Homeخبرونهپه کندهار کې د یوه وژل شوي ماشوم جسد موندل شوی

په کندهار کې د یوه وژل شوي ماشوم جسد موندل شوی

تاند (جمعه، د حوت ۱۱ مه) د کندهار یو شمېر ځایي خلکو له شاوخوا یو میاشت نادرکۍ وروسته، د یوه ماشوم د وژل شوي جسد د موندلو خبر ورکړی.

عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، چې دغه ماشوم مزمل نومېده او د ښار له پنځمې امنیتي حوزې نادرکه شوی و.

د نوموړي له ورکېدو ۲۸ ورځې شوې وې، خو نه ده معلومه چې هغه څنګه او چا تښتولی او چېرته ساتلی و؟

له کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو مخکې هم د ورته پېښو خبرونه ورکړل شوي وو.

طالب چارواکو د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو په عمومي ډول په افغانستان کې د بشپړ امنیت د ټینګښت ادعاوې لري.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....