شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد پاسپورت ادارې کار پیل کړ، د ورځې به تر ۶ زره...

د پاسپورت ادارې کار پیل کړ، د ورځې به تر ۶ زره پاسپورتونه توزیع شي

تاند(سې شنبه، د میزان ۱۳) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې د پاسپورت د ریاست ټولو نارینه او ښځینه کارکوونکو خپل کار پیل کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی سعید خوستي وویل، تېر حکومت د ورځې ۳ زره پاسپورتونه توزیع کول خو دوی په پام کې لري چې د ورځې تر ۶ زره پاسپورتونه صادر کړي.

د ښاغلي خوستي په وینا، حاضردمه به پاسپورتونه د افغانستان د اسلامي جمهوریت په نامه صادرېږي.

د پاسپورت د ریاست سرپرست رييس علم ګل حقاني په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوی به د ورځې د ۵۰۰۰ او ۶۰۰۰ ترمنځ پاسپورتونه توزیع کړي او ښځینه کارکوونکو ته هم ویل شوي چې د پخوا په شان کار ته دوام ورکړي.

له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت ویندوی سعید خوستی وايي چې تراوسه پورې ۲۵ زره تنو د پاسپورت تقاضا کړې حال دا چې د یولک تنو د غوښتنلیکونو مراحل طی کېږي.

سره له دې چې د پاسپورت تقاضا خورا ډېره ده خو لا هم د افغانستان له هوايي ډګرونو نړیوالې الوتنې نه دي پیل شوي او ډ‌ېر کسان چې غواړي عربي هیوادونو ته لاړ شي، الوتنو ته انتظار باسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب