جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهواشنګټن اګزیماینر: خلیلزاد د طالبانو پر جنایتونو سترګې پټوي او برائت ورکوي

واشنګټن اګزیماینر: خلیلزاد د طالبانو پر جنایتونو سترګې پټوي او برائت ورکوي

تاند، یکشنبه، د ثور ۲۸مه: واشنګتن اګزیماینرورځپاڼه وايي، زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د سولې د بهیر د ملاتړ پر ځای طالبانو ته په ترهګریزو بریدونو کې د برائت ورکولو هڅه کوي.

تېره سه شنبه کابل او ننګرهار کې خونړیو بریدونو کې افغان حکومت طالبان مسوول وبلل، خو زلمي خلیلزاد د خبرداري په ډول وویل چې دا بریدونه، طالبانو نه بلکې داعش کړي دي.

خلیلزاد افغان حکومت سوله کې په ځنډ او خنډ او بهانو تورن کړ خو افغان حکومت وویل که خلیلزاد داسې اسناد لري چې دا برید طالبانو نه دی کړی نو له افغانانو سره دې یې شریک کړي.

بلخوا واشنګتن اګزیماینر هم دغه ټکي ته په اشاره ویلي، خلیلزاد په دې هڅه کې دی چې طالبانو ته برائت ورکړي: (( خلیلزاد په وروستیو څرګندونو وښوده چې دطالبانو پر بشري ضد او خونړیو بریدونو سترګې پټوي اود سولې د هوکړې د ساتلو په خاطر د هغوی پلوي کوي.))

ورځپاڼه وايي، طالبانو د سولې هوکړې ته هیڅ ژمنتیا نه ده ښودلې او له همدې کبله یې پر افغان ځواکونو بریدونه زیات کړي دي.

ورځپاڼې په هند کې د خلیلزاد د وروستیو څرګندونو په اړه هم نیوکه کړې چې ویلي یې وو هند دې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کېني، ورځپاڼې ویلي، د خلیلزاد په څرګندونوکې د واقعي سولې پر ځای د طالبانو پلویتوب ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب