جمعه, مې 17, 2024
Homeکالمونهننګیالله ملګري سره چټ/ شهرت ننګيال

له ملګري سره چټ/ شهرت ننګيال

   زيارت

  • په وردګانو کې مې ته اصلي هغه وموندې …
  • څنګه …؟
  • په خرپ پسې ګرځې …
  • ټو ل په دغه غضب ککړ يوو …
  • خرم صاحب خوند او خرپ دواړه ووهل …
  • که څه هم دا دنصيبونو خبره ده، خو خرم صاحب د برخې خاوند دی دده له رويه ارګ څه چې دنيا اباده ده …
  • ارګ تل اباد وي …
  • نه دی ‎، د ارګ يوه پخواني او کار کشته مامور په خبره ارګ يا د غلام بچه رحيم پنجشيري په وخت کې اباد و، يا د خرم صاحب …
  • دا څو ورځې چېرې ورک وې …؟
  • افسوس چې ژوند په غفلت او ناپوهۍ کې تېر شو …
  • بيا دې د کومې دوسيې پاڼې موندلې …؟
  • د خپلې دوسيې، خپل غفلت او جرم …
  • کوم جرم او غفلت …؟
  • تر ټولو ستر غفلت او غټ جرم …
  • کيسه کوه …
  • تر اوسه د مرحوم و مغفور ظل الهی حضور اعليحضرت شاشجاع رح له مقبرې نا خبره او له زيارت محروم ګرځېدم
  • دا نو څه خبره ده …؟
  • له دې ستر غفلت بلکې جرم بل څه کېدای شي …؟
  • دا ورکه دې چېرې موندلې …؟
  • لغمان کې …
  • رښتيا …
  • قسم دی …
  • کيسه کوه …
  • دانش لغمان ته د تلو خبره کوله … خو زه خدای وهلی وم … چې زه د لغمان پر دغه وياړ کوڼ ړوند وم …
  • بنده پخپل خير و شر نه پوهيږي …
  • ده له قصده له دغه برکته بې برخې ساتلم …
  • کوم برکت …؟
  • د اعليحضرت شاه شجاع زيارت …
  • شاشجاع د افغانستان محکوم پادشا دی …
  • محکوم نه مظلوم …
  • هغه څنګه …؟
  • له ده سره تاريخ جفا کړې… د تاريخ دښمني يې غاړې ته لوېدلې …
  • د پېرنګي ګوډاګی نه و …؟
  • تاريخ خورا نا ځوانه دی …
  • تاريخ له چا سره دښمني نه پالي …
  • له ډېرو سره يې پاللې …
  • لکه …؟
  • له اعليحضرت شاشجاع سره …
  • ته تاريخ پړ بولې …؟
  • له تاريخ سره خلک هم … چې دغسې واکمن ته په ټيټه ګوري …
  • څنګه په ټيټه …؟
  • چې پر ده لګېدلی تور د نن افتخار ګرځېدلی … ځکه خو تر ګردو سترګور پادشا تېر شوی … ده هغه څه ليدل چې موږ ته يې دوه سوه کاله وروسته پته ولګېده … چې اوس ډېری ښاغلي راغلي خپله درته دغه راز سپړي، خپله لمن پر سر اړوي … ځکه خو تاريخ بايد کفاره ورکړي، مورخ ښايي توبه وباسي …
  • د وخت وخت خبره ده …
  • د موډ خبره …
  • د ده قبر رښتيا لغمان کې دی …؟
  • د لغمان مرکز مهترلام کې …
  • د قبر پر ډبرليک يې څه کښلي …؟
  • همدا زموږ کمزوري ده چې دغسې قبرونه بې ډبرليکه وي … چې ددوئ کارنامې يو ګز ډبره کې نشي ځاييدای.
  • پر قبر يې ګومبزه …
  • وه خو د بې قدريو له امله خواره سپېره… لکه له اوار قبر يې دومره نور بلکې نورالانوار پورته کېدل چې د ګومبزې چت نشوای ورته ټېنګېدای، پورته يې اسمانو ته خپله لار ايستله …
  • کوم تصوير دې اخيستی …؟
  • زما له کمرې شنه لمبه وخته …
  • ټوکه کوې ….؟
  • موږ د استغراق هغسې حالت کې وو، چې ځان او جهان را څخه هېر وو …
  • له هغه حالت راته ويلی شې …؟
  • له مراقبې مو چې سر را پورته کړ لومړی مو قبر جارو کړ، ډبرې، ګندګي، زړې څپلۍ چپلکې مو ټولې کړې، کتل مو چې يو نوراني بزرګ ولاړ دی، وايي تاسې د حضور اعليحضرت د ځانګړي بلکې خاص الخاص فيض و برکت وړ ګرځېدلي ياست …هيله ده د دوزخ له اوره امن کې اوسئ … خو تاسې به د حضور اعليحضرت د زيارت جوړولو مټې رانغاړئ، ډېر مجلل زيارت ګومبزه او منارونه به جوړوئ او هر کال به د حضور اعليحضرت عرس نيسئ …

اوقافو وزارت ته ورغلو، هغوئ حج ته تللي وو، ځکه مو د زيارت لګښت پخپله واخيست، خو څوک له ثواب نه بې برخې کوو … که غواړي د حضور اعليحضرت زيارت په جوړولو کې په مرسته او چنده ثواب دارين تر لاسه کړي مخه يې نه نيسو … ما چې ځان د زيارت د منجاور په توګه خدمت ته وړاندې کړ … ملګري ټول کانديد وو … تر هغې چې نوراني بزرګ په نوبت د منجاور په توګه باورليک راکړ … لکه د مجاهدينو د اتحاد رياست يوه يوه مياشت …

  • تا خو ويل د کرزي صاحب د مقبرې مجاور يم …
  • تاسې لګيا واست چې کرزی له ارګه نه وځي، واک نه پرېږدي، چې واک يې نه پرېښودو او غلام بچه ګانو ارګ کې زما د ديدن مخه ډب کړې وه، خود به مې د مقبرې د مجاور په توګه د فيض او برکت هيلې پاللې …
  • نو تا په ژوندون له دغه فيض ځان محروم باله …
  • مانه، د ارګ غلام بچه ګانو مې د محروميت پرېکړه کړې وه …
  • د ارګ غلام بچه ګان څوک …؟
  • خورا بد سترګي …
  • غلام بچه ګان څه …؟
  • لکه غلام بچه رحيم پنجشېری چې په اتيا کلنۍ هم غلام بچه ياديږي، له مرګ وروسته هم غلام بچه …
  • نو تا خپل محروميت لرې نشوای کړای
  • هر وار چې کابل ته تلم له ارګ مې اووه واره طواف کاوه، چې د ارګ شاوخوا ساحه تر لېرې ممنوع الدخول وه …
  • د ارګ غلام بچه ګان خطرناک ګورې که د اسد دانش …؟
  • دا تحقيق او څېړنه غواړي، يوه پروژه ورته ضروري ده، په دې شرط چې څېړونکو ته ډالري معاش پاموړ وګڼل شي … چې ځينې، بلکې ډېری په افغانيو معاش حرام خو په ډالرو د مور شيدې ثواب او د فضيلت سرچينه پېژني … پروژه او څېړنه په دې مانا چې غلام بچه، بغل بچه، بالکی چيلی، لښتی، جمبوري، چوکړه او بلا نور په لږو ډېر توپېر ګډ برخليک او تعريف کې را غونډېدای شي …
  • پيش خدمت، دستيار، خانه سامان ، فراشباشي، ننئ
  • بس،بس د لغماني سندره دې ترې جوړه کړه …

   (پاتې لري )

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب