شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهبېنېټ: نړیواله محکمه دې افغانستان کې روانې بشري سرغړونې وڅېړي

بېنېټ: نړیواله محکمه دې افغانستان کې روانې بشري سرغړونې وڅېړي

تاند (جمعه، د حوت ۱۱ مه) د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د بشر ضدو جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د روانو بشري سرغړونو د څېړلو قضیه پيل کړي.

نوموړي په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابېدو ګڼلی او غوښتنه یې کړې، چې یاده محکمه دې په ځانګړي ډول د ده په ټکیو، د ښځو د حقونو سیستماتیک نقض ته ځانګړې دوسیه پرانیزي.

هغه د بې حجابۍ او نورو نومونو په یادولو، د طالبانو لخوا د ښځو بندیانول او له زده کړو او کار څخه د دوی منع کول د ښځو پر وړاندې جنسیتي تبعیض ګڼلی او ویلي، چې د افغانستان واکمن رژیم په سیستماتیکه توګه له ټولنې د ښځو پر لا څنډې ته بیولو او ځپلو بوخت دی.

د طالبانو رژیم بیا په دې اړه ادعاوې تل رد کړي او ادعا یې کړې، چې افغان ښځو ته یې د دوی په باور، د اسلامي شریعت له مخې حقونه ورکړي.

5 COMMENTS

  1. بېڼیټه ته ما زمری کاسی ته ووایه؛ کومه محکمه؟ ستاسو جوړه کړې محکمه؟ اوله دې ستاسو محکمه له تاسو نه دې پښتنه وکړي چه د لاندې اسنادو چه ستاسو خپل یې خپور ګړ چه دا تاسې خپله ترور او جنایات مینځ ته راوړل او دا تاسې وی چه چه په افغانستان او او بې ګناهو خلکو وسغاستی او وموژل، ستاسو محکمه له تاسو نه به دا پښتنه وکړي؟ هغه تاسې یاستی چه عمر خیام ویلي چه: کوزه گر و کوزه خر و کوزه فروش!

  2. دغه محکمه ولي د نازي اسرائیلو په هکله سي دیرس زره ښځې ماشومان سپینږیري او ځوانان فلسطینیان یې ووژل وژني چوپه خوله دي؟ تف لعنت په دغه د بشریت او انسانیت په دښمنه محکمه 🤮😡🐖

  3. او ولي د یرغلګرو نازي عسکر فرنګي امریکایی او نور سي د مړو طالبانو په بدنونو یې میتيازې وکړې او بیا یې اور ورواچول همدارنګه په زرګونو کلي له خاورو سره برابرول ! ولي دغې محکمه هغه نازیان محکمه نه کړل ؟ تف لعنت په دغو د بشریت په حامیانو 😡🤮🐖

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب