جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهپوتین وايي، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو حضور د ټولو په...

پوتین وايي، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو حضور د ټولو په ګټه دی

تاند(یکشنبه، د عقرب۵) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور دوام د ټولو د امنیت لپاره ګټور دی.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، پوتین په مسکو کې له رشیا ۱ تلویزیوني چاینل سره په مرکه کې وویل «په لومړي سر کې موږ په افغانستان مې د امریکايي پوځیانو د حضور ملاتړ وکړ او د ملګروملتو د امنیت شورا د پرېکړه لیک په ګټه مو رایه ورکړه. زه لا هم باور لرم چې په افغانستان کې د امریکا حضور زموږ له بهرنیو ګټو سره په ټکر کې نه دی.»

پوتین دغه راز وویل «د هغه څه خلاف، کله چې دا اعلان وشو چې امریکایان د خپلو پوځیانو د ایستلو تیاري نیسي، زموږ رسمي دریځ دا و چې ممکن د افغانانو د پخلاینې لپاره به شرایط برابرېږي، خو زه شخصاً فکر کوم دا ډېر خطرونه زېږوي. لومړی باید د ثبات د ساتلو لپاره ډېر لګښت وکړو او دوهم دې ته له پامه پرته چې په افغانستان کې د امریکایانو حضور په دې هیواد کې د ثبات له ټینګولو سره مرسته کړې او که یې نه ده کړې خو وتل یې خطرونه رامنځته کوي. موږ نه باید هلته د امریکایانو د حضور پر ضد وجنګېږو.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په ځلونو په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځیانو د حضور مخالفت کړی او له دې هیواده د امریکايي پوځیانو وتل یې د سیمې د امنیت او ثبات لپاره ضروري بللي دي.

https://taand.net/%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84%d9%88%d9%81-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d8%b1%d8%a7%d8%aa%d9%84%d9%88%d9%86%da%a9%db%90-%d9%84%d9%be%d8%a7%d8%b1%d9%87-%d9%86%db%8c/

پوتین وویل چې د امریکا او روسیې استخبارات په افغانستان کې له یو بل سره همکاري کوي.

«موږ په ډېرو برخو کې له ګڼو تضادونو سره سره له امریکایانو سره په دې برخه کې همکاري کوو. لا هم د ځانګړو خدماتو (استخباراتو) په کچه زموږ همکارۍ دوام لري.»

د پوتین په وینا امریکایان د تروریزم پر ضد د جګړې په برخه کې خپل معلومات له روسانو سره شریکوي او دوی په افغانستان کې د امریکایانو هلې ځلې تروریستي ضد هڅې ګڼي.

«ما په خپله دوی ته معلومات سپارلي او دوی موږ ته راسپارلي. ما له ولسمشر (ډونالد‌ ټرمپ) څخه مننه کړې ځکه هغو معلوماتو چې امریکایانو موږ ته راکړي په روسیه کې د تروریستي اقداماتو په مخنیوي کې زموږ سره مرسته کړې ده.»

پوتین دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس امریکايي پوځیان باید په راتلونکو شاوخوا ۷ میاشتو کې له افغانستانه ووځي.

https://taand.net/%d8%af-%d9%86%d8%a7%d9%bc%d9%88-%d8%b3%d8%b1%d9%85%d9%86%d8%b4%d9%8a-%d9%84%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86%d9%87-%d8%af-%da%81%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%a7/

د ناټو سرمنشي او د امریکا د پوځ ځینې چارواکي وايي چې له افغانستانه د دوی د ځواکونو وتل مشروط دي.

دوی وايي، په هغه صورت کې له افغانستانه وځي چې طالبان جنګ ودروي، له القاعده او نورو سختدریځو سره اړیکې وشلوي او دا تضمین ترلاسه شي چې افغانستان به د جنګ پر میدان نه بدلېږي.

طالبان القاعده او نورو تروریستي ډلو ته د پناه نه ورکولو شرط تاییدوي خو د نورو شرایطو په اړه څه نه وايي او عملاً یې تر بل هر وخت جګړې ته زور ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب