جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهصالح: طالبان په افغان وژنه واک ته نشي رسېدای

صالح: طالبان په افغان وژنه واک ته نشي رسېدای

تاند، یکشنبه، د ثور ۲۸مه: د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن یکشنبه ننګرهار ته د یو سفر په ترڅ کې د ننګرهار د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره په لیدنه کې ویلي، د ښېوې او کابل دشت برچي بریدونه د هېواد دښمنې ډلې طالبانو کړي دي.

صالح وايي، طالبان دواړه بریدونه ردوي، خو دا د منلو وړ نه ده او وايي، طالبان چې د داعش پر نوم پر یو بل ادرس د دغه برید مسوولیت اخلي او خپله یې ردوي، دا ورسره نه مني.
نوموړي وویل طالبان ځانونه د افغانانو استازي بولي خو په جوماتونو، عامه ځایونو کې همغه افغانان وژني: (( طالبان د افغانانوپه وژلو واک نه شي ترلاسه کولای، د کابل او ننګرهار بریدونه همدوی ترسره کړي دي.))

نوموړي له ځایي خلکو وغوښتل چې حکومت ته وخت ورکړي ترڅو د ښېوې د پېښې په اړه بشپړ تحقیقات وشي: (( ما د داعش د پاکستاني نیول شوي مشر اسلم فاروقي اعترافونه ولوستل، که تاسې یې هم ولولئ هیڅ شک به درته پاتې نشي چې داعش او طالبان څوک دي؟))

صالح زیاته کړه، د ننګرهار او کابل په څېر بریدونه به هم وشي خو وروستۍ خبره دا ده چې ترهګر به وځپل شي او دا مهال له ۹۵ سلنې څخه زیات عملیات افغان ځواکونه پخپله ترسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب