ډېری لیکوالان دا پوښتنه له ځانه کوي چې ولې ځینې کیسې، سره له دې چې ډېرې پېښې نه لري، مګر بیا هم لوستونکی تر پایه له ځان سره مل ساتي، خو ځینې نورې، چې له حادثو ډکې وي، لوستونکي ژر ستړې کوي. دا پوښتنه ظاهراً د پلاټ په اړه ده، خو په حقیقت کې له ادبي انرجۍ سره تړاو لري. ځکه چې پلاټ تل د کیسې محرک نه وي؛ ځینې وخت کیسه د بل شي پر مټ حرکت کوي، داسې څه چې په لومړي نظر کې نه ښکاري. که موږ د نړۍوال ادب ځینې مهم اثار وګورو، نو وبه مومو چې پلاټ پکې ډېر کم دی، یا دومره عادي دی چې لنډیز یې هېڅ حیرانوونکی نه ښکاري. لیکن بیا هم د ادبي تاریخ مهمه نقطه ګرځېدلی وي. دا موږ دې ته مجبوروي چې ومنو: پلاټ د کیسې شرط نه دی، بلکې یوازې یو امکان دی.
د بېلګې په توګه، که څوک د فرانس کافکا ناول The Trial ولولي، نو به وویني چې کیسه په ظاهره یو ساده حالت لري: یو سړی نیول کېږي، بې له دې چې د خپل جرم ماهیت وپېژني، او ورو ورو له یوې مبهمې عدالتي فضا سره مخامخ کېږي. دلته نه پیچلې پېښې شته، نه دودیزه اوج، نه قاطع حل. خو لوستونکی بیا هم ځان تر پایه ورسره وړي. ولې؟ ځکه چې کیسه د پېښو پر ځای د حالت پر اوږه ولاړه ده.
همدلته یو مهم ټکی راڅرګندېږي: ځینې کیسې د “څه پېښ شول؟” پر ځای د “څنګه احساس کېږي؟” له پوښتنې زېږي. دا ډول کیسې لوستونکی د تجسس له لارې نه، بلکې د مشارکت له لارې له ځان سره مل ساتي. لوستونکی نه غواړي پوه شي چې وروسته به څه کېږي؛ هغه غواړي په دې حالت کې پاتې شي. په ادبي بڼه دې ته “atmospheric narrative” ویل کیږي. یعنې هغه کیسې چې اصلي وزن یې پر فضا، روان حالت، او ذهني دوام وي، نه پر پېښه. دا کیسې ځکه اغېزمنې وي چې د ژوند د واقعي تجربې سره ډېرې نږدې وي. ځکه زموږ په ورځني ژوند کې هم ډېری وخت لوی پلاټونه نه شته، خو حالتونه شته.
که موږ د ویرجینیا وولف ناول Mrs Dalloway راواخلو، نو پلاټ یې تقریباً په یوه ورځ کې محدود دی، او ظاهراً هېڅ لویه پېښه نه ده پکښي را منځ ته شوې، مګر بیا هم دا ناول یو کامیابه اثر دی، لامل ئي دا دی چې د انسان د داخلي وخت تجربه پکې راژوندۍ شوې ده. لوستونکی د وخت په بنیاد نه، بلکې د فکر په وجه حرکت کوي. ځکه خو دا حرکت پلاټ ته اړتیا نه لري.
له موږه ډېر وخت دا تېروتنه کیږي، چې فکر کوو که پلاټ کمزوری شي، نو کیسه به مړه شي. خو حقیقت دا دی چې ډېری کیسې د پلاټ له زیاتوالي مري. ځکه پلاټ کله ناکله د متن پر روح ګډ وډ کړي. کیسه په منډه روانه وي، خو لوستونکی د تم کېدو فرصت نه لري.
دلته د ارنسټ همنګوې لنډه کیسه یو ښه مثال دی. که د هغه کیسه Hills Like White Elephants وګورو، نو وبه وینو چې هېڅ څرګند پلاټ نه لري. یوازې یوه مکالمه ده، یوه فضا ده، او یوه ناحل شوې مسله ده. خو دا کیسه ځکه قوي ده چې لوستونکی مجبورېږي تشې ډکې کړي. پلاټ چې کم وي، لوستونکی فعاله کېږي. دا ټکی ډېر مهم دی: ځینې کیسې د لیکوال له فعالیته ځواک اخلي، خو ځینې نورې د لوستونکي له فعالیته. هغه کیسې چې د پلاټ پر ځای پر فضا او فکر ولاړې وي، لوستونکی شریک لیکوال ګرځوي. همدا شراکت کیسه ژوندۍ ساتي.
له بلې خوا، ځینې کیسې شته چې پلاټ لري، خو د لوستونکي ذهن ته ځای نه ورکوي. هر څه تشریح شوي وي، هره پېښه توجیه شوې وي، هره نتیجه تړل شوې وي. دا ډول کیسې شاید په تخنیکي لحاظ سمې وي، خو فکري دوام نه لري. ځکه لوستونکی له متنه خالي راووزي. د ادب یو بنیادي اصل دا دی چې کیسه باید یوازې څه ونه وايي، بلکې څه پاتې پرېږدي. پلاټ اکثره دا پاتې کېدل له منځه وړي. ځکه پلاټ غواړي نظم جوړ کړي، خو ژوند تل منظم نه دی. هغه کیسې چې له پلاټه ازادې وي، د ژوند د ګډوډۍ سره ډېرې صادقي وي. که موږ د البر کامو ناول The Stranger وګورو، نو وبه وینو چې پلاټ یې ډېر محدود دی، خو د کیسې اخلاقي اغېز ډېر پراخ دی. لوستونکی د پېښو له امله نه اغېزمن کېږي، بلکې د هغه بېحسي له امله هم متاثره کیږي چې کیسه یې رامنځته کوي. دا بېحسي د پلاټ محصول نه ده؛ دا د لید زاویع ده.
یو لیکوال ته دا مهمه ده چې پوه شي: پلاټ د کمزورۍ نخښه نه ده، خو د قوت تضمین هم نه دی. که ته پلاټ لرې، مګر کیسه بیا هم تشه ښکاري، ستونزه په پېښو کې نه ده، ستونزه په هغه څه کې ده چې پېښې یې نه شي رسولای.دا هم باید ومنو چې ځینې موضوعات په خپله د پلاټ مخالفت کوي. د انتظار، د بېمانا تکرار، د ذهني ستړیا، یا د داخلي اضطراب موضوعات که په زور د پلاټ په قالب کې واچول شي، خپله معنا له لاسه ورکوي. ځکه ځینې تجربې یوازې د تم کېدو له لارې بیانېږي.
نو کله چې موږ کیسه لیکو، له ځانه باید دا پوښتنه نه وکړو چې “پلاټ مې کافي دی که نه؟” ضروري دا ده چې:
ایا دا کیسه د لوستونکي په ذهن کې یو حالت جوړوي که نه؟
که حالت موجود وي، پلاټ به ثانوي شي.
که حالت نه وي، پلاټ به هم مرسته نه وکړي