شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهملا برادر خو به ګوښه شوی نه وي؟!

ملا برادر خو به ګوښه شوی نه وي؟!

تاند:( سې شنبه، د میزان دیارلسمه) د طالبانو د اسلامي امارت په پرونیو ټاکنو کې مولوي عبدالکبیر د طالبانو د سرپرستې کابينې د رئيس الوزرا د سياسي مرستيال په توګه ټاکل شوی.

له دې سره په ټولنيزو رسنيو کې ځينو فعالانو پوښتلي، چې مولوي کبیر خو به د ملا برادر د ځای ناستي په توګه نه وي ټاکل شوی؟

د طالبانو د پرونيو ګومارنو په نوملړ کې په دې اړه څه نه دي ويل شوي.

دا ګومان له دې کبله زیات شوی، چې ملا برادر د طالبانو له واکمنیدو وړاندې د دوی د امیرالمؤمنین سیاسي مرستیال او د قطر سياسي دفتر مشر و.

ملا برادر له امریکا سره د طالبانو د مذاکراتو د کامیابولو له کبله ډېر مطرح شو او تمه کیده، چې هغه به د طالبانو له امیرالمؤمنین څخه د دوی د اسلامي امارت تر ټولو لوړ پوړی کس وي.

د طالبانو اسلامي امارت د سرپرستې کابينې له اعلان سره، چې مولوي محمد حسن اخوند يې د رئيس الوزرا او ملا برادر د ملا عبدالسلام حنفي تر څنګ د مرستیالانو په توګه وټاکل شول، د واک پر سر د طالبانو د اختلافاتو خبره توده کړه.

یو ځل خو په ارګ کې د ملا برادر او حقاني ډلې د پلویانو ترمنځ د وسله والې نښتې او ملا برادر او انس حقاني د ټپي کیدو خبرونه هم خپاره شول، خو طالبانو دا خبرونه رد کړل.

ويل کيږي، چې ملا برادر له پخوا نه پاکستان سره ستونزه لري او پاکستان ته نيږدې حقاني ډله د هغه د منځلارو سياستونو د عملي کیدو خنډ کيږي.

مولوي کبير، چې د طالبانو د رئيس الوزرا سياسي مرستيال ټاکل شوی، د لوګر د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال د ننګرهار والي و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب