پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد کانګریس غړي له افغانستانه د بې بندوبسته وتلو په خاطر د...

د کانګریس غړي له افغانستانه د بې بندوبسته وتلو په خاطر د بلینکن خلاف هڅو ته دوام ورکوي

تاند (جمعه، د حوت ۱۱ مه) د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې پرون (پنجشنبې) د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن خلاف هڅې ته دوام ورکړ.

مایکل مکال وویل، ښاغلي بلینکن له افغانستان څخه د وتلو د اسنادو په پټولو د متحدو ایالتونو د کانګریس د امر بې پروايي کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو جمهوریپال ريیس ښاغلي مکال وویل، چې د ده تر مشرۍ لاندې کمېټه به د مارچ میاشتې په اوومه غونډه جوړه کړي او په هغې کې به غوښتنه وکړي چې له بلینکن څخه دې په دې اړه پوښتنې- ګروېږنې وشي چې د تېر کال له جولای میاشتې څخه یې د دوی پر له پسې غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

د امریکا د بهرنیو اړیکو کمېټه د خپل هیواد له باندنیو چارو وزارت څخه غواړي چې د ۲۰۲۱ په اګست میاشت کې له افغانستانه د وتلو په اړه نور معلومات له دوی سره شریک کړي.

جمهوریپالان او ځینې دیموکراتان وايي چې د ځواکونو د ایستلو او یا د تخلیې د هغو عملیاتو په اړه، چې په لړ کې یې د کابل په هوايي ډګر کې د لسګونو افغانانو ترڅنګ ۱۳ امریکايي پوځیان هم ووژل شول، دوی ته بشپړ راپور نه دی ورکړل شوی.

رویټرز وايي چې د امریکا د باندنیو چارو وزیر په دې اړه د پنجشتبې د ورځې تر وروستیو پورې د دغه اژانس پوښتنې ته ځواب ونه وایه.

د امریکا ولسمشر جو بایډن مخکې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو د پرېکړې دفاع کړې وه.

د چهارشنبې په ورځ د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویندوی متیو میلر وویل، د مکال د دفتر د بیان د لیدو فرصت یې نه دی موندلی.

میلر همداراز وویل، د بهرنیو چارو وزارت زرګونه پاڼې اسناد بېرته استولي او هغه شاهدان یې چمتو کړي چې د مرکو متنونه یې لیکل شوي وو خو ده په عین حال کې وویل چې اجراییه قوه د ځینو اسنادو د محرم ساتلو حق لري.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۲۶ مه نېټه د کابل د هوايي ډګر په خوله کې له انتحاری برید وروسته د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ له قوله وویل شول چې له شاوخوا ۲۴ پوځیانو سره، چې د چاودنې په مهال په هوايي ډګر کې موجود وو، مرکې کوي.

د دې مرکو امر د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د مشر جنرال ایریک کوریلا له لوري وروسته تر دې وشو چې په دې حمله کې یوه ټپي شوي عسکر وویل چې کله هم په دې اړه له ده چا پوښتنه ونه کړه او دا امکان و چې د دې برید مخه ونیول شي.

په دغه برید کې د وژل شویو امریکايي پوځیانو شمېر دیارلس او د افغانانانو لږترلږه ۱۷۰ ښودل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب