شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد هالنډ د بهرنیو چارو وزیره د افغانانو او افغانستان په اړه...

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیره د افغانانو او افغانستان په اړه پر خپلو خبرو پېښماني ښيي

تاند(سې شنبې، د میزان ۱۳) د هالنډ د بهرنیو چارو وزیرې انکي بروکیرس نول (Ankie Broekers-Knol) وايي، د افغانستان او افغان پناه غوښتونکو په اړه پر خپلو هغو خبرو پېښمانه ده چې تېره اوونۍ یې له (اې ډي) ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې وې.

د نیدرلنډ ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د هالنډ د بهرنیو چارو وزیرې وویل «ما باید ډېر دقیق الفاظ کارولي وای خو په دې پښېمانه یم چې دا کار مې نه دی کړی.»

د هالنډ د باندنیو چارو وزیرې له اې ډې سره په مرکه کې ویلي و، په دې اندېښمنه ده چې که تعلیم یافته افغانان له افغانستانه وایستل شي، دا هیواد به له تکړه استعدادونو خالي شي. دې همداراز ویلي و چې د هالنډ د کډوالو سیستم د یولک پناه غوښتونکو غوښتنلیکونه نه شي پروسیس کولی.

دې په عین حال کې وویل چې طالبان نه غواړي چې تکړه خلک له افغانستانه ووځي. «زه له زړه داسې احساسوم چې دا د هیواد (افغانستان) لپاره بده ده. خو ما باید په مرکه کې دا خبره د هغو خلکو په اړه نه وای کړې چې اوس له افغانستانه وځي.»

طالبانو په تېرو ۵۰ ورځو کې له ملایانو او قاریانو پرته بل څوک نه دي مقرر کړي او له دې اکثره مسلکي او تجربه کار کسان داسې احساس کوي چې نور په افغانستان کې ځای نه لري او باید نورو هیوادونو ته ووځي.

3 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب