د ټاکنو په نه ترسره کېدو د نړیوالو او داخلي عناصرو ټینګار پداسې نامعلومې سولې (چې له ولس سره یې جزئیات نه دي شریک شوي) د امریکا پوره فشار او د مرکزي حکومت څخه د امرېکی ور ور لېریوالی راته له لومړیو یو ډول بله لوبه ښکاره کېده. بلاخره ټاکنې ترسره شوې، خو د خلکو د کم ګډون لپاره د ټولیزې مېډیا فعاله ونده هم د همدې لوبې بله اکټېوېټي وه.
تر ټولو راته اړینه او جالبه دا وه چې د طالبانو درې ورځنی اوربند چې په ټول افغانستان کې په عین وخت کې د هېلې او توقع څخه پورته ترسره شو.
د ټاکنو د کمېسیون د پرېکړې څخه د امریکا پوره نه ملاتړ کول، د مرکزي حکومت د موقف کمزوری کول او د لنډغرو شریک کول په قصدي ډول، هغه څه وو چې هر افغان باید پرې اندېښنه ښوولی وای.
په تېرو درې څلورو مېاشتو کې د طالبانو (عباس ستانکزي، سهیل شاهین، ذبیح الله مجاهد او نورو) په فاتحانه انداز کې خبرو ددې لوبې یو بل ښکاره ثبوت وو، او فکر مې کاوه چې شاید داسې یو څه شته چې د افغان ملت څخه پټ دي او ورسره نه شرېک کېږي.
د خلیلزاد وروستي موقف او د طالب پر پلوۍ څرګندونې او په هېواد کې وروستيو پېښو پړه پر داعش اچول هغه څه دي چې ددې پروژې په بربنډولو کې د خلکو ګمان په یقین بدلوي.
دا چې د طالبانو تحریک له پخوا څخه د امریکا پروژه، د سعودي پېسې او فنډ او پاکستان د مدیریت چارې پرمخ وړلې. نور ور ور ملت ته هر څه رابرسېره کېږي، چې ددې پروژې ستر فکټورونه دي.
پرته له شکه چې په هر ګوند، تحریک او انقلاب کې پاکنفسه او پر ولس مین خلک وي، همدا لامل وي چې د ګوند او پارټۍ باندې د خلکو باور پیدا شي، نو دداسې خلکو شتون سل سلنه حتمي دی. نو د طالبانو په تحریک کې به هم حتمي پاک نفسه خلک وو. داسې خلک هم چې فکر کوي هېواد یې په رېښتونې ډول اشغال دی او ساتنې ته یې ملا تړلې. ځېنې به په مذهبي ډول فکر کوي ساتنه یې پداسې حالاتو کې پرې فرض ده.
دلته غواړم چې د طالب تحریک غړي په درېو کتګوریو یا برخو ووېشم.
لومړۍ درجه یې د آی ایس آي ځانګړي استخدام شوي کسان چې د تحریک په مشرۍ یا راس کې قرار لري. دغه ډول کسان ډیر ماهرین دي او کولای چې د سېمي او نړۍ هېوادونو سیاسیونو ته د پلان سره سم قناعت ورکړي.
بله ډله یې منځنۍ طبقه ده چې دوي په خپلو سېمو کې پوره نفوذ لري او مافیايي کړیو سره پوره لاس لري.
دریمه طبقه یې بېخي بېسواده طبقه ده چې د یو ضعیف حدیث په اورېدلو سره خپل ځان قربانوي. ددې ترڅنګ ځېنې یې د ځايي حکومت څخه ناراضه او د ولس په منځ کې د تربګنۍ له کبله اړ شوي چې د خپل ژوند د پایښت لپاره له طالبانو سره یو ځاي شي.
دغه وروستي دوې طبقي شاید د امریکا سره د طالبانو د سولې د تړون وروسته ناخوښه او هغه اصلي پروژې ته چې داعش دی مخه کړي.
خبره ډېره اوږده شوه، مایوسي ښه کار ندی، خو ماته په افغانستان کې د لوبې بدلیدو او د پروژې بل پېز یا پړاو د پیل کېدو پیلامه ښکاري. افغان ولس باید وېښ شي او دغه لوبه باید له نږدې وڅاري. که نه خدای مکړه چې دغه څلوېښت کلنه غمېزه لاپسې اوږده نشي.
زما په نظر په دې وخت کې باید ټول افغان ولس د نظام او مرکزي حکومت څخه خپل ملاتړ وکړي، پرته له شکه چې اوسنی حکومت ترحده زیاتې ستونزې لري. خو ملي امنتي ځواکونه چې ورځ تر بلې پیاوړي کېږي ملاتړ پکار دی.