یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد څارویو د تلف کېدو د مخنیوي لپاره د ملا حسن اخوند...

د څارویو د تلف کېدو د مخنیوي لپاره د ملا حسن اخوند پرېکړې

تاند (پنجشنبه، د حوت ۱۰ مه) د افغانستان له یو شمېر ولایتونو څخه د ورښتونو له امله د څارویو د تلف کېدو له راپورونو وروسته، د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد په دې برخه کې د دوی د رییس الوزرا ملا حسن اخوند د ځینو پرېکړو خبر ورکړی.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: د رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند لخوا په دې اړوند عاجله او ځانګړی غونډه وشوه. په دې غونډه کې د کرني او مالدارۍ وزارت،اقتصاد وزارت او د سرحدونو چارو وزرات وزیرصاحبانو او استازو ګډون درلود.

مجاهد زیاتوي، چې یاده کمېټه به د خلکو مالونو ته  خوراکي توکي رسوي، د هغوی د تودو ساتلو په منظور به اقدامات ترسره کوي، د لارو د خلاصون په اړه به جدي ګامونه اخلي او په دې اړوند به نور امکانات په کار واچوي.

ویل شوي، چې سمدستي د دغو چارو لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ بودیجه هم ځانګړې شوې او له خلکو هم په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه شوې.

افغانستان له څو کلونو راهیسې سختې وچکالۍ هم ځپلی او له دې امله هم د څارویو د تلف کېدو خبرونه ورکړل شوي.

5 COMMENTS

  1. دا یې لا بله انسانان نه ډوډۍ لري او نه کار او د لوږې تلف کیږي مګر دې چبشې غواړئ سره د حیواناتو د تلف غم دی. کومه ډالري پروژه لاس ته ورغلې.

  2. جناب رئیس الوزرا !
    دا پیښې ټول درسونه او عبرتونه لری ، او هغه دا چي حکومتونه له انسان وروسته باید د حیوانات او نباتاتو لپاره هم باید احساس د مسئولیت ولری او مخلوقات چي الله ج د انسان د ښه ژوند او ګټې
    لپاره خلق کړی ،پالنه او تدابیر غواړی ،تر څو دا نعمتونه ضایع نشی ؛ نو ځکه انسانانو د همدی مقصد
    د ترلاسه کولو لپاره دِ زراعت ، مالداری ،وترنری او نوری اړینی فاکولتی او پوهنتونونه ایجاد کړی او دا کار په اسلامی تاریخ کی هم روښانه سابقه لری او همدا کار د ساینسی علومو شعبات جوړوی ،او تحصیل یی فرض دی تر لوړو تخصصی او تحقیقی درجو پوری.
    که دې فرض ته،مباح درجه ورکړ شی ؛ نو حیوانات او مرغان به همداسی تلف کیږی بیا د غوشو شوقیانو ته ۱۸ ډوله غوشې دارالاِماره ته نه رسیږی او دا غوشه خوړونکی د نآاهلو امراوو په وجه همداسی مری لکه د سپین ږیری کوچی میږې چه ټی وی یی منعکس کوی ؛ ځکه کار او امانات ، اهل غواړی او انحصار تر هر عنوان لاندی حماقت او تباهی ده له پنځوس کلنی تجربی باید انسان څه زده کړی ورنه خسران د دنیا او آخرت حتمی دی یا اولی الالباب .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب