یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهکابل کې له بېوزلۍ د بايسکل ګرځونکو شمېر ډېر شوی

کابل کې له بېوزلۍ د بايسکل ګرځونکو شمېر ډېر شوی

تاند:( سې شنبه، د میزان دیارلسمه)‌ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر (یوناما) په کابل ښار کې پر بایسکلونو د ګرځيدو د شمېر د زیاتیدو خبر ورکړی.

دغه دفتر نن ويلي، چې په ورستيو کې ډېر کابل ښاریان دندو ته د ورتلو تر څنګ د نورو اړتياوو لپاره هم له بایسکلونو څخه کار اخلي.

سرچينې له بایسکلونو څخه د زياتې استفادې دا بدلون ستايلی او د چاپېريال په ګټه ګڼلی دی.

د يوناما په حواله، ملګري ملتونه به سږ کال د اقليم په شپږ ويشتم نړيوال کنفرانس کې چې د اکتوبر له ۳۱ مې د نومبر تر ۱۲ مې په ګلاسکو ښار کې جوړيږي، بايسکل د پاک چاپيريال د ښې ترانسپورتي وسيلې په توګه اعلان کړي.

په کابل ښار د کې د بایسکلونو د زیاتیدو په اړه د يوناما هرکلی په داسې مهال دی، چې د‌ دې زيادښت اصلي عامل اوج ته رسېدلی اقتصادي او بشري ناورين ګڼل کېږي.

د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې د فقر کچه ۹۷ سلنې ته لوړه شوې او د‌ یوې مړۍ ډوډۍ لپاره خلک پر سړکونو د خپلو کورونو وسايل او ان اولادونه پلوري.

په افغانستان کې د نورو لومړنيو توکيو د کمښت او ګرانښت ترڅنګ د تېلو بيې هم خورا پورته شوي او ډېرو خلکو چې په تېر جمهوري نظام کې موټرې لرلې، دغه ترانسپورتي وسيلې يې په نېمه بیه پلورلو ته وړاندې کړي.

2 COMMENTS

  1. دا خو بهترين کار ده، هم به خلک له ککړې هوا لږ په ارامه سي او صحت به يي هم په سم وي بل به د موټرو دود او ککړه هوا هم کومه سي،کوم مرضونه چي د ککړې هوا نه پيدا شوي دا به هم کم سي او د ډاکترانو له فساد نه به هم يو څه پیسې جب کې پاتې سي. بل دا کار نه شرم ده او نه په خان، صاحب او ملا او وزير صاحبانو تړلی بلکې که څوک غواړي صحت ولري نو نور دې هم بايسکل ته مخه کړي.
    په نورو پرمختللو هېوادونو کې له يو عادي نفر نه تر وزير او رئیس جمهور پورې بايسکل باندې خپل چکر وهي او کار ته ځي، او نه ګرمه هوا ګوري نه يخه بس روان دي او له نورو ځان هم لوړ بولي

  2. څوک چې په ځوانۍ کې بایسکل وچلوي، د عمر تر اخره به د پښو په درد او کمزورتیا اخته نشي. بل همدا اوس په هالنډ هېواد کې ډاکټران خلکو ته په ځانګړې توګه ځوانانو ته د بایسکل د چلولو سپارښتنه کوي. خو که په هېواد کې دا مسئله د ډېرې بېوزلۍ له کبله وي، بیا دې نو اسلامي امارت د خلکو د ژوند ښه والي ته ډېره پاملرنه وکړي. طالبان دې په وړو وړو مسئلو د نړۍ سره ضد نکوي که نه دا به ډېر زیان ورته پېښ کړي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب