دوشنبه, دسمبر 22, 2025
Home+د افغانستان کريکټ بورډ ګنګس حالت!

د افغانستان کريکټ بورډ ګنګس حالت!

ليکنه: محمد الله شېرزی

د افغانستان کريکټ بورډ په دې وروستيو کې له سختو حالت سره مخامخ دی، اوسني مشران د چوکۍ ساتلو لپاره ډرامتيک فعاليتونه کوي او په مقابل کې يې نور هم هڅې کوي، خو زور يې د ملت له ارادو سره پر لوبو کولو وځي.

دلته يې څو لنډو مسلو ته کتنه کوو؛

۱- د لوبډلو د لوبیدو حالت:

روان کال د ملي، ايمرجينګ او نولس کلنو لوبډلو اسيايي جامونه ترسره شول، چې هيڅ لوبډلې پکې دويم پړاو ته لاره پيدا نه کړه. ملي لوبډلې درې اړخيز سريز بايلود، بنګله دېش ته يې بايلود، زمبابوې څخه يې ټېسټ لوبه په يوه پاڼۍ وبايلله. ايا د جانتن تراټ، نوروز منګل، رئیس احمدزي څخه د مشرانو روزونکو په توګه چا پوښتنه وکړه او که ويې کړه، ولې ولس سره شريکه نشوه؟

لوبډله په دوو برخو وېشل شوې، چې په ښکاره ډول راشد او ګربز ښکېل اړخونه سره پيژندل شوي، د مالوماتو پر اساس چې يوه سره د بورډ ځينې غړي او بل سره نړيوال شهرت او ملاتړ دی، بورډ يې ولې نشي کابو کولی؟

۲- د کابل کريکټ نړيوال لوبغالي حالت:

د کريکټ بورډ مشر ميرويس اشرف موده وړاندې په يوه تلويزوني مرکه کې وويل، چې د کابل الوخېلو لوبغالي دپاره کريکټ بورډ تياره بوديجه لري، چې څنګه يې حقوقي قضيه خلاصه شي، نو کار به پرې شروع کړي، خو لنډې ورځې مخکې يې د حقوقي قضيې د حل پوسټ وکړ او د بورډ انجينري مسول د هموارۍ د چارو پيل کې وايي، چې بورډ دومره بوديجه نه لري او مشران د متحده عربي اماراتو، قطر او هندوستان سره لګيا دي، چې همکاري وکړي. دا يې بله لاسته راوړنه.

۳- د افغانستان غوره ليګ حالت:

بله ستره خبره د اې پي ال ده، چې هر وخت پکې چړې سرې شوي، خو غوښه يې نشته. څو مياشتې مخکې د بورډ مشرانو د ياد ليګ د دعوې حل اعلان کړ او هم يې نړيوال پارټنران وښودل، چې دويم پړاو به ترسره کوي او هغه وخت يې وويل، چې د ليګ په اړه به اګست کې بشپړ مالومات رسنيز کړي، خو اګست په دسمبر بدل شو او شلمه نېټه مينه والو ته د سترې تمې په توګه رسنیزه شوه.

شلمه نېټه تاريخي ډې وه؛ ځکه چې څه باندې ۲۵ زره ډالر لګښت پرې وشو، په ګلکسي موبايل تر نړيوالو خپره شوه او هيڅ نوې خبره پکې نه وه، يواځې ساده لوګو ننداريزه شوه.

– د بورډ مشران په انګليسي نه پوهيږي او د خبرو فصاحت او بلاغت خو يې څه کوې.
– د ليګ ډايرکټر او تخنيکي کمېټه نه شوه مالومه.

– د دقيقې نېټې پرځای بيا يو کال وخت ورکړل شو.
– د لوبډلو جوړښت، مالکيت او د لوبغاړو د پېر ډول نه شو روښانه.
د بورډ او لیګ مالي شريکانو مسولیتونه او ونډه نه شوه روښانه.

نو دا غونډه اخېر د څه دپاره وه؟ دا خو په بورډ کې د ننه هم کېدلی شوه، دا مالومات چې هغه پخوانۍ پنځه لوبډلې به وي، اماراتو کې به د بل کال په اخري مياشتو کې کيږي، د يوه پوست له لارې هم کيدلی شول او باور وکړی، چې د عبدالطيف ايوبي د شخصي ليګ مراسم پرې سل چنده لوړ وي.

که په بورډ کې روان حالت دوام وکړي، د ستر ستراتيژيک ناورين په تمه شی، لوبغاړي خپل زور ساتي، څه د مجبورۍ په وجه نورو هيوادونو ته لاړل، واضحه پلان ګزاري او ستراتيژي نشته، مسلکي کادرونه نشته، خو ډالري معاشونه يې شته.

هيله ده، چې د ژورو مسلکي او تخنيکي تغييراتو په راوړلو سره بورډ د کريکټ نړيوالې شورا د يوه بشپړ غړي هېواد په توګه خپل برم وساتي، د لوبډلې توازن جوړ کړي، په نړيوالو سټيجونو کې رول ولوبوي او ټولو برخو باندې پام ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کابل تاریخي نښه، «آریانا سینما» د سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره ونړول شوه

تاند (پنحشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۷ مه) سرچینې وایي چې د کابل ښار په مرکزي برخه کې د تاریخي آریانا سینما د نړولو لړۍ...