Homeروغتیاآم چې څومره خوړلی شئ، ویې خورئ!

آم چې څومره خوړلی شئ، ویې خورئ!

محمد مبین هڅاند –

ځینې خلک ام د مېوو بادشاه هم بولي، د بادشاهی وجه یې صرف ښه خوند نه دی، بلکې د آم دومره فایدې دي چې شمېر یې اسان کارنه دی.

طبي ماهران وایي، آم د وېټامین ای یوه لویه منبع ده او د دې ترڅنګ خوراک يې د انسان له تازه توب او صحتمندۍ سره مرسته کوي.

پر دې سربېره د انسان په مخ او نور بدن باندې دانو ته هم اجازه نه ورکوي او د وېټامین ای د لرلو په وجه نه پرېږدي چې د انسان د سترګو نظر کم شي.

په آم کې د وېټامین سي د شتون له کبله د انسان د وینې کولېسټرول په عادي حالت کې وي او بله دا چې انسان د ساه لنډۍ څخه هم ساتي.

طبي ماهران وايي، د آم خوړل انسان د غاښونو او د وینې د سرطان یا کېنسر څخه هم ساتلائ شي ځکه چې په آم کې انټی اکسېډنټ مواد دي چې دغه مواد د یادو ناروغیو په مخنيوي کې خورا مهم رول لري.

آم د هډوکي ناروغیو، فشار او د هاضمې سیستم لپاره ترټولو تازه مېوو زیات ګټور دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...