Homeخبرونهسپینه ماڼۍ: د دوحې تړون د افغانستان حکومت کمزوری کړ

سپینه ماڼۍ: د دوحې تړون د افغانستان حکومت کمزوری کړ

تاند (پنجشنبه، د حوت ۱۰ مه) د سپینې ماڼۍ ویاندې تایید کړه چې د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په ۲۹ مه دوحې تړون د افغانستان په حکومت کې د دوی شریکان کمزوري او طالبان پیاوړي کړل.

کارن ژان پییر دا خبره پرون د دوحې تړون د څلورمې کالیزې په درشل کې په واشنګتن ډي سي کې یوې خبرې غونډې ته وکړه .

خو د سپینې ماڼۍ ویاندې د دې لپاره چې د امریکا له اوسني حکومت څخه پړه لېرې کړي، وویل، د ولسمشر ډانالډ ټرمپ د حکومت په وخت په دوه زره شلم کال کې دا تړون لاسلیک شوی و او د ولسمشر جو بایډن حکومت له یوه  شوي عمل سره مخامخ و چې د تړون له عملي کیدو پرته بله لاره نه وه.

له ننه څلور کاله مخکې د قطر په پلازمینه کې د امریکا  د هغه وخت د جګپوړي دیپلومات زلمي خلیلزاد او د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر ترمنځ دا تړون لاسلیک شو.

د سپینې ماڼۍ ویاندې اغلې پییر پرون دا خبره هم وکړه چې طالبانو د دې تړون ژمنې بشپړې نه دې عملي کړي او د دې ژمنو د عملي کیدو لپاره متحد ایالتونه هڅې کوي.

خو دا په داسې حال کې ده چې طالبان وايي د دوحې تړون ژمنې یط عملي کړي خو امریکا نه دي عملي کړي. طالبان د افغانستان په فضا کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکو الوتنې د دوحې تړون سرغړونه بولي.

1 COMMENT

  1. دا خبری په اوس وخت کی د جو بایډن او ډونالډ ټرمپ د انتخاباتی کمپاین خبری دی. زمونږ وطن د بوش او همدغی دواړو د خراب سیاست دلاسه در په دره شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...