Homeخبرونهسعودي عربستان ۲ پاکستانیان د مخدرو موادو د قاچاق په جرم اعدام...

سعودي عربستان ۲ پاکستانیان د مخدرو موادو د قاچاق په جرم اعدام کړل

تاند (دوشنبه، د مرغومي/ جدي لومړۍ) د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت پرون (یکشنبې) اعلان وکړ چې د مخدره توکو د قاچاق په جرم دوه پاکستاني وګړي د مکې مکرمې په ښار کې اعدام شول.

د سعودي د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغو دوو پاکستاني وګړو هڅه کړې وه چې هیرویین او نور مخدره مواد د خپل بدن په بېلابېلو برخو کې پټ کړي او سعودي عربستان ته یې قاچاق کړي، خو امنیتي ځواکونو ونیول.

سرچینې زیاتوي چې اړوندې محکمې د جرم له ثابتېدو وروسته دواړو ته د مرګ سزا واوروله.

دوی وروسته له دې اعدام شول چې د سعودي سترې محکمې د هغوی عریضه رد کړه.

د سعودي چارواکو په وینا، دواړه پاکستانی وګړي د یکشنبې په ورځ د مکې مکرمې په ښار کې اعدام شول.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی چې هر څوک چې د مخدره توکو په قاچاق او ورته ناقانونه فعالیتونو کې ښکېل وي، له سختو او بې‌ساري سزاوو سره به مخامخ شي.

د مخدرو موادو د قاچاق په برخه کې د سعودي او ایران قوانین خورا سخت دي او عموماً د اعدام سزا لري خو له دې سره سره ډېر ځلي داسي شوي چې سعودي ته تلونکو افغانانو یا پاکستانیانو د نورو خلکو سوغات په خپل بار کې اچولی چې مخدر مواد پکې وي او له دې کبله په ناحقه اعدام شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...