شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهچين په افغانستان کې د امريکا د‌ بې پیلوټه الوتکو د پروازونو...

چين په افغانستان کې د امريکا د‌ بې پیلوټه الوتکو د پروازونو مخالفت وکړ

تاند:( سې شنبه، د میزان دیارلسمه) د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په يوه رسمي بيان کې پر متحده ايالاتو له دې کبله اعتراض وکړ، چې ولې غ افغانستان په فضا کې يې بې پیلوټه الوتکې پروازونه کوي.

وياندې هوا چنوینګ په یوه خبري غونډه کې د متحده ايالاتو وغوښتل، چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا او ملي واکمنۍ ته درناوی وکړي او د يادو پروازونو له ترسره کولو ډډه وکړي..

د چینايي ویاندې په خبره،  امريکا بايد خپل دا عادت نور پریږدي، چې په پوځي مداخلو یې خلک ځوريږي او بدبخته کیږي.

متحده ايالاتو منلې، چې په افغانستان کې يې بې پیلوټه الوتکې اوس هم ګزمې کوي او د داعش او القاعدې ډلو فعاليتونه څاري.

طالبانو له دې کبله څو ځله پر متحده ايالاتو اعتراض وکړ او دا یې رد کړه ژ چې ګنې د داعش او القاعدې فعالیتونه په افغانستان کې شته او امريکا ته خطر جوړوي.

چین په دې موضوع کې په داسې مهال غبرګون ښيي ژ چې له څو ورځو راهيسې د افغانستان بګرام پوځي اډې ته د چینايي الوتکو او سرتېرو د راتلو آوازې دي.

دا اوازې طالبانو او چین دواړو رد کړي او بې بنسټه ګڼلي دي.

د‌‌ چین او طالبانو د اړیکو خوږلني په وروستيو کې ډېره یادیږي.

چين په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره، د امريکا د پوځي حضور تمامېدو خوشاله کړی، خو د طالبانو د بل نیږدې مدافع پاکستان په شان چین هم لا د دوی اسلامي امارت په رسميت نه دی پېژندلی.

1 COMMENT

  1. امریکایان د ماشومانو خوی لری! په افغانستان تجاوز طالبانو ته په امریکا د تجاوز مجوز دی! سبا به بیا ژاړي چی تروریس تروریست! نور نو تروریست او متجاوز یو دي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب