یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهبرېتانیا طالبان د ملګرو ملتونو له لار نقشې سره همکارۍ ته وهڅول

برېتانیا طالبان د ملګرو ملتونو له لار نقشې سره همکارۍ ته وهڅول

تاند (جمعه، د حوت ۱۱ مه) د افغانستان لپاره د برېتانیا شارژدافیر رابرټ چټرټن ډیکسن، چې له قطر څخه خپلې چارې مخته وړي؛ کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي.

نوموړي په دې لیدنه کې مولوي کبیر هڅولی، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو له لار نقشې سره همکاري وکړي.

هغه په ورته مهال، له افغانستان سره د بشري مرستو د زیاتولو خبر ورکړی، خو ویلي یې دي چې د دوحې په غونده کې د طالبانو نه ګډون د تمې خلاف و.

برېتانوي شارژدافیر په افغانستان کې د امنیت، قوي او ټول شموله حکومت او د دغه هېواد د سوکالۍ لپاره د نړیوالې ټولنې د غوښتنو خبر هم ورکړی، خو زیاته کړې یې ده چې باید طالب رژیم په خپلو دریځونو کې نرمښت راولي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې مولوي کبیر په دغه لیدنه کې د بشري مرستو د زیاتولو هرکلی کړی او ویلي، چې د ملګرو ملتونو په راتلونکو ناستو کې به د دوی د شرایطو د پوره کېدو په صورت کې دوی ګډون ولري.

هغه دا ادعا هم کړې، چې په نړیوالو ناستو کې د افغانستان د ګډون یوازېنی لوری د دوی رژیم کېدای شي او بل څوک د داسې ګډون حق نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب