شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونههلمند کې ورښتونه او د ۵ تنو مړینه

هلمند کې ورښتونه او د ۵ تنو مړینه

تاند (پنجشنبه، د حوت ۱۰ مه) د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د شدیدو ورښتونو له امله تېره شپه ناوخته پر یوې کورنۍ د چت رالوېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ ۴ غړي مړه شوي دي.

د دې ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالباري راشد وایي، په دې پېښه کې مړه شوي کسان د یوې کورنۍ ښځه، خاوند او د دوی دوه ماشومان دي.

سرچینه زیاتوي: د یاد ولایت په کجکي ولسوالۍ کې هم پر یوې کورنۍ د چت رالوېدو په پېښه کې یوې مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړی او خاوند یې هم ژوبل شوی دی.

سرچینې د ورښتونو د اندازې او نورو زیانونو په تړاو څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې له څو اوونیو راهیسې، تر اوږدې وچکالۍ وروسته د واورو او بارانونو ورښتونه زیات شوي، چې کروندګر یې د فصلونو بېرته غوړیدو ته هیله من کړي، خو ورسره د داسې ځاني او مالي زیانونو خبرونه هم ورکول کیږي.

زیانمن شوي خلک وایي، چې د طالبانو واکمن رژیم او نړیوالو مرستندویانو ورسره مرستې نه دي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب