جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+الفت؛ د افغان- روشنفکرۍ شهنشاه/ محمدیار یار

الفت؛ د افغان- روشنفکرۍ شهنشاه/ محمدیار یار

سریزه:

ښه به وي که لږ مې دا تياره قبر رڼا کاندي

که مي رڼا کړی وي د چا ذهن و ضمير

د روان کال زمري پر ۲۳-مه د کابل په روشنګرۍ پروګرام کې پر (خلاقيت) بحث کېده، د ارواپوهنې استاد حاجي محمد بشرپال د خلاقيت پر مفهوم و ماهیت اوږدې خبرې وکړې، د سوال-جواب او تبصرو په برخه کې هم ګډونوال د موضوع په پيچ وخم کې سره تاو راتاو شول، ما داسي محسوسه کړه چي په دغه بحث کې ځينې اړخونه ګډونوالو ته سم روښانه نه شول، که څه هم پر دغو اړخو، هم استاد او هم ګډونوالو نظرونه څرګند کړل، خو ددغي موضوع له سمندره د روشنګرۍ د لارويو تنده لکه چې سمه ماته نه شوه.

ما په خپله برخه کې وړانديز وکړ چي که غواړو خلاق ذهن وپېژنو او د خلاقيت په مفهوم مو ښه سر خلاص شي نو زه يو روښانه ادرس درکوم او که دغه مرجع ته په ورتګ سره پښېمانه شوئ، زه به بيا هيڅکله چاته نظر نه ورنکړم او دا له رڼا او ځلا څخه لبريز ادرس، مرحوم استاد ګل پاچا الفت دی.

د استاد ګل باچا الفت شعر او نثر د ادبيت د کيفیت تر څنګ د فکر او پيام داسي روښانونکې، ویښوونکې، هڅوونکې،پاروونکې او هېښوونکې جاذبه لري چي له ګرفته يې آزادي نژدې ناممکنه ده.

د ودان افغانستان ژمنو-زلمیو مبارزينو چي د روشنګرۍ او روښانتيا لړۍ له کابله راپيل، تر کندهار او هلمند پورې غځولې او هوډ لري چي د آزاد او خلاق فکر وړانګې د افغانستان تر هر ولايت او بالآخره ټول عامه ذهنيت پوري د روشن خیالۍ د یوه فرهنګ په دود خپرې کړې او هغه هم خاص په دې موخه چي:

څنګه په افغانستان کې د خلاقو مغزو او پرانیستو ذهنو د روزني چاره سمبال کړاي شو؟

څه ډول پر خپلو کوپړيو باور او پر ځان ویسا رامنځته کړای شو؟

څه قسم پر خپلو سرو د حساب جرئت وکړای شو؟

په څه طریقه د مبتکرو افکارو رڼاګانې توليد کړای شو؟

او څه شان له زړو، ورستو، بوینو، مرتجیعو او فجیعو اندو، ګروهو او دودو څخه خپل د استړګنې اوسنی غوجل په متمدن- بشري چاپېرچل بدل کاندو؟

موږ ته دا انساني- روشنفکرانه رسم له خپلو یو شمېر منورو اسلافو څخه راپاته دی او موږ یې د هغوی د برحقه اخلافو په صفت ځانونه په تقلید او تعقیب مکلف بولو.

په افغانستان کې د ذهني روښانتيا د مبارزي پسمنظر زموږ د معاصرو ادبياتو په زمينه کې مطالعه کیږي چي دا هدفمن کاروپیکار د شلمې پېړۍ په شروع کې له مشروطيت غورځنګ سره راپیل، د همدغه قرن په نیمایي کې له ويښو زلميانو سره متداوم او د درېیمې زریزې په سرحد کې زموږ تر نسله رارسيږي، دا بېله سوژه ده چې ددغه تسلسل د رسۍ سر څو-څو واره د کومو عواملو پر اساس زموږ د ولس له لاسه خطا شو؟ او دا ټولې لوړې ژوري به پر خپل وخت د ودان افغانستان ګوند د اکاډیمیکو هلو- ځلو او تحقيقاتو په ترڅ کې رابرسيره کيږي، خو دلته زما د څېړنې موخه داده چي د پښتو ادبياتو په معاصره دوره کې تر روښانيايي پړاو راوروسته د ويښتيا پړاو د یوه تر ټولو مخکښ او اول مطالعه کېدونکي روشنفکر( استاد ګل پاچا الفت) د نادرو افکارو ژورتیا او رڼا ته تم شم، هغه چي دا مهال زموږ د ټولني تر ګردو لوی حياتي ضرورت دی، په دې دليل چې دمګړی موږ تر بل هر ملت زيات له فکري فقر سره لاس وګرېوان يو او د خروارو خرافاتو په خرمندو کې تخته او خفه یو نو همدا علت دی چي همېشه د پرديو وارداتي افکارو او اجنډاوو ښکار او قربانيان يو.

بېغمه دعوه کوم چي د افغانستان په روشنفکرانه غورځنګو کې، سترګور الفت، تر بل هر چا په خورا وضاحت، جرئت او انساني صداقت سره روښانه او نوي افکار ځلولي او د فکر د خپلواکۍ او د تعبد له تور زندانه د افغان انسان د آزادۍ پيامونه يې په هسي ځواکمن منطق او قوي استدلال سره وړاندي کړي چي موافق او مخالف په يو رنګه ورته تسليم دي؛ فکر کوم چې د ملنګ عبدالرحمان دا فرموده، تر هغه زیاته، د منور الفت په شان کې ډېر صدق کوي:

چې منکر پرې اعتراض کولای نه شي

دا دي شعر دی رحمانه که اعجاز

ماته ډېره جالبه ده او بيا-بيا غور کوم چي څنګه ډير شمير توراندي او روڼاندي يو ډول له الفت سره الفت لري، دا چي ولي داسي ده، کېدای شي تر يو څه نور غور وروسته يې نتيجه کوم بل وخت وړاندي کړم، خو اوس هڅه کوم چي د خپلو رڼاپالونکو ملګرو د روشنګرۍ او روښانتيا غورځنګ ته د لا رونق په هدف د استاد الفت روښان افکار تحليل او تجزيه کړم او ددغه مبتکر مفکر د نوښتو په پلوشو کې د خپلي زمانې د رڼا ځوان لاروي پر دې ډاډه کړم چي دوی په رشتيا سره د فکري آزادۍ لپاره رښتینې روښانه لار انتخاب کړې ده؛ دا هغه انساني لار ده چي زموږ د سترو اسلافو په سلسله کې نابغه الفت د خپل ټول صادقانه-انساندوستانه رسالت د اداينې په نتيجه کې راته په نښه، روښانه او پرانيسته؛ اصلي سخت او ستونزمن مسؤليت استاد الفت او ور ته نورو ستورو ادا‌ء کړ اوس پر دغه صفا پرانيستي او روښان مسير زموږ د زلمي نسل سفر ډير آسان دی او موږ باید د دنیاوعقبا له خجالت او ذلته د نجات په نیامت ددغسي حرکت برکت وګټو.

د ذهن او ضمير پر روښانتيا د استاد الفت د پاخه اعتقاد د ثبوت لپاره همدا يو بيت هم کفایت کوي:

ښه به وي که لږ مي دا تياره قبر رڼا کاندي

که مي رڼا کړی وي د چا ذهن و ضمير

ددغه بيت په نور شعر (وصیت) کې استاد الفت د فقير غوندي مرګ غوښتی، په رسنيو کې یې د خپلې مړینې د اعلانو منع اعلان کړې، نه يې پر خپل قبر د خان، بيګ او امير حضور منلی او نه يې ځان پسي د ريایي خيراتو او دعاوو وصيت کړی ځکه هغه پوخ ايمان لاره او سم مطمین و چي هغه تر ټولو لوی د ثواب کار کړی چي نه د چا ور پام دی او نه يې په وس پوره دی، ان د ثواب څه چې لا د عذاب عمل ور ته ایسي او هغه د خلکو د ذهن او ضمير روښانول دي، دغه هیومانیست انسان باور درلود چې ددغه ثواب رڼا تر بل هر خيرات او دعا او هر بل عبادت زیاته ده او کفایت کوي چي قبر يې ځل بل کاندي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب