سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهعبدالله عبدالله د سولې د عالي شورا ريیس وټاکل شو

عبدالله عبدالله د سولې د عالي شورا ريیس وټاکل شو

تاند (یکشنبه، د ثور۲۷) د یوې موافقې پر اساس، چې نن په ارګ کې لاسلیک شوه، پخوانی اجراییه ريیس عبدالله عبدالله د سولې د مشارکتي شورا رييس وټاکل شو.

په دې موافقه کې، چې ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجراییه رييس عبدالله عبدالله لاسلیک کړې، د سولې مصالحتي شورا ته د ځانګړې بودجې، د دې شورا د ريیس د صلاحیتونو، د سولې د عالي شورا دندې، د دې شورا ريیس ته د هیواد د دوهم شخص په کچه د پرتوکول ورکولو، په کابینه کې د عبدالله عبدالله په خوښه د ۵۰ سلنه وزیرانو ټاکنې، عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکولو او د موافقې د تطبیق د یوه میکانیزم د جوړېدا یادونې شوي دي.

جنرال دوستم ته د مارشالۍ د رتبې د ورکولو ترڅنګ د سولې د عالي شورا او د ملي شورا شورا غړیتوب هم ورکول کېږي.

په لاسلیک شوې موافقه کې د هغو وزارتونو یادونه نه ده شوې چې د ښاغلي عبدالله په خوښه به وزیران ورته معرفي کېږي خو مخکې رسنیو د مخابراتو، عدلیې، کار او ټولنیزو چارو، فواید عامې او څو نورو وزارتونو یادونه کړې وه چې وزیران به یې ښاغلی عبدالله نوموي.

په موافقه کې راغلي چې د کابینې غړي باید د لیاقت او قانوني شرایطو پر اساس معرفي شي او ولسمشر یې د موجه دلایلو له مخې له دندې لرې کولی شي. په دې صورت کې معرفي کوونکې مرجع (عبدالله) له دندې د لرې شوي کس پر ځای بل څوک معرفي کوي.

عبدالله عبدالله ته به د سولې په اړوندو په ټولو مراسمو کې د دوهم شخص ځای او تشریفات ورکول کېږي.

د موافقې پر اساس به د یو شمېر سیاسي مشرانو او د ښاغلي عبدالله د دوو مرستیالانو په ګډون به د دولت د عالي شورا په نوم یوه مشورتی شورا جوړېږي. دا شورا به ۵ مرستیالان او یو لوی سلاکار لري. د دې شورا ۳ مرستیالان به ولسمشر غني معرفي کوي.

دا شورا، چې سیاسي مشران، ملي شخصیتونه او د ملي شورا ځینې استازي به یې غړي وي، دوهې برخې لري چې یوه عمومي مجمع او بله یې د مشرتابه کمیټه ده. د سولې چارو وزارت او له طالبانوسره د خبرو پلاوی به د دې شورا یوه برخه وي.

6 COMMENTS

  1. نن د افغانستان په تاریخ کې یوه مهمه، حساسه او نه هېرېدونکې ورځ ده .
    سر له نن نه مونږ په افغانستان کې یو مسؤل ولسمشر لرو چې هغه جلالتمآب دوکتور محمد اشرف غني او د هغه د ملګرو ټیم دی .
    له بلې خوا د الله ج د امر پرځای کولو لپاره چې والصلح الخیر دی ، یو نوی ارګان یا قانوني مقام د سولې عالي شورا د ښاغلي دوکتور عبدالله عبدالله په مشرۍ جوړ او رسما اعلان شو. هیله ده د دوی په مشري سره افغانستان ته رښتینې سوله راشي او د دې سولې ویاړ هم د دوی په نوم ثبت شي .
    په دغه کار سره نن په افغانستان کې کورنۍ سیاسي بحران چې د انتخاباتو په پای کې رامنځ ته شوی وو ، له منځه لاړ.
    له دې وروسته به ټول د مسؤلیت او صمیمیت په فضا کې له خپلو نورو مرورو او مخالفو افغان ورونو سره د ملي او سرتاسري سولې لپاره کار او فعالیت پیل کړي.
    د نړیوالې وبا یا کورونا په خپرېدو سره چې خطر او تهدید يې ټولو وطنوالو ته متوجې دی ، زمونږ مشران او ټول افغانان مجبور دي چې له خپلوګوندي ، سیاسي ، ډله ایزو غوښتنو تنازل او شاتګ وکړي چې خپل ځانونه او هېوادوال له روغتیایې او اقتصادی بحران نه وژغورل شي . ټولو مصلحینو ته دې الله ج اجرونه ورکړي.
    مونږ د مشرانو دا اقدام په نېک فال نیسو او دوی ته د خپل هېواد د خدمت لپاره بریا غواړو.

  2. خدا را شكر .
    باميد افغانستان آزاده و سربلند
    تل دي وي افغان ملت
    تل دي وي ملي وحدت
    تل دي وي جمهوريت ??♥️???

    • الله دی د ملک د خائنینو سره حساب او کتاب وکی. دوستم د ملت قاتل . دوستم ملی خاین.
      غنی ته په تاریخ کی د یو ه خاین په ستدگه ورته کتل کیژی

  3. دوستم ته له دیی وروسته باید ټول افغانان مارشال ایشجی ووای.
    نن ورځ د افغانستان نوم، قانون او عزت په ټوله نړی کی په تیره بیا د هاګ په محکمه کی د ډیر شرم او ګډوډ حالت سره مخامخ شو. ځکه یو کال یا دوه کاله د مخه دبشرحقوق، اروپا، امریکا په تیره بیا دهاګ محکمی خبر ورکړه، چه دوستم په انجینیر ایشجی باندی په زور سره د لواطت تیری کړی، دافغانستان حکومت باید دوستم د هاګ محکمی ته وسپاری.
    مګر نن پخوانی جنګی مجرم او د انجنیر ایشجی د شرمولو سرسخت مجرم ته دمارشال رتبه ورکول کیږی.
    قظاوت دې افغانان او نړیوال وکړی

  4. در حق دوستم ظلم شده چون نامبرده دوسال قبل اشجی را فتح کرده خراب خراب کرده بود و اشرف غنی حالا انرا مفتخر ساخت

  5. که څه هم دوستم د مارشالی په رتبه ونازول سو یا شاید ونازول سی خو ګومان کیږی چی یوه اوږه به ئی له نښان څخه خالی وی ځکه هغه نښان تر اوسه د ایشچی په جیب کی یرغمل دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب