یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد طالبانو حکومت به د ملاحسن اخوند تر مشرۍ لاندې وي

د طالبانو حکومت به د ملاحسن اخوند تر مشرۍ لاندې وي

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۱۵) بېلابېلې سرچینې وايي چې د طالبانو له لوري اعلانېدونکی حکومت به د ملاحسن اخوند تر مشرۍ لاندې وي.

د طالبانو سرچینې او دغه راز د پاکستان (دي نیوز) ورځپاڼه وايي چې ممکن د طالبانو نوی حکومت د چهارشنبې په ورځ اعلان شي. خو دوی دا احتمال چې څو ورخې نور د حکومت اعلان وځنډېږي نه ردوي.

نن د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې حکومت به په څو ورځو کې اعلان شي خو دقیق وخت یې نه شي ښودلی.

د مجاهد په وینا د حکومت د جوړېدو پروسه بشپړه شوې او یوازې یې تخنیکي چارې پاتې دي.

ده نور جزییات څرګند نه کړل. او دا یې هم ونه ویل چې د طالبانو حکومت به څه ډول جوړښت ولري.

په داسې حال کې چې ملاهبت الله اخوندزاده د نشتوالي په اړه اوازې تودې دي، ذبیح الله مجاهد نن وویل چې خلک به نوموړی ژر وویني خو له بلې خوا طالب سرچینې وايي چې ملامحمدحسن اخوند د ملا هبت الله اخوندزاده له لوري د دولت رييس یا د وزیرانو شورا د ريیس په توګه معرفي شوی دی.

سرچینې وايي چې ملاعبدالغني برادر او ملا عباس سلام به د دولت ريیس مرستیالان وي.

ملامحمد حسن اخوند حاضردمه د طالبانو د قیادي شورا، چې د کوټې په شورا هم مشهوره ده او د طالبانو د اصلي پرېکړه تر ټولو غښتلې مرجع ده، مشري په غاړه لري. دی له تېرو شلو کلونو راهیسې همدا دنده لري.

ملاحسن په کندهار کې زېږېدلی او د طالبانو د تحریک له موسسانو ځنې دی.

طالبان وايي چې ملاحسن د طالبانو د نوي یمې لسیزې په حکومت کې هم مهم رول درلود. دی یوه موده د بهرنیو چارو وزیر و بیا د صدراعظم مرستیال شو.

د حقاني شبکې د مشر او د طالبانو د مرستیال سراج الدین حقاني په اړه ویل کېږي چې د کورنیو چارو وزیر ټاکل کېږي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې سراج الدین حقاني به د جنوب ختیځې حوزې لکه پکتیا، خوست، پکتیکا، ننګرهار، کونړ او نورستان د والیانو د غوره کولو بشپړ واک لري.

د طالبانو د تحریک د موسس زوی ملا یعقوب به دفاع وزیر وټاکل شي. یعقوب د شیخ هبت الله اخوندزاده په مدرسه کې درس ویلی دی او له نوموړي سره ښې اړیکې لري.

ویل کېږي چې ذبیح الله مجاهد به د دولتمشر یا د وزیرانو شورا د رييس د ویاند په توګه وټاکل شي.

ښايي په دې خاطر ذبیح الله مجاهد ته دا دنده سپارل کېږي چې د افغانستان په تېرو حکومتونو کې هم د ولسمشر د ویاند رول زیات و.

د امیرخان متقي په اړه ویل کېږي چې د بهرنیو چارو وزیر ونومول کېږي. مخکې ویل شوي و چې شېرمحمدعباس ستانکزی به د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شي ځکه چې نوموړی په انګلیسي ژبه هم پوهېږي او له بهرنیانو سره اړیکې ټینګولی شي.

سره له دې چې د طالبانو د نوي حکومت د جوړښت په اړه د هغوی د سرچینو او پاکستاني رسنیو معلومات یو بل ته ډیر ورته والی لري خو ویل کېږي چې هر څه ممکن په راتلونکو څو ورځو کې د دوی د حکومت تر اعلانېدو وړاندې بدل شي. خصوصاً وروسته له دې چې د آی ایس آی مشر کابل ته راغی او پر طالبانو یې غږ وکړ چې ټولشموله حکومت جوړ کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف هم نن ویلي، په هغه صورت کې د طالبانو د حکومت د اعلان په مراسمو کې ګډون کوي چې ټولشموله وي.

له بلې خوا داسې راپورونه شته چې وايي طالبان په خپل منځ کې د حکومت پر سر ژور اختلاف لري. د آی ایس آی مشر د کابل د سفر په ترڅ کې هڅه وکړه چې طالبان د خپل منځي اختلاف حل کولو ته وهڅوي.

راپورونه وايي، جنرال فیض حمید له طالبانو غوښتي چې د غیرپښتنو هغه مشران هم په حکومت کې شامل کړي چې اوس په پاکستان کې دي خو طالبان غواړي هغه غیرپښتانه په حکومت کې شامل کړي چې په تېرو شلو کلونو کې یې لوړې چوکۍ نه لرلې.

د آی ایس آی رريیس طالبانو ته ویلي، د دې لپاره چې حکومت یې مشورعیت پیدا کړي او نړیوال یې په رسمیت وپېژني حامد کرزي او عبدالله عبدالله ته هم لوړې چوکۍ ورکړي.

3 COMMENTS

  1. که تالب وایې چې افغانستان د پنجاب مستعمره ندی خو ثبوت یې همدا دی چې حکومت یې د ای اس ای د مشر پلاس جوړیږي او دوی ټول د پنجاب غلامان او ښځې یې د هغوی وینځې دي. بل تالبانو او نړیوالو غوښتل چې ملا برادر به حکومت چلوي مګر پنجاب او ای اس ای نه غوښتل ځکه هغوی فکر کوي چې د ملا برادر نه به د پنجاب شکنجې او بې عزتي هیره نه وي او ممکن کوم وخت یې غیرت را بیدار شي او د هغوی خلاف شي، نو ځکه فیض حامد ځان کابل ته د حکومت له جوړښته مخکې راورساوه او برادر یې په لغته وواهه. پخوا شک کیده چې تالبان د ای اس ای تربیه شوي غلامان دي خو اوس ټول افغان ملت ته په ثبوت ورسیده چې دا خبره رښتیا ده. افغانانو هیواد مو لکه چې د پاکستان یوه صوبه شوه او تاسو هم د تالب پلاس ټول غلامان شوئ.

  2. د زلمي هېوادمل او پوهاند زيار خبره چې عبدالله جان خليل به پينځه وخته زموږ دفتر وفا ته راخوشې وو او ارواښاد پروفيسور عبدالرسول امين ته به راته، نو ورته به يې د څارګرې ادارې يا د ISI چپه خوټه ويله.
    نو ملا حسن هم د پنجاب د څارګرې ادارې هماغه چپه خوټه ده. نوموړی د پنجاب په خُم کې پرېمينځل شوی او مغز پرېمينځل شوی دی. د سړيتوب تمه ترې نه کيږي.

  3. afghans brothers our COUNTRY IN THE HANDS OF ISI.
    SERAJ ALDIN HAQANI IS ONE AGENT OF ISI.
    ALL GOVERNERS OF NANGARHAR KUNER NORISTAN.PAKTYA/PAKTIKA/KHOST
    MUST BE UNDER VISION OF HAQANI. MULA HASSAN IS ANOTHER AGENTS OF ISI,
    NO CHOICE/AFGHANS MUST GIVE HANDS AND NOW MUST GET FREEDOM FROM PUNJAAB,
    WE NEED FOR ONE LEADER AGAINST PUNJAAB.
    THINK ABOUT IT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب