جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپلچرخي کې ۵۰ او هرات زندان کې ۱۳ بندیان کورونا نیولي

پلچرخي کې ۵۰ او هرات زندان کې ۱۳ بندیان کورونا نیولي

تاند، یکشنبه، د ثور ۲۸مه: د کابل پلچرخي زندان کې د کورونا ۵۰ او د هرات په ولایتي زندان کې د کورونا۱۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې ویاند فرید بایاني وايي، تازه د ۶۰۰ مشکوکو زندانیانو له جملې یې د ۵۰ کسانو کورونا معاینات مثبت راغلي او ټول ناروغان یې په زندان کې دننه ۲۵۰ بستریز روغتون کې قرنطین کړي دي.

نوموړی وايي د ناروغانو کلکه پالنه روانه ده او د اړتیا په صورت کې به د روغتون د بسترونو ظرفیت نور هم لوړ کړي.
بلخوا د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند رفیق شیرزي هم د دغه ولایت په زندان کې د ۱۳ مثبتو او ۸ مشکوکو پېښو د ثبت خبر ورکړیدی.

رفیق شېرزی وايي، په کورونا اخته او مشکوک بندیان ټول نارینه دي او د ښځینه بندیانو کومه پېښه یې لا نده ثبت کړې.
دا په داسې حال کې دا چې افغان ولسمشر د کورونا د مخنیوي لپاره په یو ځل د ۱۰ زره په دویم ځل د ۱۲ زره جرمي بندیانو د خوشې کولو امر وکړ.

همدا راز ولسمشر د ۵ زره طالب بندیانو د خوشې کولو امر هم کړیدی خو دا پروسه به د میکانیزم له مخې روانه وي.
افغانان زندانونو لږ تر لږه ۴۰ زره کسان د لویو او وړو جرمونو بندیان پراته دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب