یکشنبه, دسمبر 21, 2025
Homeخبرونهد کابل په منډوي کې اورلګېدو د میلیونونو افغانیو زیان اړولی

د کابل په منډوي کې اورلګېدو د میلیونونو افغانیو زیان اړولی

تاند (یکشنبه) د لیندۍ/ قوس ۳۰ مه) چارواکي وايي، نن سهار وختي د کابل په تاریخي منډوي بازار کې پراخ اور ولګېد چې له امله یې لسګونه دوکانونه سوځېدلي او شاوخوا ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو مالي زیان یې اړولی دی.

دا اور تر سپېده چاود مخکې د منډوي بازار د بوټونو په برخه کې ولګېد؛ منډوي په کابل کې د عمده پلور تر ټولو پخوانی تجارتي مرکز ګڼل کېږي، چې وارداتي توکي لکه بوټونه، کالي او د کور وسایل پکې پلورل کېږي. په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې لوګي او لوړو لمبو دوکانونه پټ کړي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې اور د برېښنا په سرکټ کې د شارټۍ له امله لګېدلی دی؛ هغه ستونزه چې تر دې وړاندې هم په ځلونو په منډوي کې د اورلګېدو سبب شوې ااو هر ځل یې خلکو ته د میلیونونو افغانیو زیان اړولی دی.

د سوداګرو په وینا، د زړو برېښنايي شبکو او د خوندیتوب د کمزورې څارنې له امله په بازارونو کې دا ډول پېښې کېږي.

د اور وژنې ډلې د اطفایې له څو موټرو سره سیمې ته ورسېدل او له څو ساعتونو هڅو وروسته یې اور تر کنټرول لاندې راوست، او له ښه مرغه د بازار نورو برخو ته د اور د خپرېدو مخه ونیول شوه.

په پېښه کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی، خو لسګونو سوداګرو ډېر مالي تاوانونه کړي دي. ځايي دوکانداران وایي چې د منډوي ډېری دوکانونه بیمه نه لري، چې دا چاره د ورته پېښو پر مهال سوداګر له هر ډول مالي خوندیتوبه بې‌برخې کوي.

سوداګرو له چارواکو د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې، په داسې حال کې چې د کورنیو چارو وزارت د پېښې د څېړلو ډاډ ورکړی دی.

ښه به دا وي چې دوکانداران یو څه پیسې سره شریکې کړي، ممکن په لږ لګښت د منډوي د برېښنا سیستم او مزي نوي کړي او د دې ډول بلې پېښې مخه ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کابل تاریخي نښه، «آریانا سینما» د سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره ونړول شوه

تاند (پنحشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۷ مه) سرچینې وایي چې د کابل ښار په مرکزي برخه کې د تاریخي آریانا سینما د نړولو لړۍ...