تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۲۳ مه) راپورونه وايي، طالبانو په لوګر او پکتيکا ولایتونو کې د نجونو لپاره د ټولنیزو زدهکړو ټولګي بند کړي دي.
طالبانو چې له وړاندې څخه نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع کړي، دا اقدام یې د هېواد د پوهنې کړکېچ نور هم ژوروي او زرګونه نجونې له هغه لږ فرصت څخه هم بېبرخې کوي چې د زدهکړې لپاره یې درلود.
په لوګراو پکتیکا کې ځینو خلکو رسنیو ته ویلي چې طالبانو هغه ټولګي تړلي چې ملګرو ملتونو او د یونیسف او د “Education Cannot Wait” صندوق په شمول د دې سازمان د شریکانو په ملاتړ پرانیستل شوي وو.
دا ټولګي له شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره په لرو پرتو او محرومو سیمو کې جوړ شوي وو او د ښوونځي د پراخو بندیزونو تر سیوري لاندې یې د نجونو د زدهکړو په دوام کې مهم رول لوباوه.
یاد ټولګي د بدیلې زدهکړې د هغو ماډلونو برخه وو چې په کلیوالو سیمو کې رامنځته شوي، هلته چې رسمي ښوونځي یا نه شته او یا نجونې ورته لاسرسی نه لري. دې پروګرامونو زدهکوونکو ته دا زمینه برابره کړې وه چې د روزل شویو ښوونکو په مرسته او په ابتدايي درسي موادو، په خپلو کورونو یا ټولنیزو ودانیو کې زدهکړې ته دوام ورکړي.