تاند- که څه هم په کابل کې د ترکیې د پخواني سفیر اوغوزخان ارطغرل په وینا د ترکیې او افغانستان اړیکې د احمدشاه بابا له وخته پیل شوي خو جدي رسمي اړیکې اتاترک په ۱۰۲۱ م کال د مارچ په لومړۍ نېټه د افغانستان له مترقي پاچا اعلحضرت امان الله خان سره د افغانستان ترکیې د دوستۍ تړن لاسلیک کړ.
د ۱۹۲۱ میلادي کال د جون په لسمه نېټه د افغانستان سفارت په ترکیې کې پرانستل شو او اتاترک په خپلو لاسونو د افغانستان بیرغ د سفارت پرسر پورته کړ.
امان الله خان لومړنی بهرنی پاچا و چې د ۱۹۲۸ میلادي کال په میاشت کې یې ترکیې ته سفر وکړ. ترکیې په دې سفر کې د تخنیکي همکاریو لومړنی موافقه ورسره لاسلیک کړه.
له افغانستان سره د ترکیې نژدې همکاریو د دوه نړیوالې جګړې تر پیلېدو پورې روانې وې. د افغانستان او ایران ترمنځ د منځنۍ برخې پوله د ترکیې د را استول شوي پلاوي له خوا له ۱۹۳۴ تر ۱۹۴۵ میلادي کلونو ترمنځ تنظیم شوه.
کله چې اتاترک په ۱۹۳۸ لادی کال مړ شو، نو افغانستان یوازینی هیواد و چې د بیرغ په نیم ځوړند کولو سره یې د یوې اوونۍ لپاره په هیواد کې په رسمي ډول ویر اعلان کړ.