تاند (دوشنبه، د مرغومي/ جدي لومړۍ) د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د افغانستان ملي تلویزیون ته ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه تر اوسه تر درې میلیونو ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، د راستنو شویو ډېره برخه د هغو افغانانو ده چې له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوې دي، او دا مهال هم له یو شمېر هېوادونو او همداراز له ترکیې څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر روان دی.
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) په خپل کلني راپور کې ویلي، چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۲.۸ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د راپور له مخې، له دې شمېر څخه ۱.۸ میلیونه کسان له ایران او شاوخوا ۹۳۰ زره کسان له پاکستان څخه ایستل شوي دي. له بلې خوا ۱۷۰۰ افغانان له تاجکستان څخه بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.
ملګرو ملتونو د راستنېدونکو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې افغان ښځې او نجونې په ځانګړي ډول له جدي امنیتي او محافظتي خطرونو سره مخامخ دي.
افغان ښځو او نجونو ته اندېښنه تر ډېره له دې کبله هم ده چې په افغانستان کې د طالبانو د افراطي نظریې له کبله ښځو ته د کار او نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.
د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې په افغانستان کې شته زیربناوې او امکانات د دې سترې راستنېدنې څپې د مدیریت لپاره کافي نه دي. د دوی په وینا، دا مهال یوازې له هرو لسو اړو کسانو څخه یوه ته د مرستې رسولو توان شته، چې دا وضعیت د ناورین د رامنځته کېدو سبب کېدای شي.
په همدې تړاو، د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د دفتر مشر محمد عبدیکر، چې تازه یې افغانستان ته سفر کړی و، ویلي چې ډېرې هغه سیمې چې راستنېدونکي پکې مېشتېږي، له بنسټیزو خدمتونو لکه سرپناه، روغتیايي اسانتیاوو او اقتصادي فرصتونو بېبرخې دي.
له کابل او ګڼو نورو ښارونو څخه راپورونه ښيي چې کرايي کورونه نه موندل کېږي او د پلورل کېدونکو کورونو بیې خورا لوړې شوې دي.