جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپر لوږې سربېره به پر کابل او ګڼو نورو ښارونو برېښنا پرچاو...

پر لوږې سربېره به پر کابل او ګڼو نورو ښارونو برېښنا پرچاو شي

تاند(سې شنبې، د میزان ۱۳) د امریکا وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې او د روسیې سپوټینک خبري اژانس وايي چې ژر به افغانستان ته توره دوره په داسې حال کې راشي چې خلک به د خوړو لپاره څه نه لري او د افغانیو ارزښت به ولوېږي.

د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، د افغانستان پر پلازمېنې کابل به ژر له دې کبله برېښنا پرچاو شي چې طالبان ګاونډیو هیوادونو ته د برېښنا پیسې نه شي ورکولی.

وال ستریټ ژورنال ته د افغانستان برېښنا شرکت پخواني ريیس داوود نورزي ویلي چې ممکن تر ژمي مخکې افغانستان له برېښنا بې برخې شي او دا به احتمالاً یو بل بشري ناورین وي.

نورزی د طالبانو له واک ته رسېدو دوې اوونۍ وروسته له دندې لېرې شو.

طالبانو د ټولو ادارو مشري خپلو بې تجربې ملایانو ته سپارلې ده.

د راپور له مخې، د افغانستان نیمايي برېښنا له ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه واردېږي. همداراز ایران د افغانستان لوېدیځو ولایتونو ته برېښنا صادروي.

سږ کال د اوبو د کموالي له کبله د افغانستان خپله برېښنا تر نورو کلونو کمه ده.

په همدې حال کې دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د امریکا له متحدو ایالتونو، اروپایانو او په ځانګړي ډول روسیې څخه دا غوښتنه بیا بیا کېږي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، مخکې تر دې چې افغانستان له ناورین سره مخامخ شي له دې هیواد سره مرسته وکړي.

له بلې خوا طالبانو ویلي چې د ناروې د کډوالو شورا ژمنه ورکړې چې په ژمي کې به بشري مرستې وکړي.

طالبانو همداراز ویلي چې د بې پولې ډاکترانو ټولنې هم ورته ویلي چې په افغانستان کې به کار ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب