پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeمقالېزما ټولنه | اوږۍامانزۍ

زما ټولنه | اوږۍامانزۍ

دا نړۍ مرګ ته پیدا ده دلته هر څه مري  زه ته بوټي  ژوي  ځمکه  اسمان او نور… خو زما ټولڼه بیا ستاسو ټولڼې نه بېله ده  ، ددغو  مخلوقاتو  تر څنګ په کې زمونږ  احساسات موخې او اسرې  هم مري، ځیني  خپله مري ځینې یې خپله وژنو او ځیني یې بیا قتلوي.  

 قلمونه  مو هم  د مرګ نه بې برخې نه دي پاتي سرونه یې ماتوي، ژبې یې پرې کوي د ډېرو دښمنانو لاسونه زمونږ د قلمونو په بې ګناوو شهید شویو تورو سره دي.

زما  ټولنه د عجایبو ټولڼه  ده  وګړي  یې ښکلي ښکلي  تورې،  شنې، زرکینې  او …..  سترګې لري  خو د دواړو سترګو په لرلو سره سره بیا هم ړانده دي،  هیڅ هم نه ویني، نه یې احساسوي او  نه یې درک کوي.

 دلته ډېر مړه شوي انسانان په ژوندیو جسدونو کې ګرځي.

 د هرې ټولنې په څیر زما په ټولنه کې هم نوي نوي مساییل کشف کېږي   خو دغه   کشف شوي اطلاعات و مساییل هم د نورو ټولنو سره توپیر لري د بیلګې په توګه  مونږ په دې وروستیو کې دا کشف کړل چې نوي زېږېدل شوي ماشومانو باندې  هم جهاد روا دی،  د هغو ګناه مو ثابته کړه او نړۍ ته   مو دا وښودل چې  ماشومان هم  یو ګنهګاره مخلوق دی،  خو مونږ بیا داسې  پرې نه ښودل سزا مو هم ورکړه څه مو سوري سوري کړل او څه مو په اور کې  ښه وریته کړل . 

 مونږ دلته  وګړو ته د هغو د ښو کارونو  د درناوي  او  هڅونې په موخه جایزې هم ورکوو لکه ډاکټرانو  ته د هغو د ورځني  او شپني چوپړونو په  مقابل کې د سوکانو او لغتو باران،  د  اتلانو میندو ته د هغو د مېړونو، ورونو او زامنو په وینو  لت پت جسدونه.

تاسې ته به دا ډېره  عجیبه ښکاري کنه ځکه تاسې ورسره نابلد یاست خو مونږ عادت شوي یو ، زما په یاد دي چې مورکۍ مې ویل:   په کومه شپه چې ته دې نړۍ ته راغلې نوګاونډي کره مو راکټ لګېدلی وو،  د باروتو لوګي ډېره په عذابه کړې ووم ته د باروتو په لوګیو کې نړۍ ته راغلې او په بمونو کې لویه شوې.  

 زمونږ خوراک څښاک او د چکر ځایونه هم ستاسو نه توپیر لري  مونږ   غمونه خورو ، د اوښکو په څښلو خپله تنده ماتوو د  موسیقۍ په ځای ډزې اورو او  د  پارکونوپه ځای هدیرو ته ځو …

هو! 

دغه  زمونږ کور دی

دغه زمونږ  کلی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب