جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهفاریاب کې خلکو د طالبانو پر ضد پاڅون کړی او د دوی...

فاریاب کې خلکو د طالبانو پر ضد پاڅون کړی او د دوی ولسوال یې محاصره کړی

تاند، یکشنبه، د ثور ۲۸مه: د فاریاب په شیرین تګاب کې له هغې وروسته چې طالبانو له ترکمنستانه راغلې ۶ موټره مرستې تلف کړې، اوس د دغه ځای خلکو یې پر ضد وسله وال پاڅون کړی دی.
د فاریاب والي نقیب الله فایق دا خبره پر خپله ټویتر پاڼه تایید کړې او ویلي یې دي د طالبانو پر ضد ولسي پاڅون پیل شو.

فایق ویلي، طالبانو د شیرین تګاب پر خلکو بې کچې ظلمونه کړي دي او بالاخره یې ولسونه پر ضد راپاڅېدل چې تر اوسه طالبان له شپږو لویو کلیو څخه شاته شوي دي.
نوموړی وايي، د طالبانو په ډزو کې یو ولسي کس وژل شوی او څلور نور ژوبل دي.

بلخوا د شاهین ۲۰۹ نمبر قول اردو ویاند حنیف رضایي هم تاند ته په یو استولي پيغام کې وايي چې نن یکشنبه سهار د شیرین تګاب خلکو د طالبانو پر ضد پاڅون کړی دی او جګړه لا هم روانه ده.

حنیف رضایي وايي، طالبانو له ترکمنستان څخه راغلې مرستې څو ورځې ودرولې او له خوسا کېدو وروسته یې وغورځولې چې له کبله یې ولسي خلک قهرېدلي دي او اوس یې د طالبانو د ولسوال قرارګاه هم محاصره کړې ده.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو دوه اوونۍ وړاندې ترکمنستان د کورونا له کبله افغانستان ته بشردوستانه خوراکي مرستې راواستولې چې طالبانو یې ۶واړه لوی موټر په شیرین تګاب کې ستانه کړل.
طالبانو که څه یو موټر خپلې قرارګاه کې خالي کړی و، خو نور یې لمر ته درولي وو چې ټولې مرستې یې خوسا شوې.

1 COMMENT

  1. ماشاءالله دغسی باید خلک راپاڅیږی ددی ظالمانو په خلاف دا دین او د افغانستان دښمنان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب