مخکې له دې چې د مینې په اړه خبرې وکړواړینه بولم چې لومړی مینه دروپېژنم .
د مینې تعریف:
مینه په لغت کې زړه بایللوته وایي، خوپه اصطلاح کې مینه هغه صداقت ته ویل کېږي چې مینه وال د یوچا اویا د یوشي انځورته په ژوندۍ بڼه په خپل زړه اوسترګوکې ځای ورکړي، خودغه ډول مینه کله ناکله دداسې افکارواوخیالونوپه څپانده سیندونوکې ورلاهوشي چې په ويښه اوخوب دواړوکې یې هوښ ترې وړی وي، په دې مانا چې مین جسماً یوځای، خو روحاً له خپل معشوق یا معشوقې سره دهغه دوصال په خیالي ټال کې زانګي، ولې پایله یې داشي چې یا خوهدف ته په رسېدوسره د خپلې مینې جونګړه دروم اوپارس له کُسری ماڼیوهم ورته ښکلې ښکاري اوپردې باندې بسنه کوي چې ګواکې (( زه دې وم، لیلادې وي، یوګوډی اوړه دې وي .)) اوکه عشق یې نامراد شونوبیا دنیا ترک کړي اوڅيرې ګرېوان د بیابانونومخه ونیسي.
ځکه داسې عاشقان یوازې ددنیا اوپه دنیا کې مافیها له منځه تلونکو دوستانوپه لټه کې وې چې یوازې ترقبرپورې ورسره وي او بیا یې یوازې پرېږدي .دداسې عاشقانوابدي ژوند هېروي ، جنت ته یې هېڅ تیاری نه وي نیولی اویوازې د خپل نفس اوهوا اوهوس لاره یې نیولې وي اوهمغه یې خوښه وي ځکه دداسې عاشقانودغه آيت چورلټ هېروي چې فرمایي :
( واما من خاف مقام ربه ونهی النفس عن الهوی فان الجنة هي المأوی)
ژباړه : (( ما هم د الله مقام عالي وګاڼه اود نفس ، هوا اوهوس لاره مې پرېښوده اود جنت له پاره مې تياری وکړ.))
له دېنه داسې برېښي چې مینه دوه ډوله ده:
لومړی: ـــ حقیقي یا ریښتینې مینه :
دغه ډول ریښتینې مینه ساتل دعالمونوله لایزال رب (ج) سره ښه ده ، ځکه چې هغه ذات (ج) زوال نه لري، نوکه له دنیا سره مینه ولرۍ، له یوې خوا ددنیا مال اومتاع ډېردښمنان لري اوهرسړی یې د وړلو،غصب کولو، خپلولواوغلا کولوشوقي وی،خومال اومتاع ټول دخپل خصلت له مخې زوال لري، فناکېدونکي اوله منځه تلونکي دي ، ځکه هرشی چې د پیدا کېدو، ځوانېدواوزړېدوقابلیت لري، هغه د فنا کېدواوله منځه تلوقابلیت هم لري.
نویوشی چې له منځه تلونکي وي ، له هغوسره دومره بېخرته مینه څه په کارده چې آن خپل خدای (ج) هم ورباندې هېرکړي، بل له انسانانوسره دومره مینه مه پیدا کوۍ چې الله (ج) موله یاد څخه ورباندې ووځي ، ځکه ابراهیم ادهم رحمة الله علیه د بلخ تاج اوتخت ټول پرېښودل اودالله دکور(بیت الله شریف) پرخوا روان شو، هلته به یې لرګې په شا باندې راوړل اوپه بازارکې به یې پلورل، پرلږودرهموبه یې ځانته ډوډۍ اخیستله اوپاتې نورې به یې پرخوارانواومسکینانوباندې وېشلې، (۲۵) کاله یې په مکه معظمه کې همدا کاروکړ.
ابراهیم ادهم (رحمة الله) خپل تخت اوبخت، مال اومتاع، اولاد، برم اوعظمت، آرګاه اوبارګاه هرڅه ته شاکړه، هرڅه یې د الله (ج) دیاد په خاطرپرېښودل اوخپل مخ یې په خورااخلاص اوصداقت سره یوازې دالله تعالی ذکراویاد ته ورواړاوه، خو(۲۵) کاله وروسته یې پس مرګي (۲۵) کلن زوی ورپسې ورغۍ اوپه پوښتنه پوښتنه یې خپل پلارپیداکړ، چا ورته وویل چې؛ اې ابراهیم ادهمه ! زوی دې راغلی اوپه تا پسې ګرځي، لومړی ابراهیم ادهم له خپل زوی سره ترتعرُف اوپېژندګلوۍ وروسته د زوی په لېدوډېرخوشحاله شواودخپل پدرانه ترحم اوصله رحمۍ په غېږکې یې ټینګ ونیو، خوبیایې بېرته ډېرژرخوشې کړاوله خدایه وېره ورسره پیدا شوه، چېرې نه چې له الله(ج)څخه مې له خپل زوی سره مینه زیاته شي، بېرته دغره پرخواروان شواودپروردګارپه عبادت باندې یې ځان مصروف کړ.
خوابراهیم ادهم ځکه داکاروکړچې زما زوی اونورانسانان خوهم مړه کېږي، بقا اوپایښت نه لري، نوله ځانه سره یې دا پرېکړه وکړه چې ولې له تل ترتله یوه الله(ج)سره مینه نه ساتم؟ځکه هغه داحقیقت درک کړی ؤچې صداقت اوریښتینولي د جنت ، خوخِدعه، چال اونیرنګ د دوزخ کلي ده .
یا په بله وینا : له دنیا، پیسو، مخلوق، بنګلواوګناهونوسره بې خرته مینه انسانان دوزخ ته ننباسي او یاد ټول شیان ددوزخ کلیي ده ، خوپر ضد یې آخرت، حساب کتاب، خالق، قبراوتوبه په یاد لرل انستن جنت ته ورد ننه کوي اود جنت کلي همدغه ده ،ځکهخود ابراهیم ادهم مینه ړنده نه وه ، بلکی دهغه حقیقي مینه بینا وه چې د جنت اودوزخ دواړولارې یې درک کړې وې او پردې باندې پوه ؤچې یوم الحشراوحساب اوکتاب حتماً راتلونکی دئ .
هلته خوڅوک د ځان ځواب نه شي ورکولی، نو د مخلوق ځواب به څنګه ورکولی شي؟ همغه وجه وه چې ابراهیم ادهم د مسؤولانه معاملاتوډېره لاره پرېښوده اویوازې دعباداتولاره یې خپله کړه .
خومینه چې ړنده شي نوبیا نه لوړویني اونه هم ځوړ، په هرڅه باندې چې ورغله که څه هم دځان په بیه یې ورته تمامېږي، بیا هم ټولې خطرې پرځان باندې مني اوورباندې ورځي، ځکه د ټولوخطروپرځان باندې منل دده د همغه مینې بیه ده چې د ځان له پاره یې خپله ټاکلې ده اوپه بندیزونواوخنډ ونوباندې ورځي، د طلاتُم په ژوروکې ځان ورغورځوي اود تل له پاره په کې له منځه ځي، خوپه لوړوکې کله دواک اوځوا ک دهِرم څوکې ته وروخېژي چې دمحوري موازنې ساتلوپه صورت کې کېدای شيیوڅه وخت دوام ومومي، خوله تعادل ساتلوپرته کېدای شي ناڅاپه دهِرم له څوکې را وپرځي اوټوټه ټوټه اوله منځه ولاړشي.
دوهم: ـــ مجازي یا له منځه تلونکې مینه :
دا هغه ډول کاذبه مینه ده چې حقیقت په کې نه وي ، ځکه بنسټ یې په درواغو، چل ول ، فرېبونواودامونوباندې اېښودل شوی ، دوام اوپایښت هم نه لري اوتل د حقیقت پرځای عاشق د خپلې معشوقې ، اویا معشوقه د خپل عاشق اویا هم دواړه یود بل سترګوته خاورې ورشیندي .
په انساني ځوځات کې له علم اوانسایت پرته نورې ټولې مینې د هغې غریزې پربنیاد ولاړې وي چې له هغه سره نفس اوشیطان دواړه ملګري وي . هغوی فطرتاً نه غواړي چې انسان دې د خپل ویښ ضمیراووجدان له پرېکړې سره سم پرمستقیمه انساني لارباندې روان شي . ځکه چې د نفس (هوا اوهوس) اوشیطان دواړولارې کږي وږې دي اوتل یې د حق په وړاندې خپلې باطلې سرغړونې کړې اونورخلک هم سمې (سیخې)لارې ته د خپل خصلت له مخې نه پرېږدي .
په دغه ډول مینه کې خلکوته هرهغه شی ارزښت لري چې هغه ساتي اوحفاظت يې کوي, خود الله جل جلاله دا وينا یې چورلټ هېره وي ، اویا نه وي ورباندې خبرچې فریایي :
(ما عندکم ينفد وما عند الله باق)
ژباړه : کوم شيان چې له تاسو سره دي هغه خلاصيږي اما د الله پاک سره هرڅه پاتې اوباقي وي) نوهرقيمتي شی چې څوک ترلاسه کوي، بیا یې هم پایله نېستي اونابودي ده ، خوپه حقیقي مینه کې چې څه ترلاسه کېږي ، هغه الله ته په امانته توګه سپارل کېږي ، ځکه الله (ج) ترټولوښه امین ذات دئ ، په امانت کې خیانت نه کوي اوترټولوښه یې ساتي.
په مجازي مینه کې خلک پرمال, نسب, منصب او … فخر، غروراوتکیه کوي, خود الله جل جلاله دا وينایې له یاده وتلې وي چې فرمایي :
(ان اکرمکم عند الله اتقاکم)
ژباړه : تاسوکې الله (ج) ته هغه شخص معززاو دوست دی چې پرهېزګاره وي) نوموږهم باید د تقوا توان په ځان کې پیدا کړو، خپله خدای راکړې انرژي د الله (ج) په لارکې مصرف کړو، ترڅوالله پاک ته ښاغلی شو.
په مجازي مینه کې خلک يوله بل سره د الله پرنعمتونوحسد ، کينه او بخیلي کوي, خودغې الهي ويناته یې پام نه شته چې فرمایي :
(نحن قسمنابينهم معيشتهم في الحياةالدنيا )
ژباړه :(موږد انسانانومنځ کې د ژوند برخې تقسيم کړي) موږهم باید دې ټکي ته خپل پام ورواړوواوکینه اوحسد نورپرېږدو.یعنی له چا سره په الهي ورکړیوبرخوکې کینه اوبخیلي ونه کړواو پرخپله برخه قناعت وکړو.
په مجازي مینه کې خلک يوبل سره وژنې را وژني ، يوپربل تجاوزاوظلم او یو له بل سره دشمنۍ کوي, خودالله پاک دا ايت یې له دیاده وتلی چې فرمایي :
(ان الشيطان لکم عدو فاتخذوه عدوا )
ژباړه: (شيطان ستاسو دښمن دی , د دښمنۍ لاره ورسره غوره کړئ) موږهم باید له خلکو سره دښمني پرېږدواوشيطان خپل اساسي دښمن وګڼو.
په مجازي کاذبه مینه کې خلک د رزق په حاصلولوکې دومره خپل نفس ذليل کړي چې ان د حرامواوحلالوهم څه پروا نه ساتي, نوموږهم دالله پاک دا وينا باید په یاد وساتوچې فرمایلي یې دي :
(وما من دآبة في الارض الا علی الله رزقها )
ژباړه : (د ځمکې پرمخ د هرساکښ اوذي روح د رزق ذمه اوضمانت الله کړی دی) موږ هم باید پوه شوچې موږهم يوله دې ساکښو څخه يو .نودالله پاک حق چې پرموږباندې دی هغه باید قبول اواداء کړواوزموږ چې کوم حق پرالله باندې دی هغه (جل جلاله) ته ېې باید وسپارو.
داسې خلک هم وینوچې د ځان په شان نورمخلوق باندې تکيه اواعتماد کوي. څوک پرخپل مال, څوک پرخپل اولاد,څوک پرخپل قدرت . نوموږته هم دا ايت په یاد وي چې فرمایي :
(و من يتوکل علی الله فهو حسبه )
ژباړه : څوک چې پرالله (ج) باندې توکل اوتکيه وکړي هماغه ذات يې کافي دی) .
نوموږهم باید پرمخلوق باندې توکل پرېږدواوپرخالق جل جلاله باندې توکل وکړو. کټ مټ لکه د ابراهیم (ع) په څېر .
همدا علت دئ چې کاذبه مینه تل هدف ته له رسېدومخکې نامراده شي اوهېڅکله مطلوب بري ته نه رسېږي .
کاذبه مینه هم ډېرډولونه لري :
د بېلګې په توګه :
څوک له جنسي غریزې اوخواسړولوسره مینه لري (بچه بازي ، زنه که بازي، همجنس ګرایي اونڅا کوي )، څوک د پردي مال یا بیت المال غلاکولوشوقیان وي ، د چا له خپلواولادونوسره مینه وي ، د چا له غلط سیاست سره جوړه وي. د چا جنګ جګړې خوښې وي. د چا غیر ملي او غیر دیني پټې معاملې اوزدوبندونه خوښېږي . دچا بیاجهالت ، زورواکي اوخرځېلي ډېره خوښه وي. د چا ظلم، بې عدالتي ، تېري، وژل اود پرد یوځمکوغصب اولاندې کول ډېرخوښېږي. د چا مال ، عیش ونوش اوآرګاه بارګاه خوښه وي اومرګ یې هېروي . د چا له رشوت اواختلاس سره جوړه وي ، څوک ناروا تصرف ته ډېرلېواله وي ، اوڅوک د تخت اوبخت ډېرتږي اوشوقیان وي چې یوه یې هم د تلپانې ، سوکاله اوډاډمن ژوند ارمان نه دئ ترسره کړی اوټول په نیمګړي ارمان له دې دنیا څخه تللي اوتلونکي دي .
خودغه ډول مینه وال به د زړه مطلوبه دروازه هېڅکله هم ونه مومي، نه به یې وویني اونه خوبه د ننه زړه ته لاره پیدا کړي ، ځکه په ړندوسترګواوبې علمۍ کې قضاوت (پرېکړه) اوعدالت هم ناشونی دی ، په داسې حال کې چې رغنده عدالت رغنده محوري تعادل اوپرېکړې ته اړتیا لري .
ولې د دې پرخلاف داسې مینه هم په انسانانو کې شته چې په خپل لاس اوخپلې ژبې سره خلکوته ګټه رسوي اوتل د ناخبره او نابینا خلکو رهنما او همسا وي، ځکه چې د خپل وجود خدای ورکړې فزیکي ،علمي اوانساني پټه اوښکاره انرژي خاص د الله (ج) د رضا ترلاسه کولوپه خاطرد (خیرالناس من یّنفع الناس) د الهي ارشاداومردمي رابطې پربنسټ په پوره اخلاص اوصداقت سره په لاره اچوي اوخپلوخلکوته د الهي ارشاداتوپه رڼا کې مصدرد خدمت ګرځي .
دا ډول مینه هم د الله (ج) د خپلې رضا په خاطر ډېره خوښه ده. ځکه خوله هرڅه وړاندې ریښتینې مینه دعالمونوله هغه لایزال رب (ج) سره ښه ده چې هستي ، نېستي، د جزا د ورځې مجازات اومکافات او وروستۍ فیصلې اوپرېکړې ټولې د هغه مالک الملک خدای (ج) په لاس کې دي ، څوک چې د هستۍ اونېستۍ اوکون ومکان او یوم الحساب خالق اومالک ذات دئ .
۱۳۹۷ لمریزکال ـ د کب ۴مه
سلامونه،
ورور م.انور ولید ساب ، په قلم مو برکت.
ډیره ښه لیکنه مو کړې ده، الله دې د دین او دنیا برکتونه درکړي.آمین.
که خپه کیږئ نه، یوه کوچنۍ تصحیح مې زړه ته راغله ، که څه هم زه په عربۍ دومره نه پوهیږم مګر ، فکر کوم د دوهم پاراګراف په آخر کې د دې آیت شریف(( واما من خاف مقام ربه ونهی النفس عن الهوی فان الجنة هي المأوی) په ژباړه کې دمتکلم پرځای دمفرد غاېب صيغه باید وژباړل شي.
ژباړه : (( ما هم د الله مقام عالي وګاڼه اود نفس ، هوا اوهوس لاره مې پرېښوده اود جنت له پاره مې تياری وکړ.))>>
زما په فکر ژباړه:” او که څو ک د خپل رب له مقامه وډاریده او خپل نفس ېې له هوی او هوس څخه منع کړ، پس بیشکه جنت د هغه د اوسیدلو ځای شو!”. صدق الله العظيم.
ستاسو له توجه یو جهان مڼنه.