Homeخبرونهایران وايي، تر ۲ زره ډېر افغان کډوال یې له واورو او...

ایران وايي، تر ۲ زره ډېر افغان کډوال یې له واورو او توپانه ژغورلي دي

تاند (یکشنبه) د لیندۍ/ قوس ۳۰ مه) ایراني چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو یې سلګونه افغان کډوال، چې د ایران په شمال ختیځو سرحدي سیمو کې په سختې واورې او واورین توپان کې بند پاتې شوي وو، د ایران د وسله‌والو ځواکونو په هڅو ژغورل شوي دي.

ایراني رسنیو نن (یکشنبې) راپور ورکړ چې د تایباد د عمومي او انقلابي محکمې څارنوال حجت صدیقي ویلي چې د ایران د شمال ختیځ په سرحدي سیمو کې د درنې واورې او بادوریې له امله ټولټال ۲ زره او ۱۰۶ ناقانونه افغان کډوال په سختو او خطرناکو لارو کې بند پاتې شوي وو.

نوموړي وویل، دا کسان ایران ته له داخلېدو وړاندې په سرحدي سیمو کې د دېره وسله‌والو ځواکونو له لوري پېژندل شوي وو.

صدیقي زیاته کړه: «د بشري مرستو په چوکاټ کې، دغو کډوالو ته طبي او رفاهي خدمات برابر شول، څو له یخ وهلو او کنګل کېدو څخه وژغورل شي.»

د تایباد څارنوال څرګنده کړه چې له درملنې او د قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته، دغه کډوال د خپل هېواد چارواکو ته وسپارل شول.

هغه ټینګار وکړ چې د ایران او افغانستان ګډې پولې د ناقانونه تګ راتګ لپاره ناامنې دي او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند کېږي.

تایباد ولسوالي د ایران په شمال ختیځ کې، له مشهد ښار څخه شاوخوا ۲۲۵ کیلومتره جنوب ختیځ ته موقعیت لري، او د دوغارون سرحدي بندر له دې ښار څخه ۱۸ کیلومتره واټن لري. هر کال زرګونه افغان کډوال هڅه کوي چې له همدې لارې واوړي، خو په ژمي کې د واورو او خرابو هوايي شرایطو له امله له جدي خطرونو سره مخامخ کېږي.

ایران ته د اوښتو په لاره کې د واورې او یخنۍ له لاسه د څو افغانانو مړینې تایید شوې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...