سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهایراني پلاوي له طالب چارواکو سره پر سرحدي او ګمرکي مسلو خبرې...

ایراني پلاوي له طالب چارواکو سره پر سرحدي او ګمرکي مسلو خبرې وکړې

تاند(سې شنبه، د میزان ۱۳) ایران وايي، د رضوي خراسان ولایت د والي په مشرۍ د دغه هیواد یو پلاوی کابل ته تللی چې د افغانستان د موقت حکومت له مشرانو سره د سرحدي، سوداګري او ترانزیتي مسلو په اړه خبرې وکړي.

ټاکل شوې ده چې ایرانی پلاوی د دې دوه ورځیني سفر په لړ کې د طالبانو د حکومت د اقتصاد، سوداګري او اطلاعاتو او کلتور له وزیرانو او همداراز د هرات له والي او د ګمرکونو له چارواکو سره وویني.

د ایراني رسنیو پر اساس، د ایران د رضوي خراسان والي محمدصادق معتمدیان او ورسره ملګری پلاوی به د دې سفر په لړ کې، چې د طالبانو له مشرانو سره د ایران د کورنیو چارو وزارت په همږغۍ شوی دی، د سوداګري اړیکو پر پراختیا او د ترانزیت په لاره کې د ستونزو پر هواري وږغېږي.

دا د اګست په پنځلسمه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته لومړی ځل دی چې د ایران یو نسبتاً جګپوړی پلاوی افغانستان ته راځي.

له طالب چارواکو سره په لومکړۍ ناسته کې دواړو خواوو موافقه وکړه چې ګمرکي ستونزې او دغه راز د ایران او افغانستان د موټرچلوونکو شکایتونه به په راتلونکو لسو ورځو کې حل کړي.

دغه راز دواړو خواوو سلا وکړه چې د ایران دوغارون بندر، چې اسلام کلا ته نژدې دی، د افغانستان او ایران د ترانزیتي موټرو پر مخ شپه او ورځ پرانیستی وي.

له طالبانو سره ایراني پلاوي دا هم ومنله چې د افغانستان د ترانسپورت وزارت او د هرات والي به په راتلونکو څو ورځو کې د ایران د خراسان ولایت او د لارو او ترانسپورت وزارت له استازو سره د دووهیوادونو ترمنځ د رېللارې د پروژې د بیا فعالولو لپاره په خپل منځ کې غونډې وکړي  او یوې نتیجې ته به ورسېږي.

د ایران رضوي خراسان، چې مشهد یې مرکز دی، له افغانستان سره ۳۰۰ کیلومتره پوله لري. د دغه هیواد دوغارون بندر هم، چې د هرات اسلام کلا بندر ته نژدې دی، په رضوي خراسان کې موقعیت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب