبب اکثر نامعلوم وي،کيدی شي جنتيک فکتورونه ولري٠ دا ډول لوړ فشار داساسي لوړ فشار يا Essential Hypertension په نامه ياديړي٠ يوازې په سلو کې ٥ ناروغان،دې يوې بلې ناروغئ،لکه دبډوډي يا هورموني او ورته ناروغيو په وجه دويني لوړ فشار لرلی شي،دې ډول ته ثانوي يا Secondary Hypertension ويل کيږي چې ګڼ شمير ئي ځوانان وي٠

 ځينې وخت د حاملګۍ په دوره ،خاصتا لومړي حمل کې د وينې فشار لوړ شي چې مور او ماشوم ته خطرناکه دی٠ ! دځيني خلکو د وينې فشار د ډاکتر دليدو سره لوړ ځي د وينې فشار د تمرين يا ورزش ، د الکولي مشروباتو، قهوه، سګرت، بيخوبۍ، روحي فشار، قهر اوغسه او نورو عواملو په وجه لوړېدی شي٠ نولازمه ده چې د ويني فشار دفزيکي او ررواني لحاظه په يو مناسب او ارام فرصت کی اندازه کړی شي٠

درملنه

هغه وګړي چې چاغ دي بايد خپل وزن کم کړي٠ ورزش،دسګرټو نه څکول،دالکولي مشروباتو په څښلو کې احتياط او دې غسې او سترس نه ډډه مهم شمېرل کيږي٠

په خوړو که مالګه مه اچوئ، ځکه چې د انسان د ضرورت وړ مالګه په خوراکي موادو کې په پراخه پېمانه شته٠ له خپل ډاکتر سره منظمې اړېکې ولرئ څو ستاسو د فشار نه علاوه، نور امراض چې دې لوړ فشار سره معمولا ملګرتيا کوي ،هم تشخيض او تداوي شي٠

د طبابت په بازار کې د وينې د فشار د درملنې لپاره په لسګونو ډوله دواګانې شته٠ ستاسو ډاکتر به  ستاسو دعمومي روغتيائي حالت په څېړلو سره تاسې ته لازمه مشوره او نسخه درکړي٠پدې ناروغئ اخته وګړي،اکثرا يو ،دوه،درې اويا ګڼ شمېر دواګانو ته اړ وي٠ستاسو ډاکتر به کله ناکله دستاسو دفشار او صحي حالت پربنسټ،ستاسو مجوزه دواګانو ته تغير ورکړي،خو پياد ساتۍ چې که تاسو په رښتيا سره دويني دفشار د راټيټولو لپاره دوا دارو ته اړتيا لرئ،نو درملنه مو تقريبا همېشنئ ده،هيڅکله هم خپل درملنه پخپل سرمه قطع کوئ.

 په درناوی داکټر صافی

2 COMMENTS

  1. داکټر صاحب دیره مننه چې د فشار د ناروغۍ په هکله مو مالومات په لیکه کړه.
    پوښتنه: زه ۴۰ کلن یم او سر خوږ لرم.:یدې شی زما فشاز پورته وي؟

  2. زما سلامونه هم ومنئ،
    کیدې شی د وينې لوږ فښار د سر دردي سبب شي: خو
    1-داکتر ته ورشئ او فشا مو وګورئ.که ستاسو فشار ډیر لوړ نه وي نو په قوی احتمال،ستاسو د سردردي عامل به بل څه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب