تاند ( یکشنبه د لیندۍ ـ قوس ۳۰مه) د بلوڅو د حقونو مشهور مبارز، ماما قدیر بلوچ د اوږدې ناروغۍ له امله ومړ.
ماما قدیر د ژوند تر پایه د خپلو خلکو لپاره مبارزه وکړه او د ورکو شویو بلوڅانو د موندلو او هغوی ته د انصاف غوښتلو لپاره یې کلونه کلونه لاریونونه کړي.
د پښتنو او بلوڅانو د حقونو مدافعین وايي، هغه خپل غږ نړیوالو سازمانونو ته ورساوه او د خپلو مظلومو خلکو د حق غوښتنې په لاره کې ډېر ځورول شوی و.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتین د هغه مبارزې ته په احترام ټینګار کړی چې، د ماما قدیر مبارزې د پاکستان استعماري سیاست حقیقت څرګند کړ.
هغه زیاته کړې چې، ماما قدیر بلوچ د شپاړلس کلونو راهیسې د ورک شویو بلوڅانو د حق غوښتنې لپاره مبارزه کوله.
د هغه په خبره د ماما قدیر اوږدمهاله د مظلومو قومونو د مقاومت بې ساری مثال دی او نوم به یې د هر مظلوم قوم په زړونو کې د حق غوښتنې او استقامت سمبول په توګه ثبت وي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ نورو غړو بیا ویلي چئ، ماما قدیر د خپل شپاړلس کلن احتجاج په اوږدو کې نه یوازې د خپلو خلکو غږ پورته کړ، بلکې د مظلومو قومونو د ملي شعور د بیدارۍ لپاره هم یوه بېلګه شو.
دوی ویلي، چې د هغه مبارزه څرګندوي چې بې وسۍ او ظلم یوازې د قومونو د هویت د له منځه وړلو وسیله نه ده، بلکې دوامداره مبارزه د آزادۍ او عدالت د ترلاسه کولو لارې پرانیزي.